اطلاعات روز: فراه کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دې ولایت په ښار کې د دوو جلا ترافیکي پیښو له امله درې تنه مړه شوي دي.
یوې ځایي سرچینې وویل، چې لومړۍ پیښه تېره ورځ (شنبه، ۳ د وږي) مازدیګر مهال د فراه ښار د درېیمې ناحیې اړوند د مسافر وړونکو موټرو تم ځای کې د یو موټر سایکل او لوکسل موټر د ټکر له امله رامنځته شوې.
سرچینه زیاتوي، په یاده پیښه موټر سایکل چلوونکي خپل ژوند له لاسه ورکړی او نور چاته زیان نه دی رسیدلی.
ورته مهال سرچینه زیاتوي، چې دویمه پېښه بیا دشپې ناوخته د فراه ښار دویمې ناحیې اړوند قلعه زمان سیمه کې رامنځته شوې، چې یو لوکسل موټر د زیات سرعت له امله له کنټرول څخه وتلی او چپه شوی دی.
سرچینه وایي، په دې پيښه کې یو ماشوم او یوې ښځې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د سړکونو خرابوالی، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه مراعت هیواد کې د ترافیکي پیښو اصلي لاملونه بلل کېږي.