close

لغمان کې ۱۷ دولتي ښوونځي د ودانیو نشتوالي له امله په کرایه کورونو کې فعالیت کوي

د لغمان اوسیدونکي وایي، چې دغه ولایت ته نه یوازې د تېر حکومت پر مهال بلکې د طالبانو اوسني سرپرست حکومت له لوري هم د بیارغونې، پوهنې، روغتیا او نورو برخو کې بنسټیز کار نه دی شوی او تل له پامه غورځول شوی دی.

لغمان میشتي ادعا کوي، چې لاهم د دغه ولایت په مرکز مهترلام ښار او یو شمیر ولسوالیو کې دولتي ښوونځي په شخصي او کرایه کورونو کې فعالیت کوي.

د لغمان د الینګار ولسوالۍ یو قومی مشر محمد ولي وایي، زده کړې د هر نارینه او ښځینه حق دی او د طالبانو له حکومته غوښتنه کوي، چې د دوی اولادونو ته دې د زده کړو سالم چاپیریال برابر کړي او د کرایه کورونو پر ځای دې ورته په خپلو سیمو کې د ښوونځيو معیاري ودانۍ جوړې شي.

محمد ولي وویل: «د لغمان زیاتره سیمو کې د ښوونځیو د ودانیو نشتون له کبله زده کوونکي تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي او ځینې بیا شخصي کورونه د ښوونځیو لپاره کرایه کړي دي، چې دې حالت د زده کوونکو د زده کړو پر وړاندې ستونزې زیاتې کړي ځکه شخصي کور که د کرایې لپاره ښوونځي ته نیسې، نو چاپیریال یې هم برابر نه وي، نو ضرور به د زده کړو بهیر له ستونزو سره مخ کوي او دا حالت د اندیښې وړ ځکه دی چې تر اوسه لغمان کې د زده کړو، روغتیا او نورو برخو کې بنسټیز کار نه دی شوی د طالبانو له حکومت او موسېساتو غوښتنه کوو چې لغمان ته په ټولو برخو او خاص ډول د ښوونځیو جوړولو برخه کې ځانګړې پاملرنه وکړي.»

د الینګار ولسوالي یو بل اوسیدونکی خان محمد وایي، په دغه ولایت کې حکومت د پوهنې برخه په بشپړ ډول له پامه غورځولې او په دې برخه کې یې د ستونزو د حل لپاره د پام وړ ګام نه دی پورته کړی.

د هغه په خبره دغه ولایت کې سلګونه ښوونځي له سرپناه او ودانیو بې برخې دي، چې له امله یې لسګونه زره زده کوونکي تر شنه اسمان او د ونو تر سیوري لاندې په نشت حساب زده کړې کوي.

د نوموړي په وینا الینګار ولسوالۍ کې د «افغان لام لومړنی ښوونځی» چې په یوه کرایه کورکې فعالیت کوي او په خپله یاد ښوونځی ودانۍ نه لري، چې له امله یې زده کوونکې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او ښوونیز بهیر یې تر ډېره بریده ټکنی کړی دی.

خان محمد زیاته کړه: «لغمان ته هیڅ پام نه دی شوی او تل د لغمان ولسونو ته وعدې ورکړل شوي او بیا نه دي عملي شوي، دغه ولایت کې ښوونځي ودانۍ نه لري او ځینې ځای هم لري او له همدې امله کرایه کورونو کې فعالیت کوي، دا زمونږ د الینګار ولسوالۍ اړوند «افغان لام لومړنی ښوونځی» ودانۍ نه لري او اوس په شخصي کور کې فعالیت کوي؛ زده کوونکې یې له زیاتو ستونزو سره مخ دي ځکه شخصي کور او دولتي ښوونځي ډیر توپیر لري، نو غوښتنه مو دا ده چې لغمان کې دې د پوهنې برخې ته پاملرنه زیاته شي او دې برخه کې شته ستونزې دې حل شي.»

د دغه ښوونځي زده‌ کوونکی نقیب الله وایي، چې ښوونځي ته یې څوک پام نه‌ کوي او له ټولو هېر دي. 

هغه د طالبانو له پوهنې وزارت او نړۍ والو مرستندویه ادارو غوښتنه کوي، چې دوی ته دې د زده کړو په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي، څو په راتلونکې کې خپلو هیلو او ټاکل شویو موخو ته ورسېږي.

نقیب الله زیاتوي: «ښوونځی مو ودانۍ نه لري او اوس په شخصي کور کې زده کړې کوو، زما په ګډون زیاتره زده کوونکي دلته له ستونزو سره مخ دي، ځکه معیاري تشنابونه او د پاکو اوبو منظم سیستم نه ‌لري او دغه راز د ګرمۍ په موسم هم له ستونزو سره مخ یو او هم په ژمي کې د یخنۍ له امله د زده‌کړو بهیر له ځنډ او خنډ سره مخ کېږي، غوښتنه مو دا ده چې زمونږ ښوونځي لپاره دې ودانۍ جوړه شي او شته ستونزې دې حل شي ځکه دا حالت زمونږ لپاره د منلو وړ نه دی.»

د لغمان د مرکز مهترلام اوسیدونکی عصمت الله هم د ښوونځیو لپاره د ودانیو له نشت سر ټکوي چې پوهنیز بهیر یې له ستونزو سره مخ کړی.

نوموړی زیاتوی، چې مهترلام ته څیرمه ځایي خلکو یو کور د نجونو ښوونځی لپاره په کرایه نیولی، چې د مناسب چاپیریال نشتون له کبله یې زده کوونکې له ستونزو سره مخ او ځینو یې له همدې کبله ښوونځی پرېیښی دی.

نوموړی د طالبانو له پوهنې وزارت او ځایي چارواکو غوښتنه کوي، چې د درسي ټولګیو لپاره ښوونځي جوړ او دغه راز دې د نجونو زده کونکو لپاره په جلا توګه ښځینه ښوونکې پر دنده وګماري.

عصمت الله وویل: «لغمان کې خو ښوونځي شته چې ودانۍ نه لري او دغه راز د ځینو لپاره د خلکو په مرسته کورونه په کرایه نیول شوی دي، مهترلام کې د «ګمین د نجونو منځنی ښوونځی» چې د خلکو په مالي لګښت په کرایه کور کې فعالیت کوي، دولس سوه زده کوونکې لري، خو مناسب ځای نه دی ځکه د زده کړو لپاره زده کړیز چاپیریال مهم دی، ځکه کوم ښوونځي چې په شخصي کورونو کې فعالیت کوي، نو خونې یې د اوسیدو لپاره جوړې شوي، نه د درسي خونو لپاره نو حتما به په کې زده کوونکي زړه تنګون کوي او د دې ښوونځي زیاتره زده کوونکو ښوونځی پرېیښی؛ نو غوښتنه کوو چې باید د لغمان د اوسیدونکو لپاره د زده کړو مناسب چاپیریال برابر شي څو دوی وکولای شي په ارامه او یوه اکاډمیک چاپیریال کې زده کړې وکړي.» 

په ورته مهال د لغمان ولایت د پوهنې ریاست مسوولی وایي، چې د ښوونځیو ودانیو په برخه کې د دوی هڅې جاري دي او زده‌ کوونکو ته به د زده‌ کړو مناسب چاپېریال رامنځته شي، خو د دې باوجود مني چې لوی شمېر ښوونځي ودانۍ نه‌ لري او زده‌کوونکي یې له کړاوو سره مخ دي.

د لغمان د پوهنې ریاست لپاره د طالبانو رییس مولوي شاه‌جهان ساجد وایي، اوس مهال د دغه ولایت په مرکز مهترلام ښار او ولسوالیو کې ۱۷ دولتي ښوونځي ودانۍ نه لري چې له کبله یې دوی اړ شوي شخصي کورونه د ښوونځيو لپاره په کرایه ونیسي.

هغه په ټینګار سره وایي، هڅه کوي چې له پوهنې وزارت سره په همغږۍ دا ستونزې حل کړي.

ساجد زیاته کړه: «د لغمان مرکز او ولسوالیو کې ۱۷ دولتي ښوونځي لرو چې د ودانیو د نشتون له امله مو ورته شخصي کورونه په کرایه نیولي او هلته فعالیت کوي، دې حالت د زده کوونکو د زده کړو بهیر هم ټکنی کړی ځکه لکه څه ډول چې په ښوونځي کې اسانتیاوې موجودې وي، نو په شخصي کور کې نه وي. مونږ د دې ستونز د حل لپاره له پوهنې وزارت او نورو مرستندویه ادارو سره خبرې کړي څو د دې ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې کړي او زده کوونکو ته د زده کړو مناسب چاپیریال برابر شي.»

د لغمان پوهنې رییس زیاتوي چې اوس مهال په دغه ولايت کې د ۲۷۷ ښوونځیو له جملې ۱۰۴ ښوونځي ودانۍ او ۱۶۹ بیا د احاطې ديوالونه او نورې لازمې اسانتیاوې نه ‌لري.

د معلوماتو له مخې د هېواد په ختیځ کې د ۱۸۹۵ ښوونځيو له جملې ۷۶۹ ښوونځي ودانۍ نه ‌لري چې له کبله یې ډېر کله تدریسي بهیر له خنډ سره مخ وي او زده‌کوونکي د زده کړو پر مهال باد او باران او سور لمر ځوروي.

بلخوا د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) خبر ورکړی چې دا سازمان هوډ لري، چې روان کال په افغانستان کې ۱۹۰ ښوونځي بیا ورغوي.

په افغانستان کې د يونيسف دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا چارې به د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ ترسره او ورسره به ۲۰۰ زره ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره شي.