د ننګرهار او لغمان ولایتونو یو شمیر اوسیدونکي وایي، چې په دې وروستیو کې دغلته د لرغونو اثارو خپلسرې کیندنې زیاتې شوي، چې ترلاسه کیدونکي تاریخي اثار د مختلفو لارو پاکستان، ایران او نورو هیوادونو ته قاچاق کېږي.
د ننګرهار ګوشتې ولسوالۍ اوسیدونکی عبدالوهاب وایي، د لرغونو اثارو کیندنو لړۍ د طالبانو د حکومت په رامنځته کیدو سره تر بل هر وخت چټکه شوې او په ځینو سیمو کې د شپې لخوا د ځایي طالبانو سره په همغږۍ تاریخي اثار کیندل کېږي او بیا په کمه بیه پر قاچاق کوونکو پلورل کېږي.
د نوموړي په خبره زیاتره د تاریخي اثارو سوداګر پاکستاني او ایراني وګړي دي، چې د دوی په سیمه کې د لرغونو اثارو په لټه کې دي او ځینو ځایي کیندونکو ته یې ځانګړي وسایل «الې» هم ورکړي، څو پرې تاریخي اثار پیدا او بیا یې پرې وپلوري.
عبدالوهاب زیاته کړه: «په ګوشتې ولسوالۍ کې په زیاته اندازه تاریخي اثار موجود دي دا تاریخي اثار د کانونو د کیندنو پرمهال هم ترلاسه شوي او دغه راز دلته سوداګر راځي، چې زیاتره یې پاکستاني او ایرانیان دي دوی ځينو خلکو ته وسایل هم ورکړي، چې لرغوني اثار پرې پیدا کړي او دوی دا کار زیاتره د شپې لخوا د ولسوالۍ له مسوولینو سره په همغږۍ ترسره کوي او په خپله ځایي طالبانو ته هم پیسې ورکوي، چې دوی ته د کار اجازه ورکړي غوښتنه مو دا ده چې باید د دې کار مخنیوی وشي ځکه دا بیت المال دی او دا اثار قاچاق کول او بیا یې پلور له ټول هیواد سره خیانت دی نو لازمه ده چې د مخنیوي لپاره یې اقدام وشي.»
د ګوشتې په ګاونډ کامې ولسوالۍ کې هم د تاریخي اثارو خپلسرو کیندنو او قاچاق د خلکو اندیښنې زیاتې کړي دي.
د کامې ولسوالۍ د شیرګړ قریې اړوند د«تیلیانو» کلي اوسیدونکی محمد اشرف وایي، اوس مهال د تېرو کلونو په پرتله د لرغونو اثارو د پېر او پلور او قاچاق اندازه زیاته شوې ده.
د هغه په خبره د دوی په سیمه کې د «کافرو غونډۍ، دیو خانه، وحدت ناو، څوکۍ بابا» هغه سیمې دي چې تر ډیره په کې پخواني اثار موجود دي، خو د حکومت د نه پاملرنې له کبله په کې د ځایي خلکو له لوري په خپلسري ډول کیندل کېږي او ترلاسه کیدونکي اثار یې د تورخم له لارې پاکستان ته قاچاق کېږي.
نوموړی دغه راز ادعا کوي چې اوس مهال د «کافروغونډۍ» سیمه یوه ځایي اوسیدونکي غصب کړې او په پخپله په کې کیندنې کوي او اثار یې پر سوداګرو پلوري.
محمد اشرف وویل: «کامه کې هم د تاریخي اثارو کیندنې په دې وروستیو کې زیاتې شوي دي زمونږ کلي کې یوه تاریخي د «کافرو غونډۍ» ده ټول په کې پخواني اثار دي او داسې هم ویل کیږي، چې دا ځای پخوا د بتانو بازار و، دلته خلکو په خپلسري ډول کیندنې پېل کړي دي او زیاتره یې بتان، د سرو زرو بنګړي او نور اثار موندلي او بیا یې په سوداګرو پلورلي دي، خو اوس دا غونډۍ یو کس غصب کړې او د کور احاطه یې ګرځوولې او په خپله په کې تاریخي اثار کیندي او بیا یې پلوري.»
د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ اوسیدونکي هم ورته شکایت کوي او وایي، چې په لرغونو سیمو کې د ناقانونه کیندونو له امله د لرغونو اثارو د پیر او پلور او بهر ته یې قاچاق ځکه زیات شوی چې خلک بې روزګاره شوې او اوس مهال یې د تاریخي اثارو خپلسرو کیندونو ته مخه کړې ده.
د سره رود ولسوالۍ د سبز اباد سیمې اوسیدونکی صابر وایي، که څه هم قاچاق کوونکي د لروغونو اثارو له پېر او پلور څخه ډیرې پیسې ترلاسه کوي، خو هغه خلک چې د ارزښتناکه توکو د موندلو لپاره کیندنې کوي وایي، چې د بې وزلۍ او بې کارۍ له کبله یې دې کار ته مخه کړې ده.
د نوموړي د معلوماتو له مخې په سیمه کې یې ګڼ تاریخي اثارشتون ولري، نو ځکه خو عامو خلکو هم په دې سیمه کې د تاریخي اثارو ناقانونه کیندنو او پلټنو ته دوام ورکړی.
صابر زیاتوي: «د سره رود ولسوالۍ په مختلفو سیمو کې لرغوني اثار شته او څو کاله مخکې هم د اطلاعاتو او کلتور ریاست لخوا د کیندنو پر مهال ۱۶۰ قلمه تاریخي اثار ترلاسه کړي وو، خو اوس عام خلکو د لرغونو اثارو په کیندلو پسې راخیستې دا تاریخي اثار کیندي او بیا یې په قاچاق کوونکو پلوري او هغوی یې د تورخم له لارې پاکستان ته قاچاق کوي، په خپله ترې طالبان هم خبر دي خو دوی هیڅ مخنیوی نه کوي غوښتنه کوو چې د دې کار باید طالبان مخنیوی وکړي ځکه دا د هیواد ملي شتمني ده.»
له ننګرهار سربیر د لغمان اوسیدونکي هم وایي، چې دغه ولایت ګن شمیر تاریخي ځایونه لري، خو د طالب چارواکو د نه پاملرنې له امله له پامه غورځول شوي او په ترلاسه کیدونکو لرغونو اثارو یې چور ګډ دی.
د لغمان اوسیدونکی او فرهنګي فعال تواب خان وایي، اوس مهال د دې ولایت په یو شمیر سیمو کې د لرغونو اثارو خپل سري کیندنې روانې دي چې ترلاسه شوي اثار په قاچاقي ډول نورو هیوادونه ته وړل کېږي او یا پر قاچاق کوونکو په ټيټه بیه پلورل کېږي.
نوموړی زیاتوي د فرهنګي میراثونو ژوندي ساتلو لپاره د طالبانو حکومت ته لازمه ده، چې د پخوانیو اثارو د قاچاق د مخنیوي په برخه کې خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.
تواب خان په خپلو خبرو کې وویل: «د لغمان مرکز مهترلام، الینګار، بادپښ، قرغیو او ځینو نور سیمو کې ډیر لرغوني اثار موجود دي چې د کوشاني او بودایي دورو سره تعلق لري، خو متاسفانه دا لرغوني اثار ځینې د خلکو له خوا په خپلسري ډول کنیدل شوي او په کمه بیه قاچاق شوي دي، حکومت باید د تاریخي اثارو قاچاق مخنیوی وکړي او دغه راز د تاریخي سیمو ساتلو ته دې هم پاملرنه زیاته کړي.»
نوموړی زیاتوي په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د غیر قانوني کیندنو سربیره ځینې لرغونې اثار او ځایونه د همدې خپلسرو کیندنو له کبله د تخریب په درشل کې دي.
په همدې حال کې د لرغونو اثارو یو سوداګر د نوم نه ښودلو په شرط وویل، که څه هم ځینې لرغونې اثار تاریخي اهمیت نه لري او په قانوني توګه د زینتي اثارو په توګه پیر او پلورل ترسره کیږي، خو داسې اثار بیا شته چې تاریخي اهمیت یې ډیر او په غیر قانوني توګه اخیستل او پلورل کېي او بیا له افغانستانه بهر ته قاچاق کېږي.
نوموړی هم تاییدوي چې د طالبانو د حکومت په راتګ سره د ختیځ زون په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د لرغونو اثارو کیندنې او قاچاق زیات شوی چې تر ډیره دا چاره د شپې لخوا ترسره کېږي.
سرچینه زیاتوي: «ما ته یو پاکستاني سوداګر د ۱۳ زره ډالرو په ارزښت یوه اله اخیستې، چې په وسیله یې مونږ په ډیرې اسانۍ سره د لروغونو اثارو سیمې پيژندلی شو او د همدې الې په وسیله مو زیات تاریخي اثار په ګوشتې، کامې، کوټ، بهسود، سره رود او د لغمان په الینګار ولسوالیو کې موندلي دي او د هر یو توکي بیه له ۳۰۰ ډالرو کمه نه وه، کوم اثار مونږ ترلاسه کوو په تورخم او نورو قاچاقي لارو پاکستان ته استول کېږي او ځينې یې په تورخم کې نیول شوي هم دي.»
بلخوا د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي وایي، چې دغه وزارت په دې وروستیو کلونو کې له هیواده بهر ته د ۱۴۶۰ لرغونو اثارو د قاچاق مخنیوی کړی دی.
د یاد وزارت لپاره د طالبانو ویاند حبیب عفران وایي، چې دغه تاریخي اثار په کابل، بغلان، بامیانو او ننګرهار ولایتونو کې ترلاسه شوي دي.
د نوموړي په خبره ډیری هغه اثار چې له هیواده بهر قاچاق کېږي قیمتي سکې، بتان، د اسلامي دورې او کوشانیانو د دورو اثار په کې شامل وو.
غفران زیاته کړه: «په دې وروستیو کې امنیتي او کشفي ارګانونو د هیواد په مختلفو ولایتونو کې ۱۴۶۰ لرغونو تاریخي اثارو د قاچاق مخنیوی کړی او په دې برخه کې یې هڅې لا ګړندۍ کړي دي، تر ډیره هغه تاریخي اثار قاچاق کېږي چې لرغونتوب لري چې په کې زیارتره د کوشانیانو او اسلامي دورو اثار شامل دي.»
نوموړی زیاتوي د هیواد په مختلفو ولایتونو کې له تاریخي ابدو ترڅنګ په کې زیات شمیر لرغوني اثار هم شتون لري، چې په تیرو کلونو کې یې ساتنې او خوندیتوب ته پاملرنه زیاته شوې ده.
لرغونپوهان وایي، په افغانستان کې د تاریخي اثارو شتون د دغه هیواد د پنځه زره کلن تاریخ ښکارندوی کوي او د طالبانو حکومت ته په کار ده، چې د هغې ساتنې او خوندیتوب ته ځانګړې پاملرنه وکړي. د افغانستان د لرغونو اثارو د خپلسرو کیندنو او قاچاق په اړه داسې مهال اندیښنې زیاتې شوي، چې له دې وړاندې د افغانستان د موزیمونو نړیوالې شورا (ICOM) د یوې اعلامېې په خپرولو سره په افغانستان کې د فرهنګي اثارو د وضعیت او د دغو اثارو د ساتنې په اړه اندیښنه ښودلې وه.