اطلاعات روز: د بشر حقونو څار افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپورچي ریچارډ بېنټ پر سفر د طالبانو بندیز شرموونکی او د حيرانتیا وړ خبره بللې ده.
د بشر حقونو څار د اسیا برخې مشر الین پیرسون ويلي، چې د طالبانو له لوري د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپورچي پر سفر بندیز ځکه د تعجب وړ خبره نه ده چې دا ډله د بشري حقونو په اړه بشپړه بې پروا ده، خو د سرغړونو د مستندولو او د پوښتنې کولو په تړاو یې باید نړیوال عزم نور هم قوي کړي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له دویچهوله سره په تازه څرګندونو کې ويلي، چې دې ډلې افغانستان ته د ریچارډ بېنټ پر ورتګ بندیز لګولی دی.
ده د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپورچي د طالبانو پر خلاف په «تبلیغاتو» کولو تورن کړی دی.
ریچارډ بېنټ د طالبانو دې پرېکړي ته په ځواب کې ويلي، چې که څه هم افغانستان ته له ورتګ څخه منع شوی دی، خو په دې هیواد کې د بشري حقونو د نقض مستندولو ته دوام ورکوي.
ده پرون په یوه اعلامیه کې ويلي، چې د طالبانو دا پرېکړه «پر شاتګ دی او د بشري حقونو په تړاو له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې سره په تعامل کې اندېښمنوونکی سیګنال ورکوي».
ده زیاته کړې چې له طالبانو سره د شفاف تعامل په لټه و او له دې ډلې يې غوښتي چې خپله پرېکړه دې بیرته واخلي.
ریچارډ بېنټ د ۲۰۲۲ کال له اپریل څخه خپل ماموریت پېل کړی او تر اوسه یې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته درې راپورونه ورکړي دي.