اطلاعات روز: فراه کې سیمه ییزې سرچینې خبر ورکوي، چې د دې ولایت په خاک سفید ولسوالۍ کې د طالبانو یو ځایي قومندان د خپلې درېیمې میرمنې له لوري وژل شوی دی.
یوې ځایي سرچینې وویل، چې دغه قومندان ناصر نورزی نومیده او تېره شپه (جمعه، ۲۶ د زمري) په خپل کور کې د خپلې درېیمې میرمنې له لوري چې دوه اونۍ یې د واده کیدل وژل شوی دی.
سرچینه زیاتوي، چې یاد قومندان د خاک سفید ولسوالۍ اړوند د «نورزو» کلي اوسیدونکی و او په همدې سیمه کې د یوې پوستې قومندان و، چې تازه یې درېیم واده هم کړی و.
د سرچینو په وینا، دغه طالب قومندان د چړو په ګوزارونو وژل شوی او میرمن یې دشپې مهال له کوره وتلې او تښتیدلې ده.
فراه کې د طالبانو ځایي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم د پیښې بشپړ جزییات په ډاګه شوي دي.
واک د طالبانو له رسیدو وروسته د دغې ډلې د غړو ترمنځ د دوو او درېیو ودونو کولو سیالۍ زیاته شوې، چې په یو شمیر سیمو کې دغه چاره د ډیرو پیسو په مقابل کې ترسره کېږي.