اطلاعات روز: کندهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دې ولایت په زیړۍ ولسوالۍ کې «وسله والو غلو» له یو کس سر پرې کړی دی.
یوې ځایي سرچينې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې له دغه کس څخه تېره ورځ (چهارشنبه، ۳ د زمري) د ژېړۍ ولسوالۍ اړوند «ماکوان» کلي کې سر پرې شوی او یو موټرسایکل او ۵۰ زره افغانۍ یې ترې وړي دي.
سرچینه زیاتوي، چې وژل شوی کس په یاد کلي کې میلمه و، خو هویت یې تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.
ورته مهال کندهار کې د طالبانو ځایي مسوولینو یاده پېښه تایید کړې او په دې تړوا یې د درې کسانو د نیول کیدو خبر ورکړی دی.
طالب چارواکو ویلي، چې له یاد کس څخه لومړی سر پرې شوی او تر هغې وروسته یې ساه ورکړې.
یاده دې وي، چې تر دې وړاندې هم وسله والو غلو د کندهار په ژیړۍ ولسوالۍ کې یو مالدار کس د پسونو او وزو پر سر وژلی و او له سیمې تښتېدلي وو.