اطلاعات روز: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ودانت پاټیل وايي چې متحده ایالات له خپلو شریکانو سره په همکاري هڅه کوي چې له افغانستان څخه د ترهګریزو ګواښونو د راپورته کېدو مخنیوی وکړي.
ده پرون (پنجشنبه، ۱۱ د زمري) دا څرګندونې د هغې پوښتنې په ځواب کې وکړې چې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې او تحریک طالبان پاکستان د جنګیالیو د شتون له امله د ترهګریز ګواښ په اړه وه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویلي چې داعش خراسان «د هیوادونو له پولو بهر ترهګریزه شبکه» ده چې په نړیواله کچه د ترهګریزو پېښو د کولو ظرفیت لري.
ده زیاته کړې چې بیا – بیا مو ويلي چې موږ هڅه کوو ډاډ تر لاسه کړو چې افغانستان هیڅکله هم په داسې ځای بدل نشي چې له هغه ځایه د امریکا او متحدینو پر خلاف يې برید وشي.
ودانت پاټیل ويلي چې د ترهګرۍ په وړاندې زموږ تګلاره دولت محوره ده او د سیمې په شمول له خپلو شریکانو او متحدینو سره له نژدې همکاري لرو.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې ملګرو ملتونو په ځلونو په هیواد کې د داعش او القاعدې په شمول د بېلابېلو ترهګرو ډلو د شتون په اړه راپورونه ورکړي دي.
له دې راپورونو سره سم، داعش خراسان ډله لا هم په افغانستان کې خپل بریدونه کوي او القاعده په دې هیواد کې څو مرکزونه لري او هڅه کوي بیا ځان منظم کړي.
دې راپورونو یو ځل بیا انديښنې را پیدا کړې دي چې افغانستان به د ترهګرو په اصلي مېشتځای بدل شي.