close
Anadolu

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا څارونکې ډله: هغه روزونکي افغانستان ته تللي چې له القاعدې سره يې تجربه درلوده

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو پر بنديزونو د څار ډلې امنيت شورا ته په خپل پنځلسم راپور کې ويلي چې هغو روزونکو افغانستان ته سفر کړی چې له القاعدې سره يې تجربه درلوده تر څو د دې ډلې د وېشلو هستو امنیت نور هم خوندي کړي.

دا تحليلي راپور چې تازه خپور شوی، له مخې يې القاعده په افغانستان کې په پټه توګه فعالیت کوي تر څو طالبان د دوحې توافق‌ليک ته ژمن وښيي. طالبانو د دوحې په توافق‌ليک کې هوکړه کړې وه چې د افغانستان خاوره بايد د تروريستي موخو لپاره ونه کارېږي.

د ملګرو ملتونو پر بنديزونو د څار د ډلې په راپور کې ويل شوي چې القاعده له ستراتېژيکه اړخه له صبره کار اخلي او په افغانستان کې له ټولو ترهګرو ډلو سره همکاري کوي او له طالبانو سره دوامدارې اړيکې ساتل ورته لومړيتوب لري.

د دې راپور له مخې، په لوړه کچه د بريدونو کولو لپاره د القاعدې ظرفيت لا هم محدود دی، خو د داسې بريدونو د کولو اراده لري او د بهرنيو عملیاتو د کولو لپاره يې وړتياوې لوړې شوې دي.

د امنیت شورا پر بنديزونو د څار ډلې ويلي: «په افغانستان کې د القاعدې مېشت افراد له جنګسالارانو، مبلغینو، استخداموونکو او مالي تامينوونکو سره تعامل کوي. افغانستان ته باتجربې روزونکو سفر کړی تر څو د وېشلو سلولونو امنیت نور هم ټينګ کړي.»

د ملګرو ملتونو يوه غړي هيواد راپور ورکړی چې القاعده د ختيځ ترکستان له اسلامي خوځښت او انصار الله ډلې سره د همکارۍ د را منځ ته کولو په هڅه کې ده.

له دې راپور سره سم، القاعده هڅه کوي چې خپل فعاليتونه زيات او د افغانستان په شمال کې د طالبانو په نظامي جوړښتونو کې ځای ومومي او مشترک عملیات ترسره کړي او همدا راز کوشش کوي چې مرکزي اسيا ته د ترهګریزو فعالیتونو مرکز انتقال کړي.

د ملګرو ملتونو غړو هيوادونو زياته کړې چې د القاعدې هستې د افغانستان په څو ولایتونو په ځانګړې توګه د هيواد په سويل ختيځ کې فعاليت کوي.

له راپورونو سره سم، په جلال اباد، کندهار، کونړ، نورستان او تخار ولایتونو کې د پخوانيو کېمپونو په شمول د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د القاعدې روزنيز مرکزونه او خوندي پټنځایونه شته دي.

د امنيت شورا پر بنديزونو د څار ډلې له راپور سره سم، غړو هیوادونو ويلي چې د القاعدې يو شمېر عرب غړي کونړ او نورستان ته د زده کړې او له محمد صلاح الدين عبدالحلیم زیدان چې مستعار نوم يې سيف العدل دی، د القاعدې له اصلي هستې، د هند په نيمه وچه کې له القاعدې او د طالبانو له ځانګړو عناصرو سره د اړيکې ټينګولو لپاره تللي دي.

له دې راپور سره سم، راپور ورکړل شوی چې د القاعدې يو ليبيايي غړی عبدالعظیم بن علي هم په افغانستان کې شته دی.

د ملګرو ملتونو پر بنديزونو د څار ډلې ليکلي چې له راپورونو سره سم، د طالبانو د استخباراتو ۳۱ ریاست له بهرنیو جنګيالیو سره د اړيکې مسوول لري او دې ریاست ټولو عرب جنګياليو ته خبر ورکړی چې په کابل کې دې نه اوسي، کنه وبه نيول شي.

له دې سره-سره، طالبانو د القاعدې له لومړۍ درجې ټولو غړو غوښتي چې د بايوميټريک ثبت لپاره دې کابل ته راشي، خو داسې راپور ورکړل شوی چې د القاعدې افرادو دا غوښتنه رد کړې ده.

د امنيت شورا پر بنديزونو د څار ډلې په راپور کې ويل شوي چې د هند د نيمه وچې لپاره د القاعدې څانګه په فراه، هرات، هلمند، کندهار او نیمروز کې له ۱۸۰-۲۰۰ پورې جنګيالي لري.

له دې راپور سره سم، د هند د نيمه وچې لپاره د القاعدې څانګه په پاکستان کې دننه له پاکستاني طالبانو سره د بريدونو په کولو کې مرسته کوي او په انلاين بڼه باکیفیته مجلې خپروي او د بشري ځواک د جذب په موخه د بنګلدېش، کشمير او روهينګيا پر مسایلو بحث کوي.

دې ډلې ليکلي چې له راپورونو سره سم، د القاعدې يو شمېر جنګياليو او کورنیو يې له طالب چارواکو څخه يو څه مالي ملاتړ هم تر لاسه کړی دی.

د داعش خراسان ډلې ګواښ

د امنيت شورا پر بنديزونو د څار ډلې د داعش خراسان په اړه ليکلي چې دا ډله لا هم په افغانستان، سیمه او تر دې هاخوا يو لوی ګواښ دی.

د دې ډلې په وينا، په داسې حال کې چې طالبان ادعا کوي چې داعش ته يې ماتې ورکړې ده، خو د دې ډلې بريدونه لا هم روان دي.

پر بنديزونو د څار ډلې زياته کړې چې د طالبانو رهبري له داعش او د هغو له سلفي ملاتړو ټولنو سره پر چلند کولو اختلاف لري.

د دې ډلې په وينا، داعش له فرقه‌يي ډلو استفاده کوي او د مذهبي لږکيو په څېر پر اهدافو بريدونه کوي.

پر بنديزونو د څار ډلې ويلي چې داعش خراسان ډلې د افرادو د جذب لپاره نسبتا اسانه تګلاره خپله کړې او د غير سلفيانو په شمول د نورو ترهګرو ډلو او طالبانو د غړو پر جذب تمرکز کوي.

دې ټيم ويلي چې د داعش خراسان ظرفیت لا هم پياوړی دی او دې ډلې د لوړې کچې اغېز لرونکي بريدونه کړي چې له امله يې د ۲۰۲۴ کال پر مهال زياته مرګژوبله اوښتې.

د ملګرو ملتونو د دې څارنیزې ډلې له راپور سره سم، داعش په پاکستان کې د بريدونو د ترسره کولو لپاره له افغان اتباعو، په افغانستان کې دننه د بريدونو لپاره له پاکستاني اتباعو او په ايران او روسیه کې د بريدونو لپاره له تاجيکستاني اتباعو استفاده کوي.

د امنيت شورا پر بنديزونو د څار ډلې ويلي چې که څه هم طالبان ادعا کوي چې بهرني ترهګر د افغانستان له قلمرو څخه پر نورو هيوادونو د بريد لپاره استفاده نه کوي، خو داعش خراسان ډله ژمنه ده تر څو وښيي چې طالبان تېروتنه کوي.

د ملګرو ملتونو څو غړي هيوادونه اټکل کوي چې په سیمه کې له داعش سره د تړلو ډلو د غړو شمېر له ۴۰۰۰ څخه ۶۰۰۰ زره جنګياليو ته لوړ شوی دی؛ خو ځينو هيوادونو د داعش د هستې ځواک له ۲۰۰۰ څخه تر ۳۵۰۰ پورې ارزولی.

د ملګرو ملتونو پر بنديزونو د څار ډلې ليکلي چې راپور ورکړل شوی چې داعش د طالبانو په اصلي وزارتونو دفاع، داخله او استخباراتو کې نفوذ کړی دی.

د دې ډلې په وينا، داعش په نورو ټولو ډلو کې د خپلو غړو د ځای پر ځای کولو هڅه کوي.

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د څار ډلې ويلي، سره له دې چې طالبانو په پر له پسې توګه ويلي چې په افغانستان کې هيڅ ترهګره ډله نشته، خو د ملګرو ملتونو غړو هیوادونو راپور ورکړی چې په دې هيواد کې تر ۲۰ زياتې ډلې فعاليت کوي.

د دې ډلې په وينا، د تحریک طالبان پاکستان ډله په افغانستان کې له ۶۰۰۰ څخه تر ۶۵۰۰ پورې جنګيالي لري او تر ټولو ستره ډله ده.

يوه غړي هيواد اندېښنه څرګنده کړې چې د تحریک طالبان پاکستان او القاعدې تر منځ همکاري کولای شي ټي ټي پي تر «سيمې په يوه لوړ ګواښ» بدل کړي.

يوې سرچينې د طالبانو د کورنیو چارو د سرپرست وزير سراج الدین حقاني سره يوه تړلي شخص ته اشاره کړې چې د پاکستاني طالبانو تحریک ته يې وسلې انتقال کړې او د داعش جنګيالي يې په دې شرط خوشي کړي چې له تحریک طالبان پاکستان سره به يو ځای کېږي.

د نشيي توکو پام وړ سوداګري

د ملګرو ملتونو پر بنديزونو د څار ډلې ويلي چې د نشيي توکو د زیاتو زېرمو له وجې د نشيي توکو سوداګري پر تاریاکو له بنديز سره-سره پراخه ده.

دې ډلې ويلي چې اوس مهال د طالبانو له لوري پر نشيي توکو د بنديز د اغېزو په تړاو قضاوت کولو وخت نه دی.

د دې ډلې په راپور کې ويل شوي چې لوړپوړي طالبان [له نشيي توکو] خپلې ګټې ته دوام ورکوي او کروندګر هڅه کوي تر څو په بديلو محصولاتو خپل تاوان جبران کړي. داسې ښکاري چې همدا په بدخشان ولایت کې د وروستيو ناارامیو عوامل دي.

ملا هبت الله اخوندزاده د ۱۴۰۱ کال د حمل مياشتې پر مهال په افغانستان کې د نشيي توکو پر کرنې، توليد او پېروپلور بنديز ولګاوه. په دې فرمان کې ټينګار شوی و چې له سرغړوونکو سره به د «اسلامي شريعت» پر اساس چلند کېږي. په دې راپور کې خبرداری ورکړل شوی و چې د تاریاکو کښت په ټول افغانستان کې ممنوع دی او هيچاته اجازه نشته چې ويې کري.

اطلاعات روز په تازه توګه موندلې چې د طالبانو د مشر له لوري د تاریاکو پر توليد تر بنديز وروسته د نشيي توکو بيې په پراخه کچه لوړې شوې دي؛ ځينو طالب چارواکو له بازاره تاریاک را نيولي او ذخيره کړي دي تر څو يې قيمتونه لوړ شي او بيا يې وپلوري.

له بله اړخه پر نشيي توکو بنديز د دې لامل شوی دی چې ځیني کلیوال چې وړاندې يې له دې لارې عايد درلود، له «پامه» وښو څخه د متامفتامین (شیشې) جوړولو ته مخه کړي.