ننګرهار او لغمان ولایتونو ته په دې وروستیو کې له پاکستان څخه د راستانه شويو افغان کډوالو یې یو شمیر له څه مودې تیریدو وروسته د اقتصادي ستونزو، بې روزګارۍ او پر نجونو د زده کړو د بندیز له کبله اړ شوي چې بیرته پاکستان ته پر قاچاقي لارو ور وګرځي.
د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ اوسیدونکی حیات الله چې نږدې شپږ میاشتې وړاندې له خپلې څلور کسیزې کورنۍ سره له پاکستان څخه بیرته هیواد ته راستون شوی و، خو دوه اوونۍ کېږي بیرته له خپلې میرمن او دوو لوڼو سره د دور بابا ولسوالۍ اړوند «څڅوبي» له لارې په قاچاقي ډول بیرته پاکستان ته ستون شوی دی.
نوموړی وایي، کلونو وړاندې د داعش ډلې او د تېر حکومت ترمنځ د جګړو له کبله پاکستان ته له خپلې کورنۍ سره کډوال شوی و، خو بیرته خپل کلي ته په راستنیدو یې کور د جګړو پر مهال له منځه تللی و او له کبله یې هغه له خپلې کورنۍ سره څو میاشتې په کنډوالو کې او خېمو کې تیرې کړې.
هغه زیاتوي په هیواد کې دننه د کار نشتون او بې روزګارۍ له کبله اړ شو چې بیرته پاکستان ته ستون شي.
حیات الله وویل: «زه له خپلې کورنۍ سره څه باندې شپږ میاشتې مخکې هیواد ته راستون شوی وم او مونږ تمه درلوده، چې په افغانستان کې به مو ژوند ښه شي، خو دلته په راتګ راسره هماغه په لومړي سر کې څه مرسته وشوه او بیا هیڅ کومک ونشو، بې روزګاري زیاته وه او له همدې کبله اړ شوم چې له خپلې میرمن او دوه لوڼو سره پر قاچاقي لاره پاکستان ته لاړ شم او پاتې د کورنۍ غړي به هم پر یوه لاره بیرته پاکستان ته راولم ځکه هلته په هیواد کې ژوند سخت او ستونزمن دی.»
نوموړی وایي، هیواد ته د راستنیدو پر مهال ورسره د طالبانو حکومت د استوګنیزو نمرو د ورکړې او نورو برخو کې ژمنې کړي وې، خو تراوسه یې د عملي کیدو هڅ څرک نه لیدل کېږي.
محمد علي هم یو له هغه افغان کډوالو دی چې اوس مهال له خپلې کورنۍ سره د جلال اباد ښار اوومې ناحیې اړوند «الفت مېنې» سیمه کې په یوه کرایه کور کې اوسیږي.
نوموړی وایي، درې لوڼو یې په پاکستان کې تر اووم، اتم او لس ټولګیو زده کړې کړې کولې او هیله یې دا وه، چې لوڼې یې لوړې زده کړې وکړي، خو د پاکستاني پولیسو د زیاتې ځورونې له کبله اړ شو چې خپل هیواد ته راستون شي.
د هغه په خبره اوس مهال په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز او نامعلوم برخلیک اړایستی چې بیرته د خپلو اولادونو سره د کندهار سپین بولدک له لارې پر قاچاقي ډول پاکستان ته کډوال شي.
محمد علي زیاته کړه: «پاکستان کې مې ډیر ښه کار روزګار جوړ و، خو پاکستاني پولیسو په اخر کې دومره په تنګ کړو چې هر څه راڅخه پاتې شول او هیواد ته راستانه شولو، درې لوڼې لرم او پر دوی مې تعلیم کابو تر نیمایي رسولی خو له کله راهیسې چې افغانستان ته راستانه شوي یو نو لوڼې مې ډیرې پریشانه دي او همدا وایي، چې زمونږ تعلیم به څنګه کېږي، نو اوس د خپلو لوڼو راتلوونکې ته اندیښمن یم او داسې تصمیم مې نیولی چې بیرته پر یوله لاره پاکستان ته له خپلې کورنۍ سره ورستون شم او هلته مې پر خپلو لوڼو تعلیم وکړم ځکه اوس مهال افغانستان له یو نامعلوم برخلیک سره مخ دی.کومې وعدې چې حکومت کړې وې تر اوسه یې نه دي عملي کړي نه یې مونږ ته نمرې راکړي او زیاتره خلک بیرته پاکستانه ستانه شول مجبور شول دلته یې اوسیدو ځای نه وو.»
د محمد علي په خبره نه یوازی دی بلکې په دې وروستیو کې زیاتره له پاکستان او ایران څخه بیرته راستانه شوي کډوال د اوسیدو د ځای د نشتون له امله په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې په کرایي کورونو کې استوګن دي.
د لغمان اوسیدونکی انعام الله هم ورته شکایت کوي او وایي، پوره اته میاشتې وشوې چې د تورخم له لارې خپل کلي ته له پاکستان څخه راستانه شوی دی.
د هغه په خبره په پاکستان کې بد اقتصادي وضعیت او د پولیسو له لوري د افغانانو په یوه او بله نامه ځورول کیدو له امله دیته اړایستل شو چې بیرته خپل هیواد ته راستون شي.
خو، په خبره یې بې کاري، بې وزلي، لوږه او پر نجونو د زده کړو بندیز هغه ننګونې دي چې دی یې بیرته پاکستان ته پر تګ مجبور کړی دی.
انعام الله وویل: «اته میاشتې وشوې چې زه له خپلې کورنۍ سره د تورخم له لارې هیواد ته راستون شوی یم، هماغه لومړي سر کې چې مرستې شوي بیا هیڅ نه دي شوي او همدا لامل دی چې کبله یې راستانه شوي کډوال له زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، ځکه کار روزګار نشته او لګښتونه زیات دي نو که په پاکستان کې هر څومره سخته وه، خو کار مو نه دریده او ماښام مو کورنۍ ته یو څه نفقه برابروله خو دلته هر څه په ټپه ولاړ دي او همدا لامل دی چې ما بیرته پاکستان ته پر قاچاقي لاره د تګ تابیا نیولې او هڅه کې یم چې بیرته پاکستان ته ستون شم او هلته خپل ژوند بیرته له سره پېل کړم.»
د نوموړي په وینا زیاتره راستانه شوي کډوال په هیواد دننه د کار نشتون، اقتصادي ستونزو او د طالبانو له لوري پر نجونو د زده کړو بندیز او تازه محدودیتونو له کبله مجبور شوي چې بیرته پاکستان او یا ایران ته ورستانه شي.
د لغمان یو بل اوسیدونکی عبدالصمد هم په افغانستان کې د بې روزګارۍ اوج، ناوړه اقتصادي وضعیت او د خلکو په فردي ژوند کې د طالبانو له لوري د لاسوهنې او محدودیتونو له کبله تابیا نیولې چې بیا پاکستان ته ور وګرځي.
د هغه په خبره هیواد ته له راستندیو وروسته ورته څه ډول چې لازمه وه، مرستې نه دي ورسیدلي او اوس مهال له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
دعبدالصمد په خبره: «کله چې مونږ پاکستاني پولیسو تنګ کړو نو مونږ خپل هیواد ته د تګ تابیا ونیوله او تمه مو دا وه، چې دلته به حالات ښه شوي وي روزګار به مو جوړ شي، خو کله چې دلته خپل هیواد ته راغلو نو له شته پیسو هم خلاص شو ځکه روزګار نشته او لګښتونه کېږي دغه راز مو طالبان هره ورځ ځوروي چې ږیره دې ولې خریلې؟ ولې دې ویښتان داسې جوړ کړي او په نورو بهانو مو ځوروي نو همدا ستونزې دي چې له امله یې زمونږ خوصله ختمه کړې او بیا غواړم چې موقع برابره شي پاکستان ته له خپلې کورنۍ سره لاړ شم ځکه دلته ژوند سخت دی او د طالبانو محدودیتونه ډیر دي.»
د نوموړي په وینا طالبانو په زوره پر عامو خلکو د ژوند کړۍ راتنګه کړې، چې له کبله یې وګړي مجبور شوي چې کډوالۍ ته مخه کړي.
په ورته مهال د ننګرهار د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو ریاست لپاره د طالبانو رییس بازمحمد عبدالرحمان له پاکستان د راستانه شویو افغان کډوالو د بیرته ورګرځیدو خبره نه ردوي او نه یې تاییدوي خو، وایي په مشخص ډول څوک د کډوال په نامه د تورخم له لارې بیرته پاکستان ته نه دي ورګرځیدلي، خو ځینې راستانه شوي کډوال کیدای شي په انفرادي ډول او نورو بهانو له مختلفو لارو پاکستان ته ورستانه شوي وي.
د نوموړي په خبره له پاکستانه راستنیدونکو کورنیو سره د تورخم په ښارګوټې کې نغدي او نورو برخو کې اړینې مرستې ترسره کېږي او دغه راز یې د دوی لپاره په نورو برخو کې هم لازم تدابیر نیولي دي.
عبدالرحمان وویل: «د تورخم له لارې هره ورځ سلګونه کډوال په زوره خپل هیواد ته راستینږي او دا لړۍ روانه ده، کوم کډوال چې راستنیږي مونږ ورته په تورخم ښارګوټي کې یو ځانګړی کمپ جوړ کړی چې هلته ورسره د موسېساتو له لوري مرسته کېږي او بیا یې کډه په یوه موټر خپل ځانګړې سیمې ته لیږدول کیږي، له دوی سره د موسېساتو له لوري له ستنیدو وروسته هم مرستې کیږي، خو تر اوسه بیرته د تورخم له لارې پاکستان د تلوونکو کډوالو خبره نه ردو او نه یې تاییدو، ځکه زیاتره خلک دي چې دوی د ناروغانو او یا په نورو قاچاقي لارو کیدای شي بیرته پاکستان ته ستانه شوي وي خو مونږ په دې اړه دقیق معلومات نه لرو.»
نوموړی زیاتوي، چې د طالبانو حکومت په یوازې سر د افغان کډوالو ستونزو ته حل لار نه شي موندلی چې په دې برخه کې له نړیوالو د مرستې غوښتنه کوي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال په ۲۹ ولایتونو کې د کډوالو لپاره ۴۶ ښارګوټي شته چې په تېر یو کال کې یې ۱۳ ښارګوټي د کډوالو لپاره پر دایمي استوګنځيو بدل شوي دي.
په ورته مهال پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د چارواکو په حواله راپور ورکړى چې پاکستان د روان کال د جولای له ۲۱مې د اګست تر ١٧مې پورې ۳۲زره او ۲۰۰ افغان کډوال ایستلي دي.
پاکستاني چارواکو ویلي، په دغو کډوالو کې ۷۳۲ کورنۍ هم شاملې دي، چې په ۶۷۴ موټرو کې له افغانستان سره پولې ته لېږدول شوي دي.
بلخوا د نظر خاوندان وايي، چې افغانستان ته په زوره د افغان کډوالو ستنول دې هیواد کې بشري کرکیچ لاپسې زیاتوي.
افغانستان هغه هیواد دی چې نږدې ۹۰ سلنه وګړي یې د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او نړيوالې مرستې هم لاپسې کمیږي.