close

هلمند کې د بُست تاریخي کلا د نړیدو له جدي ګواښ سره مخ ده

بُست کلا د هلمند يوه لرغونې کلا ده، دا کلا د یوې ستراتېژیکې نقطې په توګه د ډېرو پیړیو په اوږدو کې د سیاسي او نظامي ارزښت درلودونکې وه. د بُست کلا جوړښت په تاریخي لحاظ د سلجوقي، محمود غزنوي او صفاري دورو پورې اړه لري چي د افغانستان او آن د نړۍ په تاريخ کي ځانگړی نوم لري .

د بُست کلا د تاریخ په اړه بېلابېل نظرونه شته، یو شمیر تاریخ پوهان وایي، دغه کلا د نوشيروان د پاچاهي په دوره کي جوړه شوې، خو یو شمیر نور بیا زیاتوي، چې د بُست کلا لرغونتیا د میلاد څخه وړاندې کلونو ته ورګرځي.

د لرغوني افغانستان د تاريخ پاڼو په لوستلو سره دا څرگنديږي چي بُست کلا د افغانستان د هغه وخت يو ډير مشهور او ستراتيژيک ځاي و، له يوې خوا بُست د هلمند او ارغنداب سیندونو په منځ کي موقعيت درلود او بل دا چې د وريښمو مشهور لار چي ايران، هندوستان، چين او ځينې عربي هيوادونو له همدي لارې خپلې سوداگريزې چارې پرمخ بيولې.

دغه کلا چې په تېرو تاریخي دورو کې د علاوالدین غوري، چنگیز خان، ګوډ تیمور، نادر افشار او د افغانستان د څو لسیزو داخلي جګړو کې سخته زیانمنه شوې، اوس د غیرقانوني جوړښتونو او طبیعي پیښو له امله د نړیدو له جدي ګواښ سره مخ ده.

د هلمند اوسیدونکي وایي، د بُست کلا داخلي او بیروني دیوالونه د نړیدو له ګواښ سره مخ دي

د هلمند ځایي خلک د بُست کلا د نړيدو په اړه ژوره اندېښنه لري، دوی له طالبانو او د تاریخي ابداتو د خوندیتوب په برخه کې له نړیوالو موسېساتو څخه غوښتنه کوي چې د دې کلا د تخریب مخه ونیسي او د ترمیم لپاره یې لازمي اقدامات ترسره کړي.

د دې سیمې یو اوسیدونکی عبدالرحمن په دې اړه وویل: «بُست کلا زموږ د تاریخي هویت یوه مهمه برخه ده، که چیرې دا کلا نړېږي، نو زموږ د پخواني فرهنګ یوه ستره برخه به له منځه ولاړه شي، موږ له طالبانو غواړو چې د دې کلا ساتنه وکړي او د هغې د ترمیم لپاره اقدامات ترسره کړي.»

د سیمې اوسیدونکي او فرهنګي فعالان وایي، د کلا دیوالونه او د کلا دننه ودانۍ چې مخکې د جګړې په اور کې سوځېدلې اوس د بارانونو او طبیعي افتونو له ګواښ څخه خوندي نه ده.

هلمند کې فرهنګي فعال اسدالله پتمن د بُست کلا د دیوالونو نړیدل د یوې ودانې نړیدل نه بولي، بلکې زیاتوي چې د دې کلا له منځه تلل د یو ملت د تاریخ او هویت د یوې مهمې برخې له لاسه ورکولو په معنا دي.

نوموړي وویل: «بُست کلا د افغانستان د تاریخي او فرهنګي میراث یوه نه جبرانېدونکې برخه ده، دا کلا د سلګونو کلونو تاریخ شاهده ده او په خپلو دیوالونو کې د تمدنونو او امپراطوریو کېسې لري، د دې کلا د دیوالونو نړېدل یواځې د یوې ودانۍ له منځه تلل نه دي، بلکې د یوه ملت د تاریخ او هویت د یوې مهمې برخې له لاسه ورکول دي، د یو فرهنګپال په توګه، زه په دې باور یم چې که د بُست کلا د ترمیم او ساتنې لپاره جدي ګامونه پورته نه شي، نو زموږ راتلونکي نسلونه به له دې تاریخي شتمنۍ بې برخې شي؛ موږ اړتیا لرو چې نه یوازې د دې کلا فزیکي جوړښت خوندي کړو، بلکې د هغې معنوي او تاریخي ارزښت هم وساتو، طالبان، نړیوالې ټولنې، او په ځانګړي ډول د یونسکو په څېر نړیوالې ادارې باید د دې کلا د نړېدو د مخنیوي لپاره سمدستي اقدام وکړي، که دا اقدامات ونه شي، نو دا به زموږ په فرهنګي تاریخ کې یو نه جبرانېدونکی زیان وي.»

د بُست کلا دننه برخه

د بُست کلا نه یوازې کلتوري او تاریخي ارزښت لري، بلکې د سیمې اقتصاد په غوړیدو کې هم زیاته مرسته کړې، چې د شاوخوا دوکانونو، کورونو او ځمکو اقتصادي ارزښت ورسره لوړ شوی او ترڅنګ یې لیدو ته هر کال په زیات شمیر داخلي او بهرني سیلانیان راځي.

د دې سیمې یو تن هټۍ وال ۲۸ کلن سمیع الله په دې اړه په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «سیلانیان له ټول افغانستان او بهر څخه دې ځای ته راځي، که چیرې کلا نړېږي، نو نه یوازې موږ خپل تاریخ له لاسه ورکوو، بلکې د سیلانیانو شمېر به هم کم شي، چې دا به زموږ په اقتصاد بد اغېز وکړي.»

د دې سیمې سپین ږیري بیا د دې کلا سره خپلې د کلونو خاطرې بیانوي. حاجي محمد چې د دې کلا په ترمیم کې د سردار محمد داود خان په وخت کې کار کړی د کلا اوسني حالت ته انديښمن دی او وایي، دغه کلا یې د نیکونو میراث دی او که د تخریب مخه یې ونه نیول شي، راتلونکی نسل به مو تاریخ هیر کړي.

نوموړي اطلاعات روز ورځپاني ته په خپلو خبرو کې داسي وویل: «دا کلا زموږ د نیکونو یو یادګار دی، او موږ یې د راتلونکو نسلونو لپاره خوندي کول غواړو، له طالبانو هیله لرو چې د دې ځای اهمیت درک کړي او د ترمیم کارونه یې ژر تر ژره پېل کړي.»

په تېر جمهوري نظام کې د ملي پراختیا شرکت له لوري د بُست کلا د بیا رغونې چارې پېل شوې وې، خو د طالبانو راتګ یې کارونه ځنډیدلي دي

د دې ولایت یو شمیر فرهنګي فعالان هم د یادې کلا د اوسني وضعیت په اړه انديښمن دي، دوی د تاریخي اثارو د خوندیتوب له نړیوالو ادارې یونسکو څخه غواړي چې د بُست کلا د خوندیتوب په برخه کې جدي اقدام وکړي ترڅو نوموړې کلا د نړیدو له ګواښ څخه وژغول شي.

تاریخ پوه او لېکوال محمد اسماعیل شریعتیار وایي، بُست کلا د افغانستان او نړۍ په تاریخ کې مهم ځای لري، چې د همدې تاریخي کلا له کبله په نړۍ کې افغانان شهرت لري، خو په وینا یې اوس د کلا دیوالونه او د کلا دننه برخه د باران او نورو طبیعي افتونو له ګواښ څخه خوندي نه ده.

نوموړي اطلاعات روز ورځپاني ته په خپلو خبرو کې وویل: «بُست کلا زموږ هویت دی، هلمند چې یو څوک پیژني لومړی یې د بُست کلا تاریخي ارزښت سترګو ته ودریږي، ځکه هغوی پوهیږي چې په دې تاریخي سیمو کې څوک اوسیدل، زموږ شهرت د همدې تاریخي سیمې له برکته دی، دا که له منځه ولاړې شي، نو موږ به خپل هویت د لاسه ورکړو.»

د بُس کلا شاوخوا سیمې د خلکو له لوري غصب شوي دي

د دې کلا د تخریب او نړېدو ترڅنګ یو شمېر کسانو د دې تاریخي ودانۍ ځینې برخې غصب کړي، چې دې چارې په هلمند کې زیات شمیر فرهنګیان اندیښمن کړي دي.

 د هلمند ولایت یو تن شاعر او ليکوال اسدالله حق دوست وایي: «بُست کلا د افغانستان د تاریخ یوه مهمه برخه ده، د دې تاریخي ځای د غصب او د زراعت لپاره د کارونې په صورت کې، نه یوازې د کلا د تاریخي ارزښت له منځه ځي، بلکې د دې د ساتنې لپاره ترسره شوې هڅې هم بې ګټې کېږي. که چیرې طالبان یا په دې برخه کې نورې نړیوالې موسېسې ژر اقدامات ونه کړي، نو دا ستر تاریخي میراث د له منځه تلو سره مخ دی.»

د بُست کلا د نړېدو په اړه اندېښنې داسې مهال زیاتې شوي، چې په ۱۳۹۹ کال کې د دې کلا د رغونې لپاره ۱۵ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې وې، چې د بُست کلا ترڅنګ څلور نورې تاریخي ودانۍ هم رغول کیدې او چارې روانې وي، خو د طالبانو بیا ځل حاکمیت سره یې د رغونې کارونه په بشپړه توګه دریدلي او طالبانو یې د بیا پېل په اړه څه نه دي ویلي.