close
PHOTO: RADIO PAKISTAN/FILE

پاکستان: طالبان دې د حافظ ګل بهادر ډلې پر خلاف بېړنی او اغېزناک  اقدام وکړي

اطلاعات روز: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې يو ځل بيا له طالبانو غوښتي چې د پاکستاني طالبانو د حافظ ګل بهادر ډلې پر خلاف دې بېړنی او اغېزناک اقدام وکړي.

د ايکسپریس ټریبیون له راپور سره سم، ممتاز زهرا بلوچ نن (جمعه، ۲۹ د چنګاښ) د ترهګرو له لوري د پاکستان پر خلاف د افغانستان د خاورې د استفاده کېدو په تړاو په يوه خبري کانفرانس کې انديښنه وښوده.

دې د خیبرپښتونخوا په بنو کې د تحریک طالبان پاکستان له لوري وروستي بريد ته په اشارې وويل چې پاکستان په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره خپلې جدي انديښنې شريکې کړې دي.

دې ويلي چې پاکستان د ترهګرو ډلو په اړه له افغانستان سره خپل معلومات شريک کړي او له طالب چارواکو سره يې دوامدارې اړيکې ساتلې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د خيبرپښتونخوا په بنو کې پر يوه پوځي مرکز د بريد په غبرګون کې يې په اسلام اباد کې د طالبانو د سفارت مرستیال احضار کړی دی.

د بنو په سيمه کې د پاکستان پر پوځي مرکز بريد د دوشنبې په ورځ ترسره شو او اته پاکستاني سرتېري پکې ووژل شول.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي چې دا بريد د حافظ ګل بهادر ډلې له لوري شوی دی چې په افغانستان کې مېشته ده.

پاکستان تر دې وړاندې هم حافظ ګل بهادر ډله د دې هيواد د پوځ پر خلاف د یو شمير بریدونو مسووله بللې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او پوځ له طالبانو غوښتي چې حافظ ګل بهادر او افراد يې ونيسي او پاکستان ته يې وسپاري. حافظ ګل بهار د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) يو مشر دی.

طالبان د پاکستاني طالبانو شتون ردوي؛ خو امنیت شورا په خپل وروستي راپور کې ويلي چې پاکستاني طالبان تر ټولو ستره ترهګره ډله ده چې په افغانستان کې مېشته ده.