اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو همغږي کوونکي دفتر (اوچا) ويلي چې له ۱۹۸۹ کال راهيسې بيا تر اوسه د افغانستان ۴۵ زره وګړي د ماین او له جنګه د پاتې چاودېدونکو توکو قرباني شوي دي.
دې بنسټ نن (يکشنبه، ۳۱ د چنګاښ) پر ايکس ليکلي چې دا شميرې په دې معنا دي چې هره مياشت په افغانستان کې ۱۰۰ تنه د ماين او له جګړو د پاتې توکو قرباني شوي دي.
اوچا زياته کړې چې د ۲۰۲۳ کال پر مهال د قربانيانو ۸۹ سلنه ماشومان وو.
د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو همغږي کوونکي دفتر ويلي چې د ۲۰۲۴ کال پر مهال د بودجې کمښت د ماين پاکۍ برنامې او له قربانيانو سره مرسته ګواښي او د ۳.۴ میلیون تنو ژوند له خطر سره مخ کوي.
اوچا تر دې وړاندې ويلي و چې د ۲۰۲۴ کال له جنوري بیا تر جون مياشتې پورې ټولټال ۲۹۲ تنه د ماین او له جنګه د پاتې توکو قرباني شوي.
دې بنسټ ويلي و چې د قربانیانو ۸۸ سلنه ماشومان وو. په دې لړ کې ۵۰ سلنه پېښې هغه مهال شوې دي چې ماشومانو له جنګه له پاتې توکو سره لوبې کولې او ۱۵ سلنه هغه مهال شوې دي چې ماشومانو زړې اوسپينې ټولولې.
افغانستان د څو لسيزو جګړې له امله يو له هغو هيوادونو څخه دی چې ماینونه او له جګړې پاتې چاودېدونکي توکي لا هم د دې هیواد د وګړو ژوند ګواښي.
په دې لړ کې ځيني سيمې د تېرو دوو لسيزو جګړو پر مهال طالبانو په ماينونو پوښلې دي.
ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې درې ميليون وګړي له ماينونو او له جګړې پاتې شویو چاودېدونکو توکو څخه په يو کيلوميټر واټن کې ژوند کوي.