close
IRNA

په ایران کې د هنیه وژل کېدل؛ کنعاني: د ایران او فلسطین پیوستون به لا پیاوړی شي

اطلاعات روز: د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني ويلي، چې په تهران کې د اسماعیل هنیه وژل کېدل به «د ایران د اسلامي جمهوریت او ګران فلسطین ترمنځ ژور او نه شلېدونکی پیوستون او مقاومت نور هم پیاوړي کړي».

سپاه پاسداران او حماس وايي، چې هنیه تېره شپه په تهران کې په خپل مېشتځای کې وژل شوی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ويلي، چې د ایران د اسلامي جمهوریت د اړوندو ادارو له لوري د دې پېښې ابعاد او جزییات څېړل کېږي.

ده ويلي: «له شک پرته چې د دې پاک مجاهد وینه به چې خپل عمر يې د صهیونیستي غاصب رژیم پر وړاندې په ابرومندانه مبارزه او د قدس د ازادۍ او له صهیونیستي اشغال څخه د مظلوم فلسطیني ملت د خپلواکۍ اخیستنې په لار کې تېر کړی، ضایع نه شي.»

تر اوسه هیڅ هیواد او ډلې د هنیه د وژلو مسوولیت نه دی منلی، خو ایران او حماس اسراییل مسوول بولي.

سپاه پاسداران ته نږدې رسنۍ فارس خبري اژانس ته ويلي، چې هنیه تېره شپه شاوخوا ۰۲:۰۰ بجې وژل شوی دی.

دې رسنۍ ليکلي، چې هنیه د تهران په شمال کې د جانبازان په یوه ځانګړي مېشتځای کې و او «له هوا څخه په ګولۍ» ویشتل شوی دی.

اسماعیل هنیه چې د حماس د سياسي دفتر رییس و د ایران د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته تللی و.

د هنیه وژل کېدلو پراخ غبرګونونه راپارولي او د نړیوالو خبرونو سرټکی دی.

د فلسطین ولسمشر محمود عباس د هنیه وژل کېدل غندلي او د عمومي اعتصاب او پراخو لاریونو غوښتنه يې کړې ده.

هنیه چې عموما په قطر کې مېشت و، له ۲۰۱۷ کال راهیسې د حماس د نړیوالې ډيپلوماسۍ مهمه څېره وه.

حماس د ۲۰۲۳ د اکټوبر پر اوومه پر اسراییلو تر برید وروسته په غزه کې له اسراييلي پوځ سره په جګړه کې ښکېل دي.

تر دې وړاندې د اسراییلو په برید کې د هنیه درې زامن هم وژل شوي وو.