اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل د پاکستان د ځانګړي استازي اصف دراني څرګندونې رد کړي او ويلي يې دي چې دراني کومې ستونزې او مشکلات افغانستان ته منسوب کړي، په حقیقت کې د هغو ټولو شونتیا له پاکستان څخه لیدل کېږي.
د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني خبرداری ورکړی و، چې ښايي د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د يوولسمې په څېر یوه بله پېښه له افغانستان څخه وشي، ځکه چې نړۍ دا جنګ ځپلی هيواد هېر کړی دی.
خو، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نن (سېشنبه، ۳۰ د زمري) ایکس کې پر خپله پاڼه ليکلي، چې دا څرګندونې له عيني واقعیتونو لېرې او د افغانستان په تړاو د عامه افکارو د خرابولو هڅه ده.
ده ليکلي: «کومې ستونزې او خطرونه چې افغانستان ته منسوب شوي، په حقیقت کې د هغو ټولو شونتیا له پاکستان څخه لیدل کېږي.»
د طالبانو دې ویاند زیاته کړې چې افغانستان اوس امن او باثباته هیواد دی او د پورونو او له نورو هیوادونو د مرستې پر ځای د خپلو سرچینو په مرسته د اقتصادي ځان بساینې هڅه کوي.
د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي همدا راز خبرداری ورکړی چې د داعش خراسان ډلې په ګډون د بېلابېلو ترهګرو ډلو شتون د سیمې او تر دې هاخوا نړۍ لپاره لویه ننګونه ده.
ده ويلي: «زموږ اندېښنه داده چې داعش خراسان ډله په افغانستان کې دننه پر قوي کېدو ده او په ایران، مسکو او د پاکستان په داخل کې دننه د دوی (داعش) د اقداماتو له وجې د سیمې او نړۍ لپاره د انديښنې لامل دي. که داسې پېښه دلته کېدلای شي، د نړۍ په بل ځای کې هم کېدلای شي.»
خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ويلي، چې دا ډله «توانيدلې چې د داعش فتنه ګره ډله په بشپړه توګه وځپي او که يې تر ډيورنډ کرښې هاخواته پټنځایونه ختم کړل شي، د دې ډلې خطر په بشپړه توګه ورسره ختمېږي».
ده همدا راز د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په تړاو د پاکستان اندېښنو ته په اشارې ويلي، چې یو ځل بیا یادونه کوي چې ټي ټي پي د پاکستان داخلي مسئله ده او داخلي حل ته اړتیا لري. تکل زیاته کړې: «د افغانستان حکومت پخوا خپل حسن نیت ښکاره کړی دی او نور باید د پاکستان اغېزناک بنسټونه د دې ستونزې د حل لپاره عقلاني او عملي اقدامات وکړي.»
طالبان وايي، چې که د پاکستان حکومت لېواله وي، دوی چمتو دي چې د اسلام اباد او ټي ټي پي ترمنځ منځګړیتوب وکړي.
په افغانستان کې د طالبانو د واکمنېدو په لومړیو وختونو کې ټي ټي پي او پاکستاني حکومت د طالبانو د کورنیو چارو د سرپرست وزیر سراج الدین حقاني په منځګړیتوب اوربند کړی و.