close
د نيمروز ښار په مربوطاتو کې د يوه معتاد جسد

راځي او دلته مري

نيمروز ولايت کې د روږدو کسانو د ژوند غمجن پای

خالد محمدي

د افغانستان په سويل لوېديځ د نیمروز ولایت د مرکزي ښار زرنج په يوه دښته کې په خاورو لړلی جسد پروت دی. دا د هغه چا جسد دی چې ويل کېږي په نشه يي توکو روږدی و. ويل کېږي چې په لوی اختر کې مړ شوی او لږ تر لږه دوې ورځې د لمر وړانګو ته پروت و. په زرنج ښار کې د مړو کسانو جسدونه د دې ښار د وګړو لپاره په يوه تکراري تجربه بدل شوي. له نيمروز څخه د اطلاعات روز موندنې ښيي چې سږ کال په نيمروز کې د غبرګولي له ۲۲مې نيټې څخه د چنګاښ تر ۹مې پورې ۲۳ روږدي کسان چې عمرونه يې له ۲۵ څخه تر ۸۰ کلنۍ پورې وو، مړه شوي دي. د مړو شویو روږدو ترمنځ د اتو تنو هویت څرګند نه دی.

د زرنج ښار يوه اوسېدونکي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې د یو کس مړی چې څو ورځې لمر ته پاتې و، د نيمروز د پخواني هوايي ډګر شاوخوا «ده خواجه» سيمه کې مړ شوی دی. د طالبانو پولیسو دا جسد خاورو د سپارلو په موخه د زرنج ښاروالۍ ته سپارلی دی.

هغه زياته کړه: «د دې روږدي جسد ځکه څو ورځې لمر ته پاتې و چې خلک د اختر په ورځو کې پر دې لار کم تګ او راتګ کوي. له بده مرغه روږدي مري. دوی بايد راټول او درملنه يې وشي.»

د نیمروز يوه اوسېدونکي محمد اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې په زرنج ښار کې يې څو ځله په نشه يي توکو د روږدو کسانو د مړينې پېښې ليدلې دي. د ده په وينا، د هغوی مړي د ښاروالۍ او د طالبانو له لوري راټول شوي او وروسته ښخ کړل شوي دي.

نيمروز د خپلو شګلنو توپانونو او سختو بادونو له امله مشهور دی او د ګرمۍ په موسم کې يې د حرارت درجه تر ۴۰ سانټي ګريډه رسیږي؛ دا عوامل په نشه يي توکو د روږدو لپاره ژوند کول سختوي.

ناهيلۍ ته ستنېدنه

يوې سرچينې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې په نيمروز کې اکثريت مړه شوي روږدي هغه کسان دي چې له ايرانه راشړل شوي.

د ۲۰۲۱ په اګست کې د افغانستان د حکومت تر سقوط وروسته د بې‌کارۍ د زياتېدو او د طالبانو د انتقامي بريدونو له ويرې ايران ته د قاچاقي سفر تقاضا زیاته شوه او په ايران کې چې کوم افغان کډوال مېشت وو او قانوني اسناد يې نه لرل، د هغو د راشړلو بهير هم چټک شو.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د چنګاښ په ۱۲مه وویل، چې د افغانستان دوه زره او ۳۴۷ تنه وګړي د نيمروز د ابریشم پُل له لارې له ایرانه په جبري او په خپله خوښه هيواد ته راستانه شوي دي.

سرچينو اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د شړل شویو ترمنځ په نشه يي توکو روږدي هم شامل وو او د هغوی ډېری نشې کولای چې خپلو اصلي سيمو ته ولاړ شي او په نيمروز کې بند پاتې کېږي.

د هغو کسانو شمیر چې په نیمروز ولایت کې یې ژوند له لاسه ورکړی دی

پر سړکونو ژوند

دوه کاله وړاندې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د نشه يي توکو پر کرکيلې، تولید، قاچاق، له هغو پر استفادې او پير و پلور د بنديز فرمان ورکړی و او تر دې وروسته طالبانو د روږدو د درملنې په موخه کمپاين پېل کړ. طالبانو د نيمروز په کچه هم دا کمپاين مخته يووړ او د هغه وخت ويډيوګانې شته چې د پخواني حکومت په رينجر موټرو کې له ښارونو په نشه يي توکو روږدي ټولوي او لاسونه ورته په دسمال تړي. له طالبانو سره تړلو رسنیو د دې کمپاين پر مهال ادعا کوله چې په نیمروز کې يې د روږدو د ساتنې او درملنې د مرکز ظرفيت له ۵۰۰ څخه زرو ته لوړ کړی، خو له دې سره-سره لاهم د دې ښار په لارو او کوڅو کې روږدي مري.

۴۲ کلن محمد عثمان چې پر مخ يې يوازې هډوکي پاتې دي او وېښتان يې پېچلي شوي، په زرنج ښار کې نقشې څلورلارې ته نږدې د لمر له ګرمۍ د خونديتوب په موخه د دېوال سيوري ته پناه وړې ده. دی په نيمروز کې يو له زرګونو روږدو څخه دی. محمد عثمان کورنۍ نه لري او د فلزي کثافاتو او پلاسټيکونو په راټولولو سره د خپلو هيروينو مصرف برابروي.

محمد عثمان د ۷۰ افغانیو هيروين پېرلي او سپین رنګي هيروين د سګريټو پر زرورقي پاڼې تويوي، لاندې ورته اور نيسي او راوتونکی دود په نازک فلزي پایپ سره کشوي.

ګرمې هوا او سخت توپان په نيمروز کې د محمد عثمان ژوند له سختو ستونزو سره مخ کړی دی. دی وايي، چې دوبی د روږدو لپاره د کال تر ټولو سخت فصل دی.

دی يوه غوښتنه لري: «خلک دې له موږ سره مرسته وکړي او دا (له نشه يي توکو استفاده) يوه فاجعه ده. کله چې وينئ چې د افغانستان وګړي له ايران څخه راځي، روږدي دي، ټول بې چاره او بې سرپرسته دي چې روږدي شوي او اوس درملنې ته اړتيا لري.»

د نیمروز يوه اوسېدونکي شهاب الدين اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې اکثريت بې کوره روږدي کسان نقشې څلورلارې، د کارګانو او د زرنج ۶۰ متره څلورلارې ته نږدې موجود وي او طالبان هم نه دې توانېدلي چې په ښار کې د روږدو پام وړ شمېر کم کړي.

ده زياته کړه: «له بده مرغه په نيمروز کې د روږدو شمېر زيات دی او ډېری روږدي له ايرانه را شړل شوي دي. ځينې خلک چې د کار په موخه ايران ته ځي، هلته روږدي کېږي او وروسته د ايراني ځواکونو له لوري نيول کېږي او افغانستان ته راشړل کېږي.»

تر دې وړاندې په نيمروز کې د طالبانو عامې روغتيا رياست اعلان کړی و چې په دې ولایت کې په نشه يي توکو روږدي ۱۲ زره کسان شته دي او په دې لړ کې څلور زره تنه بې کوره دي.

نيمروز چې له ايران سره پوله لري د نشه يي توکو او انساني قاچاق تر ټولو مهمه لار ګڼل کېږي او له امله يې په دې ولایت کې په نشه يي توکو د روږدو شمېر زيات شوی دی. نشه يي توکو ته اسان لاسرسی، له ایرانه په لوړ شمېر کې د افغان وګړو او په نشه يي توکو د روږدو کسانو شړلو نيمروز په یوه داسې ولایت بدل کړی چې د نشه يي توکو قاچاقبران په کې قوي حضور لري. د طالبانو په راتګ سره د روږدو د درملنې امکانات کم شوي دي او په دې برخه کې يو شمېر روغتيايي کادرونه هم له هيواده وتلي. بل اړخ ته، طالبان له نشه يي توکو سره د مبارزې او د روږدو د درملنې د کارت په کارولو سره هڅه کوي چې له نړۍ په ځانګړې توګه له لوېديځ څخه امتيازات ترلاسه کړي.