close
Sergei Bobylev/TASS

د روسیې سفیر: طالبان له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د مسکو په متحدینو بدل شوي

اطلاعات روز: په افغانستان کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف له ټاس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې طالبان د ترهګرۍ له ګواښ سره د مبارزې په برخه کې د مسکو په متحدینو بدل شوي دي.

هغه څرګنده کړې: «طالبان په یقیني ډول د تروریزم سره په مبارزه کې زموږ متحدین دي.  دوی هڅه کوي چې د ترهګرو جرړې له منځه یوسي.»

د روسیې سفیر زیاته کړې، چې په افغانستان کې نیول شوي ترهګر د افغانستان په تر ټولو لوی زندان پلچرخي کې ساتل کېږي.

ټاس خبري اژانس نن (شنبه، ۳۰ د چنګاښ) په کابل کې د روسیې د سفیر د څرګندونو په اړه څو مطالب خپاره کړي دي.

دیمیتري ژیرنوف د خپلې وینا په یوه برخه کې ویلي، چې داعش د طالبانو دښمن دی او طالبان یې له منځه وړي.

هغه ویلي: «امنيتي وضعیت د بدلون په حال کې دى.  داعش د طالبانو دښمن دی او دوی یې له منځه وړلو په حال کې دي.  که امریکا د افغانستان ملي بودیجه بنده نه کړي او په خپلو بندیزونو سره دغه هیواد له پښو وغورځوي، ښايي پر دوی (داعش) به نور فشارونه راوړي.»

په دې مرکه کې د روسیې سفیر دا هم ویلي چې له طالبانو سره د مسکو تماسونه نږدې شوي دي.  نوموړي روسیې ته د طالب چارواکو وروستیو سفرونو ته اشاره کړې.

نوموړي دا هم ویلي، چې روسیه به د ممنوعه سازمانونو له لست څخه د طالبانو له ویستلو او د دوی په رسمیت پیژندلو کې په خپلو ګټو تمرکز وکړي.

هغه ویلي: «د طالبانو تحريک د سيمې د هر هېواد په لېست کې نه دى.  په هر صورت، له افغانستان سره د هر هېواد اړیکې خپلې انګیزې او ځانګړتیاوې لري.»

دیمیتري ژیرنوف له ټاس سره په مرکه کې زیاته کړې، چې د سټلایټ انځورونه ښيي چې په افغانستان کې د تریاکو نږدې ټول تولیدات له منځه تللي دي.

هغه ویلي: «تقريباً د کوکنارو ټول حاصلات له منځه تللي دي.  شاید پنځه سلنه پاتې وي، شاید لږ.  دا د سپوږمکۍ په عکسونو کې لیدل کیدای شي.»