طالبانو د جمهوریت د سقوط او د خپل «امارت» درېیمه کلیزه ولمانځله چې تر دریو کلونو وروسته لاهم نه دي توانیدلي چې په اقتصادي، زدکړییزه، د کار پیدا کولو او نړیوال اعتبار په ګټلو کې خاص لاسته راوړنه ولري مګر له دې سره-سره په یوه برخه کې ډېر فعال وو: د ديني مدرسو پراختیا. یوازې د هیواد په شمال فاریاب ولایت کې د ديني مدرسو شمېر چې د جمهوریت په وخت کې ۳۴ رسیدلې، اوس د طالبانو په وخت کې ۴۵۰ مدرسو او دارالحفاظ ته لوړ شوی دی.
د اطلاعات روز موندنې ښيي چې طالبانو د خپل حکومت پر مهال د افغانستان په شمال کې د ازبکانو او ترکمنو د غریبو او منځنۍ کچې کورنیو ترمنځ د افراطي ايډيولوژۍ د پراختیا لپاره بې مخینې هڅې پېل کړې دي. په دې سیمه کې ځينې باخبره سرچینې وايي، چې کوم زده کوونکي په دې مدرسو کې زده کړې کوي، یوازې د طالبانو په عسکرو نه بدلېږي؛ بلکې «معتقد عسکر» کېږي.
په فاریاب کې ولسي سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې طالبان پر دې مدرسو بشپړ کنټرول او څار لري، ترڅو هغه زده کړییزه محتوا تدریس شي چې دوی يې غواړي.
عبدالصمد چې بزګر دی او کم عاید لري، وايي چې هیله يې دا وه چې زوی یې ديني عالم شي، خو دا ارمان يې پوره نشو او اوس یې زوی په میمنه ښار کې د طالبانو په پولیسو کې کار کوي؛ «زوی مې زما خبره ونه منله. هغه ته يې ويلي و چې د جهاد په لار کې دې د مور او پلار اطاعت نه کوي.»
دی زیاتوي: «غوښتل مې زوی مې ديني عالم شي، خلکو ته تبلیغ وکړي او زه پرې وویاړم، خو داسې ونشول. د فاریاب په لېرې سیمو کې د طالبانو له را پيدا کېدو سره زموږ زامن د ديني مدرسو له لارې د طالبانو په جنګي ځواک بدل شول او زموږ خبره یې ونه منله.»
د فاریاب د پښتون کوټ ولسوالۍ د یوه لېرې پراته کلي اوسېدونکی حفیظ الله د خپل کلي د ملا د تبلیغاتو تر اغېز لاندې راغلی او خپل دوه زامن يې د دې پر ځای چې خپل کور ته نږدې ښوونځي ته ولېږي، په بلخ کې يې یوې ديني مدرسې ته لېږلي دي.
ده اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل: «هر څوک چې خپل یو زوی د قرآن حافظ کړي، د اخرت په ورځ به يې پر سر لوی تاج ښودل کېږي او تر نورو مسلمانانو به لوړه درجه لري.»
حفیظ الله د بزګرۍ او مالدارۍ له لارې یوازې ځان چلوي او اکثریت وخت يې عاید د کورنۍ اړتیا هم نه پوره کوي، خو دی د خپلې ښځې او لوڼو لوږه زغمي، تر څو خپل دوو زامنو ته پیسې ولېږي او هغوی په مدرسه کې ديني زده کړه وکړي.
حفیظ الله په خپله پرېکړه خوښ دی. ده د بلخ په ديني مدرسه کې د خپلو زامنو د زده کړې په تړاو خوښي وښوده او ویې ويل: «زه یو غویی او للمي ځمکې لرم او عاید مې کم دی. ځينې کلونه وچکالي راځي او هیڅ عاید نه لرم، خو د خدای شکر دی چې دوه زامن مې مزار شریف ته ديني مدرسې ته لېږلي او زیات خوشاله یم چې زامن مې ملا او یا هم د قرآن حافظ کېږي.»
په کوم واړه کلي کې چې حفیظ الله ژوند کوي، په لسګونو نورو پلرونو هم خپل زامن په هیواد کې دننه او پاکستان ته ديني مدرسو ته لېږلي ترڅو هغوی ملایان شي او د خپل قوم ترمنځ د خپلې کورنۍ ویاړ وګرزي.
مدرسه د مکتب پر ځای
په ديني مدرسو کې یوه مدرس قاري محمد امین اطلاعات روز ته وویل، چې خلک ديني مدرسو ته د خپلو اولادونو د لېږنې لپاره ډېر لېوال دي.
دی زیاتوي: «په ديني مدرسو کې زده کوونکو ته تر ډېره حده عقيدوي موضوعات او ديني کتابونه تدریسېږي. زموږ تمرکز د قرآن د حافظانو پر تجوید دی او زده کوونکو ته د لمانځه، جهاد او فقهې په ګډون دغسې نور موضوعات تدریس کېږي.»
ده په فاریاب کې د ديني مدرسو د درس په اړه نور جزییات نه دې ورکړي؛ خو طالبانو د تېرو دوو لسیزو پر مهال د جمهوري نظام پر خلاف چې د امریکا او د امریکا د متحدینو له ملاتړه برخمن و، د ديني مدرسو د زده کوونکو په ګډون هیوادوال د «جهاد» او «له اشغال سره د مبارزې» تر نومونو لاندې هڅول چې له دوی سره یو ځای شي او په دې توګه يې يوه برخه سرتېري د افغانستان او پاکستان له ديني مدرسو ته لېږل.
ولسي سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د فاریاب ترکمن تر ډېره حده په څلورو ولسوالیو اندخوی، دولت اباد، خواجه سبز پوش، بلچراغ او قیصار کې مېشت دي. د ترکمن قوم ځينې وګړي د طالبانو په حکومت کې پر نظامي او ملکي دندو هم په کار بوخت دي. د طالبانو په حکومت کې د دې افرادو د ټاکلو علت دادی چې هغوی د افغانستان د پخواني حکومت او د هغه د غربي متحدینو پر خلاف په جګړه کې رول درلود او په دې توګه يې نظامي تجهیزات هم موندلي دي.
ترکمن مدني فعال او د فاریاب د اندخوی ولسوالۍ اوسېدونکي حسیب الله اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې ديني افراطیت تر ډېره حده ترکمنان اغېزمن کړي او لامل يې د مسجدونو د ملا امامانو او ديني علماوو تبلیغ دی؛ «ټول ترکمن ماشومان سپینې خولۍ پر سر کوي او لوڅ سر عیب بولي. په ترکمن مېشتو کلیو کې خلک سنتي ارزښتونو ته ژمن دي او ديني مبلغین هره ورځ د جهنم د اور کیسې کوي.»
دا مدني فعال وايي، چې واک ته د طالبانو په بيا رسېدو سره د پخواني حکومت په پرتله په ديني مدرسو کې د ماشومانو جذب څو چنده زیات شوی دی او زیاتې کورنۍ غواړي چې ماشومان يې د ښوونځي پر ځای ديني مدرسو ته ولاړ شي او د قرآن حافظ او ديني عالمان شي.
سنتي ارزښتونو ته ژمنتیا د دې لامل شوی چې په ټولنه کې د ديني مبلغینو او روحانیونو درناوی وشي او همدا وجه ده چې پلرونه خپل اولادونه ديني زده کړو ته هڅوي.
د جوزجان د پوهنتون یو استاد د خپل هویت د نه څرګندولو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې فقر، بېکاري، بې سوادي او د حکومتونو بې پروايي د دې لامل شوي چې په فاریاب کې ترکمن او ازبک وګړي په ديني افراطیت کې ښکېل شي.
دی خبرداری ورکوي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په ديني مدرسو کې افراطیت نور هم پیاوړی کېږي او د ديني مدرسو زده کوونکي د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو په جنګي ځواک بدلېږي؛ «په کلیو کې ازبک او ترکمن وګړي په بشپړ محرومیت کې ژوند کوي او له بزګرۍ او شپونتوب پرته بله بوختیا نه لري. کله چې دا خلک ويني چې د یوه ملا زیات درناوی کېږي، هڅه کوي چې خپل اولادونه ديني مدرسو ته ولېږي ترڅو ښه راتلونکی ولري.»
ازبک او ترکمن طالبان
په پاکستان او افغانستان کې ديني مدرسو د فاریاب په ګډون په شمالي ولایتونو کې د طالبانو جنګي ځواک برابراوه او د جمهوریت د دووه لسیزو حکومت پر مهال د ديني مدرسو زده کوونکي چې ازبک او ترکمن وو، د خپلو همقومي قومندانانو په مشرۍ د پخواني حکومت پر خلاف جنګېدل.
د طالبانو یو شمېر لوړپوړي چارواکي د فاریاب دي: د طالبانو د لومړي وزیر اداري مرستیال عبدالسلام حنفي، د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري، د کډوالو د وزارت مرستیال مولوي عبدالرحمان راشد، د زابل د پولیسو امنیې قومندان قاري صلاح الدین ایوبي، د غزني د پولیسو قومندان مخدوم عالم رباني او د جوزجان د والي مرستیال مولوي نورالدین.
که څه هم طالبان د ازبکانو او ترکمنو له منځه د سرتېرو د جذب لپاره زیاتې هڅې کوي، خو د تېرو دریو کلونو پر مهال د ازبکو او ترکمنو طالبانو له ځواکمنېدو هم اندېښمن وو. د طالبانو حکومت بیا – بیا هڅه کړې چې د ازبکو لوړپوړي طالب قومندانان له شمالي ولایتونو نورو ولایتونو ته ولېږي ترڅو د هغوی نظامي ځواک وځپي. د طالبانو د حکومت ډېری لوړې دندې له پښتنو طالبانو سره دي. د ځينو سیمهییزو باخبره سرچینو په وینا، په ازبک او ترکمن مېشتو سیمو کې د دينی مدرسو زیاتوالی په فاریاب کې د ديني افراطیت د پیاوړي کېدو په تړاو د خطر زنګ دی. د پخواني حکومت پر مهال په فاریاب کې د اسلامي دولت خراسان ډله (داعش) فعاله وه او وېره شته چې داعش او نورې ترهګرې ډلې به هم د طالبانو په څېر له ديني مدرسو د سرتېرو د جذب لپاره کار واخلي.