اطلاعات روز: په ارزګان ولایت کې د طالبانو ځايي مسوولین وایي چې د دې ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې د دوو موټرسایکلونو د ټکر له امله یو کس مړ شوی او یو بل ټپي دی.
د ارزګان ولایت لپاره د طالبانو د امنيې قومندانۍ ویاند بلال ارزګانی ويلي چې دا پېښه تېره شپه (پنجشنبه، ۸ د وږي) د دهراوود ولسوالۍ په بازار او د چهارچينو ولسوالۍ په اډې کې رامنځ ته شوې ده.
نوموړي زیاته کړې چې ژوبل کس د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوی دی.
په هیواد کې وخت ناوخته د ترافيکي پېښو له امله مرګژوبلې پېښېږي چې تر ډېره حده یې عوامل د ترافيکي قوانینو نه مراعتول او د لارو خرابوالی بلل کېږي.