close

سویلي حوزه کې کور په کور د واکسین پېل؛ ارزګان کې زرګونو پاتې ماشومانو ته واکسین رسیدلی

د هیواد د سویلي حوزې په کندهار، هلمند، زابل او ارزګان ولایتونو کې طالبانو د تېرو اوو کلونو راهیسې کور په کور د واکسین په کولو بندیز لګولی و او هیڅ واکسیناتور نه شول کولای چې کور په کور واکسین تطبیق کړي، چې د یادې پریکړې له امله دغه حوزه کې زرګونه ماشومان چې د واکسین پر شرایطو برابر وو له واکسین څخه پاتې شوي، چې ورسره په چاپیریال کې د پولیو ویروس د مثبتو پیښو د رامنځته کیدو ویره هم زیاته شوې.

خو، روان کال چې په دغو ولایتونو کې د پولیو د مثبتو پیښو راپور ورکړل شو د طالبانو حکومت اړ شو چې یو ځل بیا کور په کور د پولیو ضد واکسین کمپاین ته اجازه ورکړي ترڅو ټولو ماشومانو ته واکسین ورسیږي، چې د یاد کمپاین په پېل سره د سویل د نورو ولایتونو ترڅنګ ارزګان کې زرګونو هغو ماشومانو ته واکسین رسیدلی چې تر دې وړاندې ورته هیڅ ډول واکسین نه وو تطبیق شوی.

ارزګان کې د طالبانو روغتيايي مسوولين وايي، چې له کله نه چې کور په کور د ګوزن ضد واکسین کمپاین ته اجازه ورکړل شوې په دغه ولایت کې نږدې ۳۰۰ زرو ماشومانو ته واکسین رسيدلی، په داسې حال کې چې تېر کلونه دغلته د ۱۴۵ زرو څخه تر ۲۰۰ زرو پورې ماشومان واکسین کیدل او نور ټول به له واکسین څخه پاتې کیدل.

په دې ولايت کې د واکسين د بيړنۍ خوني مشر ډاکټر بخت محمد مصطفی وویل: «اوس مهال زموږ په ولايت کې ۲۹۲ زره ماشومان واکسين کيږي چې د پخوا په پرتله په کې زياتوالی راغلی دی اوس مهال په ټول ولايت کې داسې سيمه او ماشومان نشته چې د واکسين څخه دې پاتې شي ماشومانو ته نه لاسرسی او  سم سرشميرنه نه ترسره کيدل د دې لامل و، چې زموږ په ولايت کې د ماشومانو شمير کم وو.»

ورته مهال يو شمير هغه کورنۍ چې اوس يې ماشومانو ته تر کوره واکسین رسېږي د يادې پريکړې په عملي کولو خوشاله دي او وايي، چې په تېرو وختونو کې به یې د واکسين په کمپاينونو کې ماشومان له واکسين پاتې کیدل.

د ارزګان اوسیدونکی زین الله چې درې ماشومان یې د واکسین په شرایطو برابر دي وویل، چې په تيرو وختونو کې د کور په کور واکسين د نه شتون له امله  يې څو ځله ماشومان له واکسين څخه پاتې شوي دي.

هغه د کور په کور د واکسين تطبیق یوه بریالۍ پروسه بولي او زیاتوي، چې په دې پروسه کې هیڅ ماشومام له واکسینه نه پاتې کېږي.

نوموړي وویل: «دا يو ډير ښه ګام اخيستل شوی دی پخوا به يوه ستونزه دغه وه چې ډير وخت واکسيناتوران مسجد ته راتلل کور کې به څوک نه وو چې ماشومان يې هلته  ور وړي وی، خو اوس چې کور په کور واکسين پېل شوی زه باور لرم چې په هيڅ کور کې به ماشومان له واکسين څخه نه پاتې کېږي.»

د ارزګان خلک کور په کور د واکسین له تطبیق خوښ دي

په ارزګان ولايت کې داسې مهال کور په کور د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پېلېږي چې لاهم د واکسین د تطبیق په ګرځنده ټیمونو کې ښځینه واکسیناتورانې شتون نه لري او یوازې په کم شمير روغتيايي مرکزونو کې ښځينه واکسيناتورانې شته دي.

ارزګان کې عام خلک وايي، که په دې ولايت کې ښځينه واکسيناتورانې په دندو وګمارل شي د واکسين تطبیق پروسه به اسانه شي او هغو ماشومانو ته به هم واکسین ورسیږي چې کورنۍ نه غواړي واکسین ورته ورکړي.

په دې ولایت کې قومي مشر ملک عبدالمحمد د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې په رضاکارانو کې دې ښځې هم په دندو وګمارل شي.

هغه وویل: «د نارينه وو په پرتله ښځينه واکسيناتورانې ډيرې ښې دي ځکه ښځينه واکسيناتورانې کولای شي چې په ډيرې اسانۍ سره زموږ ماشومانو ته واکسين ورسوي موږ د مسوولينو څخه غوښتنه کوو چې په دندو دې ښځينه واکسيناتورانې هم وګماري ترڅو زموږ ماشومانو ته په کورونو کې واکسينونه ورسيږي.»

ارزګان کې خلک غوښتنه کوي چې د واکسین د تطبیق په ګرځنده ټیمونو کې دې د نارینه واکسیناتورانو ترڅنګ ښځینه واکسیناتورانې هم په دندو وګمارل شي

بلخوا بیا ارزګان کې د واکسين په بیړني مرکز کې یوې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط وويل، چې دغلته کلتوري ستونزې د دې لامل شوي چې د واکسيناتورانو په ګرځنده ټیمونو کې ښځينه کارکوونکې په دندو ونه ګمارل شي.

دغې سرچینې زیاته کړه، چې راتلونکي کې به هڅه وکړي ترڅو په ياد ولايت کې د واکسين رسولو برخه کې خلکو ته لا زياتي اسانتياوي رامنځته کړي ترڅو ټول ماشومانو ته واکسين ورسيږي.

دغه راز ارزګان کې د کور په کور واکسین پېل سره ۱۲ سوه هغه کسانو ته کار پیدا شوی چې بې روزګاره وو او اوس د یو واکسیناتور په توګه دنده پرمخ وړي.

غلام فاروق چې دا مهال ارزګان کې د یو واکسیناتور په توګه دنده پرمخ وړي، وایي چې د دې ترڅنګ ګڼو ځوانانو ته د واکسین د تطبیق په پروسه کې کار پيدا شوی او له خپل کار خوشاله دي.

هغه وویل: «څو مياشتې مې دنده نه درلوده اوس چې واکسين کور په کور شوی دی ماته هم کار پيدا شوی دی ډير خوشاله يم زموږ نور ملګري چې پخوا بې روزګاره وو هغوی هم اوس دلته زموږ سره کار کوي او ماشومانو ته واکسين ورکوو.»