اطلاعات روز: د ایران د پارلمان غړي حسین علي حاجي دلیګاني په دې هیواد کې د افغان کډوالو پر شتون په اعتراض کولو سره د دې هیواد د انرژۍ او بهرنیو چارو له وزارتونو غوښتي چې د هغو اوبو د مصرف کچه دې معلومه کړي چې کډوال یې مصرفوي او د هلمند له سیند څخه د دې هیواد په حقابه کې وشمېري.
ده نن (دوشنبه، ۲۹ د زمري) د ایران د اسلامي شورا په مجلس کې د عدلیې د وزیر د صلاحیتونو د ارزونې پر مهال وویل: «یوه مسله چې د ایران د ملت لپاره مهمه ده، د اتباعو بحث دی.»
ده پر کډوالو اعتراض او د هغوی د شړلو غوښتنې ته په اشارې وويل: «نه وايي چې ټول دې ولاړ شي، خو دا کچه هم نوره د منلو وړ نه ده. موږ څو میلیون وګړي لرو؟ که دوی د دې هیواد اوبه مصرفوي، د انرژۍ وزارت باید محاسبه وکړي او بهرنیو چارو وزارت ته ووايي چې دلته دومره اوبه مصرفېږي نو ولې يې له هلمند [سیند] څخه حقابه کې ونه غواړو؟ ولې ورسره جدي چلند نه کېږي؟»
د ایران د پارلمان دې غړي په خپلو خبرو کې ويلي: «کورنۍ سرچینې باید ولې هغو افرادو ته داسې ووېشل چي د دې هیواد نه دي.»
ده همدا راز ويلي چې د ایران په يوه ښوونځي کې افغان زده کوونکو نوملیکنه کړې خو ایراني زده کوونکو ته ويل شوي دي چې ځای نه لرو او بل ښار ته ولاړ شئ.
د ایران د پارلمان دې غړي پرون هم د مرستې، کار او ټولنیزې رفاه لپاره د وړاندیز شوي وزیر پر صلاحیت د بحث پر مهال په دې هیواد کې د افغان کډوالو پر شتون اعتراض کړی و.
ده ويلي و چې دوی «له سبزي پلورنې څخه تر سرو زرو پلورلو پورې هره دنده نيولې» په داسې حال کې چې د دې هیواد له قوانینو سره سم تر ۴۶ په زیاتو برخو کې کار نشي کولای.
د ایراني چارواکي له لوري دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ایران په ۱۶ ولایتونو کې د افغان کډوالو پر شتون بنديز دی او همدا راز راپورونه ورکول کېږي چې په ایران کې افغان زده کوونکي زده کړو ته لاسرسی نه لري.
همدا راز د وروستیو وختونو پر مهال د ایران په ځینو برخو کې له افغان کډوالو سره د دې هیواد د خلګو او پولیسو د بد چلند په اړه ګڼ راپورونه ورکړل شوي.
یو څه وخت وړاندې پر ټولنیزو رسنیو یوه ویډیو خپره شوې وه او پکې لیدل کېدل چې یوه ايراني پولیس د یوه افغان کډوال پر غاړه پښه ایښې او د هغه د مور له فریاد سره-سره یې نه خوشي کوي.
د دې ویډیو خپرېدو پراخ غبرګونونه راوپارول او د افغانستان سياسي څېرو د داسې چلند له غندنې سره-سره له ایرانه وغوښتل چې له افغان کډوالو سره دې له زغمه کار واخلي او له نړیوالو قوانینو سره سم چلند دې ورسره وکړي.