اطلاعات روز: د امریکا د وکیلانو ټولنې د دې هیواد کانګرس ته په یوه راپور کې ويلي، چې ټول دولتونه دې په افغانستان کې د هزاره ګانو او نورو تعقیبېدونکو لږکیو نسل وژنه په رسمیت وپېژني او د هغې مخنیوی دې وکړي.
دې ټولنې په خپل راپور کې ويلي، چې هزاره وګړي د نولسمې پېړۍ له وروستیو راهیسې د افغانستان د بېلابېلو واکمنو له لوري د تاوتریخوالي او نه بیانېدونکي ډله ییزې وژنې قرباني دي.
د امریکا د وکیلانو ټولنې په خپل راپور کې زیاته کړې، چې ټول دولتونه دې په افغانستان کې د هزاره ګانو او نورو تر تعقیب لاندې لږکیو پر خلاف د نسل وژنې اقدامات په رسمیت وپېژني او مخنیوی دې يې وکړي.
همدا راز دې ټولنې د عدالت د ترویج او په افغانستان کې د نسل وژنې له مجازات څخه د معافیت د ختمولو لپاره د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت د نړیوال جنايي عدالت د دفتر د اقدام غوښتنه کړې.
د امریکا د وکیلانو ټولنې د دې هیواد له کانګرس غوښتي چې په افغانستان کې د جمعي جنایاتو د مخنيوي په موخه دې د ملي، سیمهییزو او نړیوالو چوکاټونو د تقویې او د هزاره ګانو په څېر د خطر سره مخ ډلو د خونديتوب لپاره اقدام وکړي.
د امریکا د وکیلانو ټولنې پېښو ته یوه لنډه کتنه کړې او د دې ټولنې په وینا، دې حالاتو د هزاره وګړو د بشري حقونو وضعیت بدتر کړی او له نسل وژنې سره مساوي دی.