کندهار کې د نساجي فابریکه تر اوږد ځنډ وروسته بیا فعاله شوې، چې دمګرۍ په کې له شاوخوا درې نیم زره ماشینونو څخه یوازې ۴۰۰ فعال شوي او تر څنګ یې دوه سوه کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې ده.
دغه کارخونه په ۱۳۵۵ لمریز کال کې د سردار محمد داود خان د واکمنۍ پر مهال جوړه او په ۱۳۵۸ کال کې یې فعالیت پېل کړ، چې هغه مهال په کې ۱۲ زره کسانو دوه وخته کار کاوه او هر کال یې ۴۰ میلیونه متره ټوکران تولیدول، خو د کورنیو جګړو پر مهال دغه فابریکه له دوامدار فعالیت ولویده او تولیدات یې صفر ته راټیټ شول.
د کندهار نساجي دولتي کارخونې کارکونکی ۵۵ کلن عبدالشکور چې له تېرو ۴۳ کلونو راهيسې دغلته د انجینرۍ دنده پرمخ وړي وایي، تېرو جګړو او بدلونونو دا فابريکه ډيره زيانمه کړې چې پر مهال يې ټول ماشينونه له کاره لوېدلي او دوی هڅه کوي چې ټول بیرته ترمیم او په کار راولي.
انجینر عبدالشکور زیاتوي، پنڅه څلوېښت کاله وړاندې د کندهار نساجي فابريکه کې ۱۲زره نارينه او ښځينه وو په دوو بېلابېلو وختونو کې کار کاوه، چې تولیداتو یې د اسيا، اروپا او امريکا په کچه ځانګړی نوم خپل کړی و.
نوموړی وایي، د دې کارخونې تولیداتو لکه ټوکرانو، تارونو، غالیو او پټوګانو ښه کیفیت او لوړ قیمت درلود، چې نخي ټوکران یې تر ډیره سعودي عربستان، قطر، مالیزیا، هند، پاکستان، روسیې او نورو اروپایي هیوادونو ته صادریدل.
انجینر عبدالشکور د دې کارخونې د اوسنيو فعاليتونه په اړه وويل: «په ۱۴۰۲ کال کې مو د ماشينونو د بيا فعاليدو هڅې پېل کړې او وتوانېدو چې سږکال يعنې په تېره مياشت کې خپل فعاليت پېل کړو او ټوکران، پنبه، څرخي تارونه او نور پشمي توکو توليدات پېل کړو، تر اوسه مو هيڅ ځای ته صادرات نه دي کړي، خو پلان لرو چې د داخلي بازار ترڅنګ صادرات هم ولرو، که زموږ سره د دولتي وزارتونو او موسېساتو قراردادونه وشي، نو هم به ټول ماشینونه فعاله کړو او هم به ډير زيات کسان په کار باندې اخته شي، اوس خو موږ خپله محدود ماشينونه فعاله کړي، خو ترميم او جوړ کړي مو ټول دي.»
د کندهار نساجي فابريکې بل تخنيکي کارکوونکی ۶۰ کلن انجینر نورالدين وايي، تېرو جګړو او ناخوالو د دې فابريکې زياتې برخې اغيزمنې کړي چې اوس بیرته رغول شوي دي.
د هغه په خبره، چې تېرو کلونو کې په لوړه کچه ادارې فساد د دې سبب شوی وو ترڅو د کندهار نساجي دولتي شرکت فعال نه شي او د پوليسو لباسونه، ټوکران او د اړتيا وړ يو شمېر نور توکي له بهرنیو هیوادونو وارد شي.
نوموړي وویل: «دا فابريکه د کندهار لپاره ډيره اړينه ده، که د کندهار نساجي فابريکه په کار شروع وکړي ډير خلک به پر کار شي، په درې شيپټه کې دلته ۱۸زره کسان کار کولای شي، ځينې تخريب ماشينونه موږ لرو چې اوس تر کار لاندې دي او ډير ژر به جوړ شي، د نساجي فابريکې يوه ګټه داده چې مکمله ماشينري په يوه ځای کې يعنې په يوه سر کې پنبه ورکړې په دا بل سر کې جوړ او رنګ شوي ټوکران درته راباسي، موږ هڅه کوو چې د پخوا په څېر خپل تخنيکي کسان وروزو.»
ورته مهال کندهار کې د پنبې سوداګر عبدالولي افغان وايي، چې تر دې مخکې به يې د پنبې محصولات له هيواده بهر په ډير ناچيزه نرخونو پلورل، خو په وينا يې چې له دې وروسته به په نساجې فابريکه کې په مصرف رسېږي.
نوموړي وویل: «پاکستان، هند او ترکې ته مو پنبه لېږله هغو به کله پيسې ځنډولې، کله چې به د پنبې بازار سوړ و را ردول به یې، سل رقم ستونزې او مشکلات وو اوس که نساجي فابريکه زموږ څخه پنبه رانيسي يا يې د کروندګرو څخه رانيسي هم به د دوی کار وشي او هم به داخلي توليدات ولرو، هغه توکي چې په نساجي فابريکې کې تولیدیږي بايد هيواد ته يې پر را واردولو بنديز ولګول شي، هر څومره چې يې توليدات زياتېږي هغومره دا فابريکه پرمختګ کوي.»
همدارنګه د پنبې کروندګر د کندهار نساجي فابريکې بيا فعالېدل يو ښه اقدام بولي او غوښتنه لري چې دغلته شته ټول ماشينونه بايد فعال شي.
د پنبې کروندګر روف خان وايي، نور کلونه اړ وو ترڅو خپل لاسته راغلي محصولات بازارونو کې په ټيټه بيه وپلوري، خو زیاتوي که د طالبانو حکومت یې ملاتړ وکړي او د عامه پوهاوي ترڅنګ د دوی محصولات په ښه بیه وپیري، نو د اقتصادي اړخه به په ځان بسیا شي.
روف خان وويل: «خلک ستړي شوي د کوکنارو کښتونه پر بزګرانو بند شوي اوس په نساجي کې پنبه په مصرف رسیږي موږ به يې ورته کرو هم به مو اقتصاد وده وکړي او هم به مو پيسې په خپله خاوره کې په چلش کې وي، پخوا به موږ د پنبې په کښتو پسې حيران وو چې چيرې يې خرڅ کړو اوس چې په نساجي فابريکه کې يې توليد زيات شي بيرته زموږ پنبه خرڅېږي وطني محصولات مو په مصرف رسېږي.»
دغه راز د پنبې بل کروندګر جلال الدين وایي، خوښ دی چې د نساجي فابريکه بيا ځلي فعاله شوې او وطني محصولات په کې په مصرف رسېږي.
جلال الدين زياتوي، چې هر کال د افغان کروندګر پنبه دوهم هيواد ته صادرېږي او له هغه وروسته د همهغه هيواد په نوم نورو ملکونو ته استول کېږي، چې له امله یې کروندګرو ته ډیره کمه ګټه په لاس ورځي.
نوموړي په خپلو خبرو کې وویل: «د خلکو اقتصاد ډير سره لوېدلی دی بايد ټول ماشينونه يې فعاله شي ترڅو د پخوا په رقم ۱۲زره کسان پر کار شي، زموږ د پنبې حاصلات وطني دي که دلته په هيواد کې دننه ورڅخه استفاده وشي په نورو ملکونو کې ډير شهرت پيدا کولای شي، کروندګر بايد له ياده ونه ايستل شي بلکي بايد نوره توجو هم ورته وشي، د نساجي فابريکه هم د بزګرانو او هم د تجارانو په ګټه ده، د بيا فعاله کېدو خبر يې زه بيخي ډير خوشحاله کړم.»
په همدې حال کې د کندهار نساجي کارخونې لپاره د طالبانو عمومي مدیر مولوي محمد سلیم صابر وایي، د تېرو شپږو میاشتو راهیسيې یې د کندهار نساجي فابریکې د بیا ترمیم چاري پېل کړي چې تر دې مهاله یې ۴۰۰ د ټوکرانو، تار، رنګولو او پنبې پروسېس ماشینونه فعال کړي او هڅه کوي چې د دې کارخونې ټول ماشینونه فعال کړي.
صابر زیاتوي، پخوا نساجي دولتي فابریکه کې شاوخوا شپږ زره افغان وګړو یو وخت دنده لرله، خو اوس د چارو له بیا پیلېدو سره تر اوسه ۲۰۰ کسان په کار شوي او تمه لري چې دغه شمېر به نور هم لوړ کړي.
د ده په خبره، که چیرې د دې کارخونې ټول درې نیم زره ماشینونه فعال شي، نو هر کال به شاوخوا ۴۰ میلیونه متره ټوکر او ۱۰ زره ټنه تار تولید کړي.
هغه وویل: «موږ کولای شو نظامي لباس، طبیعي ګازونه، ټوکران، څرخي او غالۍ تولید کړو، ټولو وزارتونو ته مو زموږ د کار نمونې او پیشنهادونه ورکړي چې قراردادونه راسره وکړي، که د دې فابریکې ټول کارونه پېل شي دلته به پر یوه وخت ۶ زره کسان زموږ سره کار وکړي، کروندګر او تجاران به مو پر کار شي، موږ به کوښښ وکړو چې نورو هیوادونو ته هم خپل تولیدات ورسوو.»
د معلوماتو له مخې د کندهار نساجي فابریکه د ایران په مالي ملاتړ جوړه او ماشینونه یې د روسیې او المان هیوادونو څخه راوړل شوي دي.