close

د زمري ۲۸مه؛ «ملي مقاومت شورا»: زموږ هیواد «د یوې متحجرې او پرديپالې ډلې په لاس کې» دی

اطلاعات روز: د «افغانستان ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا» د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۵مې کلیزې په مناسبت ویلي، چې «په پرلپسې توګه درېيم کال هم د هیواد خپلواکي په داسې حال کې را رسیږي چې زموږ ځمکه د يوې متحجرې او پرديپالې ډلې په لاس کې ده».

دې شورا نن (یکشنبه، ۲۸ د زمري) په یوه اعلامیه کې ويلي: «د اوسني وضعیت دوام چې د سياسي خپلواکۍ ترڅنګ په کې وګړي هيڅ ډول ازادي نه لري، افغانستان نور هم منزوي کوي او د ترهګرۍ په پټنځای يې بدلوي.»

د «افغانستان ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا» په اعلامیه کې ويل شوي چې د افغانستان وګړو د ۱۲۹۸ لمریز کال د زمري پر ۲۸مه د هیواد خپلواکي واخیسته، خو د وخت د حکومتونو د ناسمو کړنو له وجې ثبات رامنځته نشو او نه هم د خلکو ایډیال ټولنه جوړه شوه.

دې شورا زیاته کړې: «همدا چاره د دې سبب شوه چې تر انګریزانو وروسته پخواني شوروي پر افغانستان یرغل وکړ او زیانونه يې تر اوسه هم محسوس دي.»

دې شورا افغانستان د نړۍ یو له هغو کم شمېرو هیوادونو څخه ګڼلی چې د «ازادۍ په خاطر» يې ګڼ شمېر قربانۍ ورکړې دي او د پخواني شوروي اتحاد او د تېرو شلو کلونو پر مهال ژوبليدنې او مرګونه يې د بېلګې په توګه ياد کړي دي.

د «افغانستان ژغورنې لپاره ملي مقاومت شورا» ويلي، چې افغانستان اوس مهال «ځواکمن قانونمند حکومت ته اړتیا لري چې وکولای شي د هیواد ازادي، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت خوندي کړي».

سږ کال په پرلپسې توګه درېیم کال دی چې د افغانستان د خپلواکۍ ورځ د طالبانو تر حاکمیت لاندې رارسېږي.

طالبان دا ورځ عمومي رخصتي اعلانوي او د هغې د نمانځنې په موخه مراسم هم جوړوي، خو په دې مراسمو کې د افغانستان د پخواني پاچا امان الله خان چې خپلواکي يې اعلان کړې وه، نوم نه اخیستل کېږي.