close

هلمند کې یو شل کلن ځوان ځان زندۍ کړی

اطلاعات روز: هلمند کې ځايي سرچینې وايي، چې د دې ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې یو ۲۰ کلن ځوان ځان زندۍ کړی او خپل ژوند یې پای ته رسولی دی.

یوې سرچینې وویل، چې دغه ځوان هدایت الله نومیده او نن (یکشنبه، ۲۸ د زمري) یې د لښکرګاه ښار اړوند «کلا کهنه» سیمه کې په خپل کور کې ځان زندۍ کړی دی.

ورته مهال د هدایت الله د کورنۍ غړي وایي، چې هغه له څه مودې څخه رواني ناروغي درلوده او له همدې کبله یې په ځان وژنې لاس پورې کړی دی.

هیواد کې د طالبانو بیا راتګ سره د ځان وژنې پیښې زیاتې شوي، چې تر ډیره یې لامل فقر، بې کاري او اقتصادي ستونزې بلل کېږي.