اطلاعات روز: د کابل پوهنتون د استاد محمدانور پناهي خپلوان تاییدوي چې د طالبانو استخباراتو هغه په زور زیاتي سره نیولی او نامعلوم ځای ته یې انتقال کړی دی.
یوې ځایي سرچینې نن (دوشنبه، ۱ د زمري) اطلاعات روز ته وویل، چې پناهي د شنبې په ورځ (۳۰ د چنګاښ) د کابل ښار د پُل سرخ په سیمه کې د ابن سینا خصوصي پوهنتون ته څېرمه نیول شوی دی.
د سرچينې په وينا، د طالبانو استخباراتو د پوهنتون دغه استاد وهلی ډبولی هم دى. هغه انځورونه چې اطلاعات روز ته رسیدلي پناهي په کې په وینو لړلی لیدل کېږي.
د دغه استاد د نيول کېدو لامل تر اوسه څرګند نه دی.
یوې سرچینې وویل، چې طالبانو له دې وړاندې پناهي له بهرنیو رسنیو سره د همکارۍ په تور ګواښلی و.
محمدانور پناهي په څو خصوصي پوهنتونونو کې تدریس کوي او د «ابوریحان» د لوړو زده کړو موسېسې د اقتصاد پوهنځي رییس دی.
د طالبانو استخباراتو تر دې وړاندې هم په خپله خوښه د پوهنتون استادان او مدني فعالان نیولي او بندیان کړي دي.