close

د پنجشیر د سقوط درې کلنه تجربه

د طالبانو په لاس د افغانستان د سقوط درې کاله کېږي او په دې سره په پنجشیر ولایت کې د طالبانو او د هغوی د کورنیو شمېر د تېرو کلونو په پرتله تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی. دا په داسې حال کې چې د دې ولایت ډېری ځایي خلک د ۲۰۲۱ تر بدلونونو وروسته اړ شول چې خپل مېشتځایونه پرېږدي. ولسي سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي چې طالبان، کورنۍ او پلویان یې د پنجشیر په ټولو ولسوالیو کې خواره شوي دي.

د عنابې ولسوالۍ بازار چې د پنجشیر له مرکز څخه شاوخوا ۲۰ کیلومتره واټن لري، د پښتنو طالبانو او د هغوی د پلویانو یوه ګڼ نفوسه سیمه ده. سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي چې ډېری وختونه دا بازار پوځي بڼه لري او د پښتنو شمېر د غیرپښتنو په پرتله ډېر ښکاري.

۲۲ کلن نوید چې د پنجشیر اوسېدونکی دی، اطلاعات روز ته يې وویل، چې د تېرې اونۍ د دوشنبې په ورځ سهار لس بجې د موټرو په هغه تمځای کې چې مسافر د پنجشیر مرکز ته لېږدوي، شاوخوا ۱۰۰ کسان موجود وو چې نیمایي یې ناپېژانده خلک وو.

هغه زیاته کړه: «د عنابې ولسوالۍ په بازار کې ډېر غیر محلي کسان پوځي کسان وو چې د طالبانو له پوستو څخه بازار ته راغلي وو او کابل یا د پنجشیر نورو برخو ته تلل. په پنجشیر کې د طالبانو او د هغوی د کورنیو شتون ښيي چې شمېر یې څومره زیات دی او د پنجشیر هر ځای ته چې لاړ شې، د طالبانو ځواکونه او د هغوی کورنۍ به ووینې».

له پښتنو سودا اخیستل

په پنجشیر کې د طالبانو د زیاتوالي له امله هغوی ډېری خپل اړین توکي د پښتنو له دوکانونو څخه اخلي او د دې وضعیت په پایله کې ډېری کوچني دوکانونه بند شوي دي.

د پنجشیر یو اوسېدونکي وویل، چې په تېرو درېیو کلونو کې د طالبانو کسانو په دې ولایت کې دوکانونه پرانیستي دي. هغه زیاته کړه: «د طالبانو قراردادیان ټول پښتانه دي او هغوی د طالبانو اړتیاوې پوره کوي. طالبان له هغو دوکانونو سودا کوي چې په پښتو خبرې کوي. طالبان ټول اړین توکي د خپلو قومیانو له دوکانونو څخه اخلي.»

د اطلاعات روز خبریال د پنجشیر په مرکز کې له یو دوکاندار سره مرکه کړې او ترې پوښتلي يې دې ایا د طالبانو د پراخ شتون له امله هغه زیات مشتریان موندلي او د خوراکي توکو پلور یې زیات شوی؟ هغه زیاته کړې: «البته په پنجشیر کې د دوی شمېر زیات دی؛ ټول یې په پښتو خبرې کوي، خو هغوی هغو دوکانونو ته ځي چې پښتو ژبي وي او خپل خلک يې وي. طالبان له دوکاندارانو سره ساعتونه خبرې کوي او خپل وخت تېروي.»

د پنجشیر د بازار پر اصلي لار د دوکانونو داسې لوحې ښکاري: «هلمند خیاطي، کندهار سوپر مارکېټ، زابل ورکشاپ.»

۴۰ کلن ګل‌محمد چې د پنجشیر اوسېدونکی دی، وایي چې د عنابې ولسوالۍ له ایمرجنسي روغتون څخه په تېرېدو د خوراکي توکو یو پلورنځی او تر هغه شاوخوا ۲۰۰ متره وړاندې یوه د پښتنو خیاطي ده؛ په تېر حکومت کې په دې سیمه کې د پښتنو دوکانونه نه وو.

هغه وویل: «خیاط له خپلو دوو شاګردانو سره چې پښتانه دي، دلته په جامو ګنډلو بوخت دی. اوس یې لږ لږ فارسي هم زده کړې ده. د دې خیاط کار ښه دی او هر جوره جامې په ۳۰۰ افغانۍ ګنډي او ډېری مشتریان یې د طالبانو ځواکونه او د هغوی کورنۍ دي.»

ګل‌محمد وویل، چې د دې خیاطي په ۳۰۰ مترۍ کې د جامو پلورلو یو نوی دوکان جوړ شوی؛ «د دې دوکان مالک اوږده وېښتان لري او ډېری طالبان يې ملګري دي او کله چې وزګار وي دې دوکان ته راځي. په دې دوکان کې کندهارۍ خولۍ، لنګوټې، واسکټ او پلنګ رنګه جمپرونه، کمربندونه، چاړې او پوځي بوټان پلورل کېږي.»

اطلاعات روز ورځپاڼې د پنجشیر د حصه اول ولسوالۍ له څو اوسېدونکو سره مرکه کړې او موندلې یې ده چې طالبانو پر دوی د بې‌باورۍ له امله په دې ولایت کې کوچني او لوی کاروبارونه خپلو پښتنو ته سپارلي او د پنجشیر ځينې اوسېدونکي د بې‌کارۍ له امله د دې ولایت پرېښودو ته مجبور شوي دي.

یوه اوسېدونکي وویل: « د حصه اول ولسوالۍ په بازار کې د زمردو له تجارانو څخه نیولې د اوسپینې تر پلورونکو او ان د ایسکریم تر پلورونکو پورې، ټول طالبان او د هغوی پلویان دي.»

حصه اول ولسوالۍ د پنجشیر له مرکز څخه شاوخوا ۳۰ کیلومتره فاصله لري.

سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د عنابې ولسوالۍ د دشتک سیمې د نفوس جوړښت چې د طالبانو پوځ په کې ځای پر ځای، د طالبانو او د دوی د ملاتړو پښتنو په ګټه پر بدلېدو دی او ډېری ځایي اوسېدونکي په تېرو دریو کلونو کې دا سیمه پرېیښې  او یوازې یو خوړنځای او د خوراکي توکو يو پلورنځی چې د پنجشیر د ځایي اوسېدونکو دي، پاتې دي.

د عنابې ولسوالۍ د تاواخ کلي یو اوسېدونکي وویل، چې د جمهوریت په وخت کې په دې سیمه کې تر ۱۰۰ ډېرې نمرې د پنجشیر د اوسېدونکو له خوا د کورونو جوړولو لپاره اخېستل شوې وې چې په دې لړ کې څلور کورونه جوړ شوي وو، خو طالبانو دا ځمکې غصب کړي او خپلو ځواکونو ته یې پوځي قرارګاوې په کې جوړې کړې دي.

د جمهوریت په دوره کې په دشتک سیمه کې تفریح ځایونه، رسټورانټونه، د اوسېدنې کورونه، د پنجشیر مرکزي زندان، د پوځ د همغږۍ مرکز، کتابتون، د معلم روزنې ریاست تأسیسات او تخنیکي او مسلکي انسټیټیوټ فعال وو، خو د طالبانو په دوره کې دا ځایونه د طالبانو د ځواکونو او پښتنو په واک کې دي.

پنجشیر کې ولسي سرچینې وایي، چې د طالبان ډېری نظامیانو او د ادارو کارکوونکو خپلې کورنۍ پنجشیر ته راوستلې دي او په بېلابېلو سیمو کې ژوند کوي.

عبدالله چې د درې ولسوالۍ اوسېدونکی دی، اطلاعات روز ورځپاڼې ته يې وویل، چې پښتنو طالبانو د پنجشیر د خلکو کورونه غصب کړي او یوازې په «تنخو عبدالله‌خېل» کوچني کلي کې درې کورونه د پښتنو طالبانو په واک کې دي.

هغه زیاته کړه: «طالبانو تنخو بازار ته نږدې د ملا تاج‌محمد کور، د کلي په منځ کې د محمدخان کور او د کلي په اخر کې د اکرام کور غصب کړي او په دې کورونو کې له خپلو کورنیو سره ژوند کوي.»

د پنجشیر د خلکو په وینا، په تنخو کلي کې شاوخوا ۵۰ کورنۍ ژوند کوي.

ځینې طالبان چې د پخواني حکومت د نظاميانو او سیاسي شخصیتونو او ملکیانو په کورونو کې هستوګن شوي، خپلو اصلي مالکانو ته د دې جایدادونو د ور سپارلو هېڅ اراده نه لري.

سرچینو اطلاعات روز ته وویل، چې په سفید چهر سیمه کې چې په حصه اول ولسوالۍ پورې اړه لري، د رسنیو د فعال او د انتخاباتو د کمیسیون د پخواني کمیشنر مولانا عبدالله، د پخواني جهادي قومندان او د ملي امنیت د عمومي ریاست د جنرال رییس داوود او د پنجشیر د یو سوداګر حاجي محمد عزیز کورونه د طالبانو کورنیو ته سپارل شوي دي.

د پریان ولسوالۍ د کُرپیتاب کلي کې هم طالبانو د خپلو کورنیو د ځای پر ځای کولو لپاره شخصي جایدادونه غصب کړي دي.

یوې سرچینې وویل: «د اصف اګاه، د پخواني حکومت د اساسي قانون د تطبیق د څارنې د کمیسیون د پخواني غړي قاضي محمد عارف او د پنجشیر د اوسېدونکي جاوېد پریان کورونه د طالبانو او د هغوی د قراردادیانو په واک کې دي.»

په پنجشیر کې د پښتنو طالبانو د نفوس زیاتوالی د دې لامل شوی چې ځینې ځایي اوسېدونکي دا ولایت پرېږدي.

محمدانور چې نه غواړي د استوګنې دقیق ځای یې په راپور کې ذکر شي، اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې په حصه اول ولسوالۍ کې د طالبانو د کورنیو تر فشار او زور لاندې دي، خو د دې کړنو پر وړاندې یې چوپتیا غوره کړې.

هغه زیاته کړې: «زموږ په کلي کې د طالبانو پنځه کورنۍ ژوند کوي چې موږ د هغوی له لاسه په عذاب یو. هغوی له خلکو سره بد چلند کوي. خلک نه شي کولای د څارویو د څرولو او نورو کارونو لپاره د طالبانو کورونو ته نږدې شي. په شپه کې خلک له خپلو کورونو څخه د وتلو اجازه نه لري او کله چې د طالبانو ماشومان د غنمو او جوارو په کروندو کې لوبې کوي او کروندې خرابوي، موږ هیڅ نشو کولای.»

د حصه اول ولسوالۍ یو بل اوسېدونکي فرهاد اطلاعات روز ته وویل، چې په دې ولسوالۍ کې د پښتنو طالبانو د نفوس له زیاتوالي سره مختلف ډول باج‌ او له خلکو پیسې اخیستل هم ډېر شوي دي.

ده زیاته کړه: «طالبان زموږ ګاونډیان دي، هره ورځ له موږ شیدې، مستې او یا شړومبې غواړي او موږ مجبور یو چې دا شیان ورته برابر کړو. که دا کار ونه کړو، وېرېږو چې بهانه به راته جوړه کړي او موږ به شکنجه او ووهي.»

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د افغانستان د جمهوري حکومت تر سقوط وروسته ډېری چارواکي، نظاميان او ملکي کارکوونکي چې د پنجشیر اوسېدونکي وو، د طالبانو د غچ اخیستنې له وېرې يې هېواد پرېیښی دی. ګڼ داسې راپورونه خپاره شوي چې ښيي طالبانو د پنجشیر خلک له نظامي جبهاتو سره د همکارۍ یا د پخواني حکومت د غړیتوب په تور وژلي او دا کړنې د پنجشیر د خلکو د جبري کډوالۍ لامل شوې دي.

د پنجشیر اوسېدونکي وایي، چې د دې ولایت پر ارتباطي لارو او ستراتېژیکو ځایونو د طالبانو قرارګاوې، پوستې او د تلاشۍ ځایونه ډېر شوي دي. د ۹۰یمې لسیزې په دویمه نیمایي کې طالبان د خپلې لومړۍ واکمنۍ پر مهال بریالي نشول چې پنجشیر د مجاهدینو له ځواکونو ونیسي، خو په دویم ځل واکمني کې یې دا ولایت ولکه کړ او نه غواړي چې له لاسه یې ووځي.

یادونه: په دې راپور کې چې له چا سره مرکې شوې دي، د هغو یاد شوي نومونه مستعار دي.