اطلاعات روز: کونړ کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په غازي اباد ولسوالۍ کې «ناپېژانده کسانو» یو ځوان وژلی او جسد یې ورته د سیند په اوبو کې غورځولی دی.
یوې باوري سرچینې چې نه یې غوښتل هویت یې څرګند شي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د دغه ځوان جسد تېره ورځ (سې شنبه، ۹ د زمري) د خاص کونړ ولسوالۍ د سیند له اوبو راویستل شوی دی.
سرچینه زیاتوي، چې وژل شوی ځوان اصلي د کونړ د چپې درې ولسوالۍ اوسېدونکی دی، چې ناپېژانده کسانو د غازي اباد او اسمار ولسوالیو ترمنځ سیمه کې تر وژلو وروسته د سیند په اوبو کې ګوزار کړی دی.
سرچینې د دغه ځوان د هویت او د وژنې د څرنګوالي په تړاو نور جزیات ورنه کړل، خو وایي پر بدن یې د شکنجې نښې هم لیدل شوي دي.
تر اوسه کونړ کې د طالبانو ځایي مسوولینو د دغه ځوان د وژلو په تړاو څه نه دي ویلي.
دا لومړی ځل نه دی، چې کونړ کې د ناپېژانده کسانو له لوري یو ځوان له وژلو وروسته د سیند په اوبو کې غورځول کېږي، بلکې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته ګڼ کسان مړه او له هغه وروسته د سیند په اوبو کې غورځول شوي، چې د ګڼو هغو عاملین لاهم نه دي معلوم شوي.