close

د طالبانو د احصاېیې اداره: د غبرګولي میاشت کې د هېواد صادرات څه باندې ۱۱ میلیونه ډالره کم شوي

اطلاعات روز: د طالبانو د احصاېیې او معلوماتو اداره وايي، چې د روان کال په غبرګولي میاشت کې د هېواد صادرات د تېرې میاشتې په پرتله ۱۱.۳ میلیونه ډالر کم شوي دي.

دغې ادارې نن (شنبه، ۳۰ د چنګاښ) د روان کال د غبرګولي میاشت کې د هېواد د صادراتو او وارداتو اړوند شمیرې خپرې کړې دي.

د دې ادارې د شمېرو له مخې، د غبرګولي په مياشت کې د هېواد د صادراتو ټوليز ارزښت ٩٣.٣ ميليونه ډالرو ته رسېدلى و، په داسې حال کې چې دغه شمېر په تېره مياشت کې ١٠٤.٦ ميليونه ډالره وو.

د طالبانو د احصاېیې او معلوماتو ادارې دغه راز ویلي، چې د غبرګولي په میاشت کې د هېواد د وارداتو ټول ارزښت ۹۰۰.۹ میلیونه ډالره شوی، چې د تیرې غویي میاشتې په پرتله ۴۹.۶ میلیونه ډالره کم  شوی دی.

د دغه ادارې د شمېرو له مخې، د غویي په مياشت کې د هېواد د وارداتو ټول ارزښت ٩٥.٥ ميليونه ډالره وو.

ایران افغانستان ته د توکو ستر صادرونکی هېواد

د طالبانو د احصاېیې او معلوماتو ادارې د شمېرو له مخې، د روان کال په غبرګولي میاشت کې هېواد ته تر ټولو ډېر واردات له ایران، پاکستان او چین څخه شوي دي.

د دې ادارې په خبره په روانه میاشت کې افغانستان تر ټولو زیات صادرات په ترتیب سره پاکستان، هند او ایران ته کړي دي.

د طالبانو د احصاېیې او معلوماتو د ادارې له خوا خپرې شوې شمېرې ښيي چې لږ تر لږه د روان لمریز کال په لومړیو دریو میاشتو کې ایران افغانستان ته د توکو تر ټولو لوی صادرونکی هېواد و.

د دې ادارې د شمېرو له مخې، د غبرګولي په مياشت کې له ايران څخه د افغانستان د وارداتو ټول ارزښت ٢٤٣.٣ ميليونه ډالره، له پاکستان څخه ١٤٩.١ ميليونه ډالره او له چين څخه ١٢٩.٣ ميليونه ډالره وو.

د غویي په میاشت کې له ایران څخه افغانستان ته د وارداتو ټول ارزښت ۱۸۵.۸ میلیونه ډالره، له چین څخه ۱۶۰.۲ میلیونه ډالره او له پاکستان څخه ۱۲۷.۷ میلیونه ډالره وو.

افغانستان د وري په میاشت کې تر ټولو زیات مالونه له ایران څخه وارد کړي دي.  په روانه میاشت کې له ایران څخه هېواد ته د وارداتو ټول ارزښت ۱۲۴.۴ میلیونه ډالره، له پاکستان څخه ۱۰۰.۳ میلیونه ډالره او له چین څخه ۸۲.۵ میلیونه ډالره وو.