close
انځور: خواله رسنۍ

کندهار ته د بهرنیو سیلانیانو په ورتګ کې زیاتوالی؛ سیلانیان: افغانستان ښکلی او خلک یې خواږه دي

د کندهار تاریخي ولایت ته په دې وروستیو کې د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو ورتګ زیات شوی. په دغه ولایت کې د زیات شمیر زړه راښکونکو تاریخي سیمو او ابدو شتون سیلانیان اړ کړي چې دغه سیمې له نږدې وګوري.

کندهار کې د طالبانو مسوولین وایي، دغه ولایت ته روان کال د کورنیو سیلانیانو سربیره له چین، جرمني، ایټالیا، روسیې، امریکا، انګلستان، چک، رومانیې، ایرلینډ، ترکیې، ایران، هالینډ، بلجیم، جاپان، ډنمارک او ځینو نورو اروپایي هیوادونو سیلانیان راغلي، چې د تېرو کلونو په پرتله یې شمیر زیات او د امنیت په برخه کې ورته ځانګړی پام شوی دی.

له برازیل هیواد څځه کندهار ولایت ته راغلې میرمن پلادیا وایي، خوښه ده چې کندهار، بامیان، مزار او هلمند ولایتونو ته یې سفر کړی او افغانستان کې د سیلانیانو د امنیت ساتنې ترڅنګ د سیاحت په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.

نوموړې وویل: «بلې موږ له برازیل څځه راغلي یو، د افغانستان هر ځای د ځان لپاره بېله ښکلا لري، په خاصه توګه افغان وګړي ډير ښکلي او خواږه دي، د یوې عکاسې په توګه ویلای شم چې افغانستان او افغانان ډير ښکلي دي، خلک د دې ځای په اړه نه پوهیږي هغوی ته دا ځای ډیر خطرناک معرفي شوی، دلته ډير امنیت دی، دلته هر ځای ښکلی دی.»

له چین څخه راغلی سیلاني جانګ یوون وایي، له ډیرې مودې یې هیله درلوده چې افغانستان ته سفر وکړي، خو په وینا یې چې زمینه ورته نه وه مساعده شوې او اوس خوښ دی چې افغانستان ته راغلی دی.

نوموړي وویل: «ما تردې مخکې هم غوښتل چې افغانستان ته ولاړ شم، خو زمینه نه‌ وه راته مساعده شوې، اوس راغلي یو، دلته موږ ډېر پرمختګ وینو، هېله لرو چې افغانستان نور هم پرمختګ وکړي.»

کورني سیلانیان بیا د لرغونو ابدو بیا ترمیم او نویو تفریحي ځایونو جوړول د نورو سیلانیانو د جلب لپاره اړین ګامونه بولي.

کندهار ته له ننګرهار ولایت څخه راغلی سیلاني اسدالله وایي، دغلته زیات شمېر تاریخي سیمې او ابدې بیا ترمیم ته اړتیا لري ځکه په خبره یې چې دا د بهرنیو او کورنیو سېلانیانو د جلب لپاره تر ټولو ښه لار ګرځیدلی شي.

اسدالله وویل: «د میرویس خان نیکه زیارت بیا ترمیم شوی، د زرغونې انا مقبرع د احمدشاه بابا پخوانۍ ودانۍ ترمیم شوې موږ ولیدلې ډیر ښه خوند یې کاوه، همداسې که نارنج مانۍ او مینا برج او د میوند کلا، د هلمند بست کلا او نورې تاریخي سیمې ورغول شي دا به د حکومت او خلکو لپاره د عاید یو منبع وګرځي، په کندهار کې باید یو معیاري موزیم جوړ شي.»

افغانستان ته راغلي سیلانیان ډیره لیوالتیا لري چې تاریخي سیمې له نږدې وګوري او په اړه یې معلومات ترلاسه کړي. انځور: خواله رسنۍ

دغه راز له ننګرهار څځه راغلی سیلاني او میله وال احمد شکیب وایي، له نورو ولایتونو څځه د راغلیو سیلانیانو او مېله والو لپاره دې د نورو اسانتیاوو ترڅنګ د استوګنې اسانتیاې هم رامنځته شي.

هغه وویل: «په مناسبه بیه هوټلونه او خواړه هم د داخلي او هم د بهرنیو سیلانیانو د راتګ سبب کېږي، په ولسوالیو کې باید د سیلانیانو لپاره د اوسېدو او نورې اسانتیاوې رامنځته شي، کندهار ډیرې تاریخي سیمې لري، موږ څو ځله له ځان سره بهرني میلمانه راوستلي د هغو هم کندهار خوښ شوی، حکومت دې د دوی د جذب لپاره ځینې اسانیاوې رامنځته کړي.»

کندهار کې د بهرنیو سیلانیانو لارښود باران بیا وایي، دې ولایت کې زیات شمېر داسې سیمې شتون لري چې بیا ترمیم یې زیات شمیر کورني او بهرني سیلانیان اړ کوي چې دغه سیمې له نږدې وګوري.

نوموړي وویل: «کومو ځایونو ته چې سیلانیان راځي هغو سیمو ته پیسې راځي او په مصرف رسېږي، مېلمستونونه په کار کېږي، زموږ له خوړو سره خلک اشنا کېږي، افغاني کالي او نور قیمتي توکي اخلي په دې سره زموږ افتصاد هم پرمختګ کولای شي، دلته امریکایان، چینایان، برازیلان، جرمنیان او د نورو اروپایي هیوادو څخه ډير سیلانیان راځي.»

د ده په خبره، چې کندهار ته تر ډیره راغلي ګرځندویان د احمدشاه بابا او میرویس خان نیکه مقبرو او دغه راز د بابا صاحب زیارت او نورو سیمو د لیدو لپاره راځي.

په دې ولایت کې د بهرنیو سیلانیانو یو بل لارښود احمد شاه په ورته نظر دی او وایي، چې د ګرځندویانو په راتګ سره ډیر شمېر وګړي په کار کېږي او د ځایي خلکو پر اقتصاد هم ښې اغیزې لرلای شي.

احمدشاه زیاتوي، د بهرنیو سیلانیانو په راتګ ځایي مېلمستونونه، هوټلونه، هټۍ او تفریخي ځایونه ټول په کار کېږي او ورسره یو وخت خلکو ته هم د کار کولو زمینه برابریږي.

احمدشاه وویل: «دلته چې خارجیان راځي تر ډیره خرقې شریفې ته ځي، بابا صاحب ته ځي، نارنج مانۍ ته ځي، چهل ځینو ته ځي، احمدشاه بابا زیارت ته ځي، دغسې نورو مختلفو ځایونو ته ځي، چې ښه شینګیا وي، تاریخي ځایونه وي، دلته چینایان هم راځي، امریکایان، بریتانیاویان، فرانسویان هم راځي، دوی چې کله له کابل څخه راشي موږ خپل موټران لرو، هغه خپل په موټرانو کې یې راولو بیا یې په ښار کې ګرځوو، چې دوی کومو ځایو ته ځي هغو ځایونو ته یې موږ  بیایو.»

ورته مهال کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ګرځندویانو امر شفیع الله عمري وایي، چې کندهار ته سږ کال د بهرنیو او کورنیو سیلانیانو راتګ له پخوا څو برابره ډیر شوی دی.

نوموړی زیاتوي، روان کال کندهار ته له چین، جرمني، ایټالیا، روسیې، امریکا، انګلینډ، چک، رومانیې، ایرلینډ، ترکیې، ایران، هالینډ، بلجیم، جاپان، ډنمارک او ځینو نورو اروپایي هیوادونو څخه سیلانیان راغلي دي.

هغه په خپلو خبرو کې وویل: «د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه کندهار ته بېلابېل سیلانیان راځي، په ۱۴۰۱ کال کې ۶۲ بهرني او ۳۲۴ داخلي سیلانیان راغلي، په ۱۴۰۲ کال کې ټول ۳۸۳ بهرني او ۵۰۸ تنه داخلي سیلانیان کندهار ته راغلي او سږ کال یعنې په ۱۴۰۳ کې چې تر اوسه یې یوازې څلور میاشتې تېریږي ۲۳۱ تنه بهرني او ۲۰۶۵ کسه کورني سیلانیان کندهار ته په سفر راغلي او په زیات شمېر نور هم را روان دي، د امنیت په برخه کې موږ پوره توجو ورته کړې.»

د عمري په وینا، چې په کندهار کې یې د بهرنیو او کورنیو سیلانیانو لپاره ټولې لرغونې سیمې بیا ځل ترمیم کړي او د پاتې نورو د ترمیم چارې دوام لري.

د یادونې وړ ده، چې تردې وړاندې د کورنۍ جګړې او یو شمېر نورو ستونزو له امله بهرنیو سیلانیانو نه شوای کولای کندهار ته سفر وکړي او د دغه ولایت تاریخي سیمې له نږدې وګوري.