close

په ننګرهار کې د ترافیکو د لایسنس آمر د جعلي اسنادو د پلور په تور تر نیول کېدو وروسته بيرته خوشي شوی

اطلاعات روز: په ننګرهار کې د طالبانو د ترافيکو په اداره کې باوري سرچينې وايي چې د دې ادارې د لایسنس آمر چې يو څه وخت وړاندې د موټروانۍ د اسنادو د پلور په تور نيول شوی و، د طالبانو د لومړي وزير د سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير په لاسوهنې خوشي شوی او بيرته خپلې دندې ته ستون شوی دی.

سرچينې دا کس د قاري عطاء الله په نوم يادوي او وايي چې نوموړی تېره اونۍ د طالبانو د استخباراتو له لوري له پنځو جعلي لایسنسونو سره نيول شوی و.

يوې باوري سرچينې اطلاعات روز ته ويلي چې قاري عطاء الله د طالبانو د لومړي وزیر د سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر په فشار سره نه يوازې دا چې د طالبانو د استخباراتو له بنده خوشي شوی بلکې خپله وظیفه يې هم بیرته پيل کړې.

د سرچينې په وينا، قاري عطاء الله د ننګرهار د خوګیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکی او د مولوي عبدالکبیر له ملاتړه برخمن دی.

په ننګرهار کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند عبدالبصير زابلي د اطلاعات روز خبريال ته په يوه پيغام کې د دې ولایت د لایسنس د آمر نيول کېدل رد کړي او ويلي يې دې چې دا موضوع حقيقت نه لري.

د طالبانو چارواکي ادعا کوي چې د دې ډلې په حکومت کې فساد ختم شوی، خو د طالبانو په ادارو کې د رشوت او فساد په تړاو راپورونه ورکول کېږي.

د تېرو درو کلونو پر مهال د طالبانو په پاسپورټ اداره کې د رشوت د اخيستنې او همدا راز په تور بازار کې د پاسپورټ د پلور په تړاو ګڼ راپورونه ورکړل شوي دي.