اطلاعات روز: د طالبانو د لومړي وزير اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر وايي چې د «ترمذ د نړیوال سوداګریز مرکز» پرانیستنه د اوږدمهالې رفاه او پرمختیا په لړ کې د کابل او تاشکند تر منځ د د دوستۍ، ملګرتیا او همکارۍ نوی څپرکی دی.
ښاغلی برادر نن سهار (پنجشنبه، ۸ د وږي) ترمذ ته تللی و، په خپلو خبرو کې يې وويل چې د دې مرکز په پرانیستنې سره د محصولاتو د تولید او پروسیس امکانات او د صادراتو په برخه کې اسانتیاوې زیاتې شوې دي او په دې سره به سیمهییزو او نړیوالو بازارونو ته لاسرسی اسانه شي.
ده دا د سیمې په کچه یو مهم سوداګریز مرکز وباله او زیاته یې کړه چې د مرکزي او سويلي اسیا سوداګریزه دروازه به وي.
همدا راز عبدالغني برادر وويل چې دا مرکز د سوداګرۍ په برخه کې د افغانستان او ازبیکستان سوداګرو ته لازم امکانات او فرصتونه برابروي تر څو د خپلو محصولاتو او تولیداتو د پلورنې لپاره مناسب بازارونه ومومي او د سیمې په اقتصادي وده کې فعال رول ادا کړي.
«د ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز» چې «د افغانستان او ازبیکستان د ګډ بازار» په نوم هم یادېږي، د ازبیکستان له لوري په ترمذ ښار کې پر ۱۲۰ جریبه ځمکه جوړ شوی او ۷۵ میلیون ډالره لګښت پرې شوی دی.
ويل کېږي چې د افغانستان وګړي کولای شي په دې بازار کې له ویزې پرته ۱۰ ورځې راکړه-ورکړه وکړي.
د دې سوداګریز مرکز د جوړېدو تفاهملیک د افغانستان د پخواني حکومت او ازبیکستان تر منځ لاسلیک شوی و.