اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایې چې د دې ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې ناپیژانده وسلوالو دوه بزګران چې وروڼه وو په ډزو وژلي او وسلوال کسان له سیمې تښتېدلي دي.
د سیمې یوه اوسیدونکي اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي چې دا پېښه وړمه شپه (دوشنبه، ٢٩د زمري) د چپرهار ولسوالۍ اړوند «ماڼو» سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سرچینې له معلوماتو سره سم، یادو کسانو له چا سره شخصي دښمني نه درلوده او د وژنې د انګیزې په اړه یې هم معلومات نشته.
تراوسه د یادې پېښې مسولیت چا نه دی منلی او نه هم ځایي طالب چارواکو په دې اړه څه ویلي دي.
په دې وروستیو کې د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو کې دا ډول هدفي وژنې زیاتې شوي چې عام خلک یې اندیښمن کړي.
دوې اونۍ وړاندې په جلال اباد ښار او کوز کونړ ولسوالۍ کې هم یوه ښځه او یو هلک د ناپیژانده وسلوالو له لوري په ډزو وژل شوي وو.