close

نامعلومې مړينې؛ په لغمان او نیمروز کې دوه جسدونه موندل شوي

اطلاعات روز: په لغمان کې ځایي سرچینې وایي چې د دې ولایت د الینګار ولسوالۍ اړوند «تراي قلعه»  سیمه کې په الینګار سیند کې د یوه کس جسد موندل شوی.

د سیمې يوه اوسېدونکي اطلاعات روز ته ويلي چې د دې کس هویت معلوم نه دی او جسد یې نن (یکشنبه،٣١ د چنګاښ) مازدیګر پنځه بجې د ځایي خلکو له لوري له سیند څخه را ویستل شوی دی.

ځايي طالب مسوولینو هم د دې کس مړینه تاييد کړې ده خو د مړينې د انګيزې په اړه يې څه نه دې ويلي.

یوه میاشت وړاندې د دې ولایت په مربوطاتو کې هم یوه میرمن د جامو وینځلو پر مهال سیند وړې وه.

په دې وروستیو کې په ختيځ ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د هوا په ګرمیدو سره په سیندونو کې د لامبو پر مهال د ځوانانو مړینه زیاته شوې چې لامل یې د سیندونو له اوبو سره د لامبو پرمهال د خلکو بې غوري ده.

همدا راز له نیمروز څخه ځايي سرچينې وايي چې د دې ولايت دلارم ولسوالۍ کې يو ځوان په يوه دښته کې د تندې له امله مړ شوی دی.

سرچينې د هويت نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ويلي چې د ياد کس جسد د نيمروز ولايت د دلارم ولسوالۍ په «دښتي امير» سيمه کې موندل شوي دی.

په نيمروز کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند ګل احمد قدرت هم ياده پيښه تاييد کړي ده او ويلي دي چې د يادي قومندانۍ پوليسو ددغه کس جسد نن يک شنبه موندلی دی.

هغه وايي تراوسه د ياد کس هويت نه دی په ډاګه شوی.