اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو محلي چارواکي خبر ورکوي چې د دې ولایت په شیرزادو او چپرهار ولسوالیو کې په دوو جلا پېښو کې دوه ځوانان د ناپیژانده وسلوالو له لوری وژل شوي دي.
یوې مهمې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته ویلي چې لومړۍ پېښه تیره ورځ (پنجشنبه،٢٥ د زمري) ماښام مهال د شیرزادو ولسوالۍ اړوند «کودیخیلو» سیمه کې شوې او د «بصیر احمد» په ننوم یو ځوان د ناپیژانده وسلوالو په ډزو وژل شوی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې نوموړی له بازار څخه کور ته پر لاره و چې وسلوالو پرې ډزې کړې دي.
سرچینې همدا راز ويلي چې دویمه پېښه وړمه ورځ (چهارشنبه، ٢٤ د زمري) د چپرهار ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې او د سمسور په نامه یو ځوان نامعلومو کسانو په ډزو وژلی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې وژل شوی کس څه موده وړاندې له اروپا څخه هیواد ته راستون شوی و.
تر اوسه د دې وژنو لامل او انګېزه څرګنده نه ده.
په دې وروستیو کې د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو کې هدفي وژنې زیاتې شوي چې طالب چارواکي یې لامل تر ډیره شخصي دښمنۍ بولي.