درې میاشتې وړاندې چې کله د طالبانو د استخباراتو ۰۴۰ قطعه په پټه هرات ته د شیخ منصور (د دې ډلې د استخباراتو د رییس د دفتر آمر) د نیولو لپاره ولاړه، په پلازمېنه کې د طالبانو تصمیم نیوونکې ډلې د دې عملیاتو جزییاتو په هرات کې له ځايي طالب چارواکو سره شریک نه کړل. د دې کار د پټوالي علت د عملیاتو له حساسیت والي سره-سره دا و چې په پلازمېنه کې مېشت طالبان نه پوهېدل چې د دې ډلې څومره لوړپوړي کسان له داعش سره اړیکې لري.
يوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د تېرو دوو میاشتو پر مهال په هرات کې د طالبانو شاوخوا ۳۰ غړي او چارواکي له داعش سره د همکارۍ او غړیتوب په تور نيول شوي دي.
د دې سرچینې له معلوماتو سره سم، داعش خراسان ډلې په هرات کې له ځینو طالب چارواکو سره په همغږۍ او همکارۍ د طالبانو پر خلاف د یوه لوی برید پلان درلود، خو د ۰۴۰ قطعې د نیونو له امله د دې برید مخه ونیول شوه.
سرچینې زیاته کړه: «داعش پلان نیولی و چې لومړی پر ولایت مقام برید وکړي او کله چې ټپيان روغتون ته لېږدول کېږي، د هغوی کاروان هم په نښه کړي.»
باوري سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې له داعش سره د همکارۍ په تور اکثریت نيول شوي کسان د هرات د استخباراتو له ریاست او ۲۰۷ الفاروق قول اردو سره تړاو لري، همدا راز دوه ولسوالان او د ولسوالیو د پولیسو امنیه قومندانان دي. دا کسان باګرام او پلچرخي زندانونو ته انتقال شوي دي. د هرات لپاره د طالبانو د استخباراتو رییس مولوي عبدالکریم محبوب هم تر هغه وروسته له داعش سره د تړاو په تور له دندې ګوښه شوی چې تر لاس لاندې څو کسان يې ونيول شول. مولوي عبدالکریم محبوب د زیرکوه ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی او د پخواني حکومت له نظامیانو سره په جګړه کې يې مهم رول درلود.
يوې باوري سرچینې اطلاعات روز ته په خپلو خبرو کې وویل: «د استخباراتو د ۰۴۰ قطعې له لوري ډېری نيول شوي کسان د هرات لپاره د طالبانو د استخباراتو کارکوونکي او سرتېري دي.»
د طالبانو له منځه ځینو سرچینو اطلاعات روز ته وویل، چې د دوی ځينې سرتېري او قومندانان د ایران له اسلامي جمهوریت او امریکا متحده ایالاتو سره د «طالبانو د اسلامي امارت» له اړیکو خوښ نه دي او له همدې کبله له داعش ډلې سره همکاري کوي. په يو لړ مواردو کې ځینو طالب سرتېرو له داعش سره په بریدونو کې د مرستې په موخه د داعش افرادو ته وسلې او مهمات ورکړي دي.
یوې سرچینې زیاته کړه، چې د طالبانو د استخباراتو ۰۴۰ قطعې په هرات کې د دې ډلې د استخباراتو، پولیسو او پوځ د غړو هغه واټساپ او ټلګرام ګروپ ته لاسرسی موندلی و، چې هغوی له داعش سره د همغږۍ په موخه جوړ کړی و او دا کار د سیمې د هیوادونو په همکارۍ شوی دی.
د طالبانو رسمي سرچینې د دوی د ځواکونو ترمنځ د داعش د نفوذ په اړه نظر نه ورکوي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د تېرې میاشتې د زمري په ۱۹مه ایکس کې پر خپله پاڼه ادعا کړې چې ځواکونه يې له داعش سره جدي مبارزه کوي او هغوی يې سخت ځپلي دي. ده ويلي چې په افغانستان کې د داعش د شتون په اړه د لوېديځو هیوادونو او بنسټونو اندېښنه «بې بنسټه» او «تبلیغات» دي.
خو ښاغلي مجاهد له ایرانۍ «ایراف» رسنۍ سره په مرکه کې چې د زمري په ۲۳مه خپره شوې، ويلي چې ښايي په افغانستان کې به د داعش جنګیالیو شمېر له ۱۰۰ څخه تر ۲۰۰ پورې وي او دا جنګيالي په غرونو او پېچلو سیمو کې پاشلي دي.
ایران هم له افغانستان سره په خپلو ختیځو پولو کې د داعش د فعالیت د پراختیا په اړه اندېښمن دی. هرات ولایت د ایران له خراسان رضوي ولایت سره ګډه پوله لري. د طالبانو د استخباراتو د ۰۴۰ قطعې وروستۍ نیونې هم د طالبانو ترمنځ د داعش د نفوذ په تړاو د ایران انديښنې نورې زیاتوي.
د ایران اسلامي جمهوریت یو له هغو ګوتو په شمار حکومتونو څخه دی چې د طالبانو له «امارت» سره نږدې اړیکې لري. تهران له افغانستانه د امریکايي نظامیانو وتل په خپل بانديني سياست کې لاسته راوړنه ګڼي او تر یوې لسیزې زیات وخت کېږي چې له طالبانو سره اړیکې لري. تهران هیله لري چې طالبان به د دې هیواد په ختیځو پولو کې د داعش په ګډون امنيتي ګواښونه مهار کړي.
که څه هم په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت درې کاله اوړي، خو لاهم هیڅ هیواد دا ډله په رسمیت نه ده پيژندلې. طالبانو په دې موده کې هڅه کړې چې د داعش د کارډ په لوبولو سره د سیمې او نړۍ له هیوادونو امتیازات واخلي او وښيي چې هغوی يوازينۍ ډله ده چې د ایران په ګډون له سیمهییزو هیوادونو څخه د داعش ګواښ دفع کولای شي.
د داعش بریدونه
هرات د افغانستان په اقتصاد او ترانزیټ کې یو له مهمو او لویو ولایتونو څخه دی، خو طالبان د هرات د پراخې جغرافیې او زیات نفوس له امله د دې ولایت د امنیت د تأمین لپاره کافي ځواک نه لري او د لوړپوړو چارواکو په ګډون د طالبانو ترمنځ د داعش نفوذ په هرات کې امنیتي انديښنې نورې هم زیاتې کړې دي.
ولسي سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې هرات ښار ته د ننوتلو په دروازه کې طالبانو سخت امنیتي تدابیر نيولي او د ښار په داخل کې هم د طالب ځواکونو شمېر کم دی او دې د داعش د برید خطر نور هم زیات کړی.
واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته داعش د ۱۴۰۰ کال د سلواغې په میاشت کې خپل لومړی بريد په هرات کې ترسره کړ. د هرات ښار د دوولسمې ناحیې اړوند په «حاجي عباس» هزاره میشتې سیمه کې پر یوه ټونس ډوله موټر چاودنه وشوه او د څلورو ښځو په ګډون اووه تنه په کې ووژل شول.
د ۱۴۰۱ کال د وري میاشتې پر مهال داعش د هرات د شیعه میشتي ښارګوټي جبریل په پارک کې د ځای پر ځای کړي ماين په وسیله پنځه تنه ووژل او په لسګونو نور يې ژوبل کړل.
د ۱۴۰۱ کال د چنګاښ میاشتې پر مهال وسله والو کسانو د هرات په ښارګوټي کې د طالبانو د ۲۰۷ الفاروق قول اردو پر کارکوونکو او د طالبانو د هوايي ځواک پر قومندانۍ برید وکړ. طالبانو د دوو تنو وژل کېدل او د ۲۰ نورو ژوبلېدل ومنل.
د وږي میاشتې پر مهال د هرات ښار په ګازرګاه مسجد کې چاودنه وشوه او له امله يې د طالبانو یو ملاتړی مجیب الرحمان انصاري له خپلو یو شمېر ساتونکو او ملګرو سره ووژل شو. طالبانو وويل چې په دې برید کې ۱۸ تنه وژل شوي او ۲۳ نور ژوبل دي. طالبانو ادعا وکړه چې دا برید د داعش له لوري شوی دی.
د ۱۴۰۱ کال د لړم میاشتې پر مهال داعشي ځواکونو د هرات په «پل خیمه دوزان» سیمه کې د طالبانو د ۲۰۷ الفاروق قول اردو پر روغتيايي پرسونل ډزې وکړې او له امله يې د دې قول اردو پنځه کسان ووژل شول. له دې سره هممهاله یو شمېر داعشي وسله والو د هرات ښار د پنځلسمې ناحیې اړوند په «جوی انجیل» سیمه کې د طالبانو پر یوې پوستې برید کړی و او له امله يې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
د ۱۴۰۱ کال د کب میاشتې پر مهال د هرات ښار په پنځلسمه ناحیه کې د هرات د اوبو رسونې د ریاست پر کارکوونکو داعش وسله والو برید وکړ. په دې برید کې د اوبو رسونې رییس له خپلو دوو نورو همکارانو سره ووژل شو او درې تنه نور ژوبل شول. طالبانو په دې میاشت کې ادعا وکړه چې د هرات ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند په «رباط کابليها» سیمه کې يې د داعش پر يوه پټنځای برید کړی او له امله يې د يوې ښځې په ګډون د داعش شپږ غړي وژل شوي دي خو طالبانو د خپلې ادعا د ثبوت لپاره هیڅ سند وړاندې نه کړ.
د ۱۴۰۳ کال د غويي مياشتې پر مهال د هرات د ګذرې ولسوالۍ د محمدیه ښارګوټي په «امام زمان» مسجد کې له داعش سره اړوندو وسله والو پر لمونځ کوونکو برید وکړ چې له امله يې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه اووه تنه ووژل شول. داعش د دې برید مسوولیت ومانه.
له دې سره-سره د طالبانو د واکمنۍ پر مهال فقر او بېکاري خپلې لوړې کچې ته رسيدلې او دې چارې د داعش خراسان ډلې په ګډون ترهګرو ډلو ته د هیوادوالو د جذبېدلو شونتیا زیاته کړې.
په افغانستان کې د داعش خراسان څانګه یوازینۍ ډله ده چې د طالبانو پر ګټو بریدونه کوي او دا وړتیا لري چې د طالبانو سرتېري او قومندانان ځان ته جذب کړي. د طالبانو یو شمېر سرتېري او قومندانان د خپلو رهبرانو له اشرافي ژوند او له لوېديځ او امریکا سره د اړیکو له پراختیا خوښ نه دي او باور لري چې د دوی له جهادي ارمانونو سره «خیانت» شوی دی. تر ډېره حده پورې همدا کسان د داعش له لوري جذبېږي.
د طالبانو سرتېري او قومندانان د پخواني حکومت له لوري په پلچرخي او باګرام زندانو کې بندیان وو او دا چاره د دې لامل شوې چې هغوی په ایډيولوژيکه توګه داعش ته نږدې شي. د افغانستان د پخواني حکومت په پاشل کېدو سره طالبانو د داعش د غړو په ګډون ټول زندانیان خوشي کړي او همدا وجه ده چې د داعش ځواکونه یو ځل بیا منسجم شوي او په افغانستان کې يې د طالبانو پر خلاف بریدونه روان ساتلي دي.