اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په مربوطاتو کې د دوو ترافیکي پېښو له کبله دوه کسانو خپل ژوند بایللی دی.
د ننګرهار امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، لومړۍ ترافیکي پېښه نن (یکشنبه، ۳۱ د چنګاښ) د چپرهار ولسوالۍ اړوند «غرفو بازار» سیمه کې د فیلډر موټر او موټر سایکل د ټکر له امله رامنځته شوې چې پر مهال یې موټر سایکل چلوونکي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د زابلي په خبره دویمه ترافیکي پېښه هم نن سهار ۹:۰۰ بجې د جلال اباد ښار اوومې امنیتي حوزې اړوند «سرخ اب» سیمه کې شوې ده.
نوموړی زیاتوي، په یاده سیمه کې یو موټر سایکل د ګړندي تګ له امله پر سړک ښوېیدلی چې له لوېدو وروسته یوې هندۍ ریکشې پر موټر سایکل سپور وروستی کس وهلی او مړ شوی دی.
د هغه په وینا په یادو ترافیکي پېښو کې د موټر سایکل او ریکشې چلوونکي نیول شوي، خو د فیلډر موټر چلوونکی له سیمې په تېښته بریالی شوی چې دوی یې د نیولو هڅه کې دي.
ننګرهار کې داسې مهال د موټر سایکلو له کبله ترافیکي پېښې رامنځته شوي، چې څو ورځې وړاندې د طالبانو د ترافیکو عمومي ریاست اعلان کړی و، چې موټر سایکل چلوونکي باید د موټرسایکل چلونې پر مهال لایسنس، د خوندیتابه لپاره خولۍ او پلېټ ولري او له دوو کسانو ډېر باید پر موټر سایکل ونه لېږدوي.