اطلاعات روز: ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې پاکستان کې یوې وسله والې ډلې د افغانستان د پخواني پوځ پنځه سرتیري په دار ځړولي دي.
هلمند کې سرچینې وایي، چې دغه افغان پوځیان پرون سهار (جمعه، ۲۶ د زمري) د پاکستان د بلوچستان ایالت د چاغې ولسوالۍ اړوند «ډالبندین» سیمه کې د «جیش العدل» په نوم یوې وسله والې ډلې وژلي دي.
یوه سرچینه چې نه غواړي نوم يې یاد شي وویل، چې وژل شوي کسان پخواني نظامیان او د هلمند ولايت د نادعلي ولسوالۍ اوسيدونکي وو، چې په تېر جمهوري نظام کې يې د يادې ولسوالۍ د امنيې قومندانۍ اړوند په امنيتي پوستو کې دندې ترسره کولې.
سرچينه دغه وژل شوي کسان د روزخان، سميع الله، سنګري، اسحاقزي او رحمت الله په نومونو یادوي او زیاتوي چې دوی د جمهوري نظام تر سقوط وروسته بلوچستان ته کډوال شوي وو.
دغه راز د جیش العدل ډلې د دغو وژل شویو نظامیانو یوه ویډیو هم خپره کړې او ویلي یې دي، چې دغه کسان له ډېرې مودې راهیسې ورسره بندیان وو او ایران ته په جاسوسۍ یې تورن کړي دي.
د دغو کسانو انځورونه چې اطلاعات روز ته رسیدلي پر بدنونو یې د وهلو او شکنجې نښې لیدل کېږي او د پرېښنا پایو پورې ځړول شوي دي.
په افغانستان کې د جمهوري نظام تر ړنګېدو وروسته زرګونه پخواني نظامیان د طالبانو له ویرې پاکستان، ایران او نورو اروپایي هیوادونو ته کډوال شول، چې ډېر یې دا مهال په پاکستان او ایران کې بې برخلیکه ژوند تیروي.