close

ننګرهار کې یو کس د اقتصادي ستونزو له کبله ځان وژنه کړې

اطلاعات روز: په ننګرهار کې سیمه ییزې سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې یو کس د اقتصادي ستونزو او بې روزګارۍ له کبله ځان وژلی دی.

د سیمې اوسیدونکی عبدالوکیل وایي، دا پېښه تېره ورځ (یکشنبه، ۳۱ د چنګاښ) د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند «انګور باغ» سیمه کې شوې چې پر مهال یې یو کس چې دوه ښځې یې درلودې ځان د کانال نهر اوبو «بړوق» ته غورځولی چې تر اوسه یې جسد تری تم دی.

هغه د دغه کس د ځان وژنې لامل بې روزګاري او اقتصادي ستونزې یادوي او وایي، چې نوموړي دوې ښځې،  ۸ لورګانې او دوه زامن درلودل.

ننګرهار کې ځایي طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

له دې څو اوونۍ وړاندې د جلال اباد ښار په اوومه ناحیه کې هم یو ځوان چې تازه یې کوژده کړې وه، د اقتصادي ستونزو له امله یې ځان وژنه کړې وه.

د طالبانو د حکومت په راتګ سره په ټول هیواد کې بې روزګاري اوج ته رسیدلې چې له کبله یې عام وګړي د اقتصادي ستونزو له کبله ځان وژنې ته مجبوریږي.