close

کندهار کې «نامعلوم کسانو» له یو ځوان سر پرې کړی

اطلاعات روز: کندهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې «نامعلومو کسانو» د دې ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې له یو ۲۴ کلن ځوان سر پرې کړی دی.

یوې سرچینې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې له دغه ځوان څخه تېره شپه (یکشنبه، ۲۸ د زمري) ناوخته د شاولیکوټ ولسوالۍ اړوند «ولي» کلي کې سر غوڅ شوی دی.

سرچینه زیاتوي، دغه ځوان د شاولیکوټ ولسوالۍ د «ولی» کلي اصلي اوسېدونکی و او په همدې سیمه کې یې باغواني کول، چې له باغ څخه کورته پر لاره «نامعلومو کسانو» نیولی او سر یې ترې پرې کړی دی.

سرچینې وویل: «دا ځوان تللی و چې خپل پر باغ اوبه بندې کړي د هغې خوا چې کور ته پر لاره و خلک ورته درېدلي ټینګ کړی یې دی بیا یې حلال کړی دی، شاید شحصي دښمني یې ورسره درلوده.»

ورته مهال کندهار کې د طالبانو ځایي پولیسو یاده پيښه تایید کړې او ویلي یې دي چې دغه ځوان د شخصي دښمنۍ له کبله وژل شوی دی.

طالب پولیسو زیاته کړې، چې د دې پېښې په تړاو یې خپلې پلټنې پېل کړي او تر بشپړېدو وروسته به یې له رسنیو سره کره معلومات شریک کړي.

د هیواد په سویل کې د ځمکو، اوبو او کلیوالي ستونزو له کبله ډیر کله داسې پیښې رامنځته کېږي.