close

نيمروز کې يو ځوان ځان وژنه کړې

اطلاعات روز: نیمروز کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دې ولایت په مرکز زرنج ښار کې یو ۲۵ کلن ځوان ځان وژلی دی.

یوې ځایي سرچینې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې دغه ځوان تېره ورځ (دوشنبه، ۱ د زمري) مازدیګر ۴:۰۰ بجې د زرنج ښار اړوند د یو لوی هوایي پلُ څخه ځان راغورځولی او خپل ژوند ته یې د پای ټکی ایښی دی.

سرچينه زیاتوي، چې ياد کس د یاد پلُ پر سر ګرځیده چې وروسته سيمې ته طالبان ورغلي او هڅه يې کړې چې ياد کس راښکته کړي، خو په خبره یې چې د طالبانو  په ورنږدې کيدو سره ياد کس ځان له پله غورځولی او مړ شوی دی.

د دغه ځوان هویت او د ځان وژنې لامل څرګند نه دی، خو په دې وروستیو کې د اقتصادي ستونزو، فقر او بې کارۍ له امله د ځان وژنې پیښې زیاتې شوي دي.

د تېرې یکشنبې په ورځ بیا په ننګرهار کې یو کس د اقتصادي ستونزو له امله ځان اوبو ته اچولی او مړ شوی و.