اطلاعات روز ورځپاڼې موندلې چې د نشه يي توکو بيې تر هغه وروسته په پام وړ کچه لوړې شوي چې د طالبانو مشر يې پر توليد بنديز ولګاوه؛ ځينو طالب مشرانو نشه يي توکي له بازاره اخيستي او زېرمه کړي یې دي، تر څو يې وروسته په لوړه بيه خرڅ کړي. له بله اړخه پر نشه يي توکو بنديز د دې لامل شوی چې ځينې کليوال چې وړاندې يې له دې لارې عايد درلود، اوس يې له «یامه» بوټي څخه د متامفتامینو (شېشې) جوړولو ته مخه کړې ده.
ډېری نشه يي توکي په سویلي او لوېديځو ولایتونو کې د ايران په پولي واحد تبادله کېږي. اطلاعات روز ورځپاڼې په دې ولایتونو کې د نشه يي توکو په قاچاق کې له څو ښکیلو افرادو سره د مرکې له لارې موندلې چې د يو کيلوګرامو تاریاک قیمتونه له څلور ميليونو تومانو څخه ۷۰ ميليونو ته، شيشه له اوو میلیونو څخه ۳۰ میلیونو ته، هیروین له ۲۰ میلیونو څخه ۳۶۰ میلیونو ته او چرس له دوو میلیونو څخه اوو میلیونو تومانو ته رسېدلي دي. قیمتونه د جمهوري نظام وروستیو کلونو ته په پام لوړ شوي دي. د افغانستان په بازارونو کې يو ميليون تومان نږدې ۱۲۰۰ افغانۍ دي.
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د ۱۴۰۱ کال په وري مياشت کې د يوه فرمان له لارې په افغانستان کې د نشه يي توکو پر کرلو، توليد او پېر او پلور بنديز ولګاوه. په دې فرمان کې ټينګار شوی و چې له سرغړوونکو سره به «اسلامي شریعت» له مخې چلند کېږي. په دې فرمان کې اخطار ورکړل شوی و چې د تاریاکو کښت په ټول افغانستان کې ممنوع دی او هيچاته به اجازه نه ورکول کېږي چې دا بوټی وکري. د طالبانو د ډلې بنسټګر او لومړني مشر ملا عمر هم د دې ډلې د حکومت په وروستیو کلونو کې فرمان ورکړی و چې د نشه يي توکو کرنه، تولید او پېر او پلور بند دی. هغه وخت د ملا عمر له لوري د نشه يي توکو پر کرلو، تولید او پېر او پلور په بنديز سره طالبانو له نړیوالې ټولنې غوښتي و چې د دې ډلې حکومت دې په رسميت وپېژني او له نشه يي توکو سره په مبارزه کې دې له هغوی سره همکاري وکړي او کروندګر دې د تاریاکو د بدیل کښت کرلو ته وهڅوي.
يوې باخبره سرچينې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې کوم وخت ملا عمر د تاریاکو کښت ممنوع اعلان کړی، هغه وخت د دې ډلې په زېرمو او د طالبانو د هغه وخت د قومندانانو په ګودامونو کې د نشه يي توکو لویې پلنډې پرتې وې.
سرچينې زياته کړه: «ملا عمر د نشه يي توکو کرل، تولید او قاچاق منع کړی و؛ خو په خپله طالبانو زیات افیون او هیروین اخيستي وو او زېرمه کړي يې وو او پر کرلو يې بنديز د هغو نشه يي توکو قيمت لوړاوه چې طالبانو زېرمه کړي وو.»
د باوري سرچينو په وينا، د افغانستان په سويل او لوېديځ کې دا داستان نن ورځ هم تکرارېږي؛ پر تاریاکو د بنديز تر فرمان وړاندې د دې ډلې يو شمېر چارواکو او قومندانانو له بازاره په زياته کچه تاریاک اخيستي دي او د تاریاکو پر کښت له بنديز څخه په ګټې اخيستلو خپل زېرمه کړي مواد په ډېره لوړه بیه پلوري.
له طالبانو نارضايتي
طالبانو د افغانستان له حکومت سره د دوو لسيزو جګړې پر مهال د خپل جنګ يو شمېر عواید د نشه يي توکو د کرنې، تولید، پلور او قاچاق له لارې ترلاسه کول. په کومو کليو کې چې کوکنار کرل کېدل، طالبانو ته يې جنګي ځواک هم برابراوه.
د طالبانو د مشر له لوري د کوکنارو پر کښت د بنديز فرمان هغه قومي مشران خپه کړي چې له طالبانو سره ملګري وو. هغه قومي مشران اوس خپه دي چې د طالبانو د جنګي ماشين د فعال ساتلو لپاره به يې د کلي ځوانان د پخواني حکومت او د هغه د لوېديځو متحدينو پر وړاندې له طالبانو سره جګړې ته لېږل، ځکه اوس مهال د نشه يي توکو له کرنې، سوداګرۍ او ترانزیټ څخه د دوی لاس لنډ شوی دی.
سرچينو اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې په کومو کليو کې د تاریاکو پر کښت بنديز عملي کېږي، پوهېږي چې دا بنديز د دې لپاره دی چې د دې توکو بازار انحصار کړل شي؛ له همدې کبله دا قومي مشران په بازار کې د نشه يي توکو له انحصار شوې بڼې خوښ نه دي.
د نشه يي توکو ډېری قاچاقبران د تاریاکو د کښت تر اخيستنې وړاندې له کروندګرو سره اړيکه نيسي او د هغوی کښت ترې اخلي؛ کله چې دا ځمکې د طالبانو له لوري تخريبېږي له امله يې د طالب ځواکونو او کروندګرو ترمنځ شخړې راپورته کېږي. د کوکنارو د کښتونو د تخريب لپاره د طالبانو اقدام د افغانستان په يو شمېر ولایتونو کې د کروندګرو سخت غبرګون راپارولی دی. د روان کال د غوایي مياشتې پر مهال د بدخشان د څو ولسوالیو اوسېدونکو د طالبانو د هغو هڅو پر وړاندې اعتراض وکړ چې غوښتل يې د کوکنارو کښتونه ويجاړ کړي. طالبانو درایم او ارګو ولسوالیو ته نظامي ځواکونه ولېږل او په دې ولسوالیو کې د يو لړ شخړو پر مهال ځينې کروندګر ته مرګ ژوبله واوښته. د طالبانو تاجک ټبره لوی درستيز قاري فصيح الدين هم کروندګرو ته اخطار ورکړ چې د تاریاکو د ویجاړۍ مخه دې نه نيسي، کنه نو سخت چلند به ورسره وشي.
سرچينو اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د تېرو کلونو بر خلاف په هلمند او کندهار ولایتونو کې کوکنار د تاریاکو له اصلاح شویو تخمونو څخه په استفادې د کال په څلورو فصلونو کې کرل کېږي، خو د بدخشان په څېر په سړو سیمو کې يوازې دوه فصله تاریاک کرل کېږي.
د يوې سرچينې په وينا، نيمروز ولایت چې د نشه يي توکو د ترانزیټ او قاچاق يوه مهمه لار ده، په دې ولایت کې د نشه يي توکو د قاچاق ډېرې ګټورې سوداوې د بکوا ولسوالۍ د اوسېدونکو (په قوم نورزیان دي) له لوري کنټرولېږي. د طالبانو مشر ملا هبت الله هم په قوم نورزی دی.
ایا د طالبانو او امریکا همکاري دوام لري؟
د اطلاعات روز موندنې ښيي چې طالبانو د هلمند په ګډون په يو شمېر کروندو کې د تاریاکو د کښت د ويجاړۍ لپاره له هغو سپرې ګانو استفاده کړې چې امریکا متحده ايالاتو د افغانستان پخواني حکومت ته له کوکنارو سره د مبارزې په موخه ورکړې وې. دا سپرې ګانې له نشه يي توکو سره د مبارزې په مرکز کې چې په ازبکستان کې دی، جوړيدې او له هغه ځایه افغانستان ته ليږل کېدلې. روښانه نه ده چې ايا امریکا اوس هم په دې برخه کې له واکمنې ډلې سره همکاري کوي او کنه.
يوې سرچينې په دې اړه وویل: «دا ډول سپرې د سيمې په کچه يوازې د امريکا او په ازبکستان کې له نشه يي توکو سره د مبارزې د مرکز له لوري جوړېږي. د سپرې په پاشلو سره د کوکنارو تولید ختمېږي. د جمهوري نظام پر مهال هم د کوکنارو د کښتونو د ويجاړولو لپاره له سپرې استفاده کېده، خو اوس يې توپير دادی چې طالبان په لاسي شکل دا سپرې پاشي، خو د جمهوري نظام پر مهال په هلمند او ننګرهار کې دا سپرې د هوا له لارې له الوتکو څخه پاشل کيدلې.»
د شېشې يا کریسټال تولید
د طالبانو له لوري پر تاریاکو او د نشه يي توکو پر توليد بنديز د دې لامل شوی دی چې ځينې کسان د نشه يي توکو بديل ته مخه کړي. يوې سرچينې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د فراه د بکوا ولسوالۍ اوسېدونکو له ۳۰۰ زره څخه تر ۴۰۰ زره پاکستاني کالدارو په لګښت داسې وړې کارخانې جوړې کړې دي چې هلته له «یامه» بوټي څخه متامفتامین جوړوي. د دې سرچينې په وينا، يو شمېر کسانو د کور په وړو فابریکو کې د تاریاکو د توليد پر ځای متامفتامینو ته مخه کړې ده.
يامه يو زرغون رنګه بوټی دی چې ويل کېږي د نشه يي توکو د توليد لپاره کارېږي او تر را غونډېدو او ټکول کېدو وروسته خرڅېږي. داسې راپورونه ورکول کېږي چې په غور ولایت کې خلک د فقر او بېکارۍ له لاسه غرونو ته ځي تر څو یامه بوټي راټول کړي.
له جرایمو او نشه يي توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې د دفتر راپور چې د تېر کال په چنګاښ مياشت کې خپور شو، افغانستان يې د سيمې په کچه د متامفتامینو تر ټولو ستر تولیدوونکی هیواد وباله. په دې راپور کې د تاریاکو په تولید کې کمښت «پام وړ» بلل شوی و، خو يادونه شوې وه چې افغانستان د نړۍ په کچه د هیروینو او شېشې په ستر توليدوونکي هيواد بدل شوی دی.
د ملګرو ملتونو سازمان ويلي و، چې په افغانستان کې په نشه يي توکو ۳.۵ ميليونه روږدي شته دي او د نشه يي توکو د درملنې مرکزونه د دې قشر د درملنې په لړ کې له جدي ستونزو سره مخ دي.
دوه مخې لوبه
طالبان په کورنۍ او نړیواله کچه د مشروعیت له کړکېچ سره مخ دي. د دې ډلې حکومت هڅه کوي چې په دوو برخو لکه تروریزم (په ځانګړې توګه د داعش خراسان پر وړاندې) او نشه يي توکو سره مبارزې کې له نړیوالې ټولنې امتیازات ترلاسه کړي او په دې توګه خپلې رسميت پيژندنې ته لار هواره کړي. طالبان هڅه کوي چې هيوادونه قانع کړي چې له نشه يي توکو سره په مبارزه کې جدي دي. له همدې کبله د طالبانو تبليغاتي چينلونه په پراخه توګه د کوکنارو د کښت د ویجاړۍ راپورونه ورکوي. خو له دې سره-سره ترلاسه شوي راپورونه ښيي چې د طالبانو ډله د نویمو کلونو پر مهال د خپل حکومت د لومړۍ دورې په څېر له مالي اړخه د نشه يي توکو پر تولید او قاچاق متکي ده او اوس هم په دې برخه کې دوه مخې لوبه (د نشه يي توکو پر تولید او قاچاق بندیز او په پټه توګه د مالي سرچينې په توګه استفاده ترې کول) کوي.