د اقلیمي بدلون له کبله د افغانستان ټول ولایتونه په تېره بیا سویلي ولایتونه له ویجاړوونکې وچکالۍ سره مخ دي، چې په دې وروستیو کې دغلته وچکالي نوره هم پراخه شوې او له کبله یې یوازې د کندهار ولایت په ښار کې ۸۹ سلنه خلک له پاکو اوبو بې برخې شوي دي.
کندهار کې که څه هم یو شمیر کسانو د پاکو اوبو ترلاسه کولو لپاره ژورې برمې وهلي، خو په ښار کې بیا زرګونه هغه کورنۍ چې پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري په ساعتونو ساعتونو د خیریه بنسټونه د اوبو ټانکرونو ته انتظار کوي ترڅو پاکې اوبه ترلاسه کړي.
د کندهار ښار د نهمې ناحیې اوسېدونکی برهان وایي، په دې وروستیو کې دغلته د وچکالي زیاتیدو سره د اوبو سطحه ټیټه شوې، چې له کبله یې څاګانې وچې او زرګونه کورنۍ له پاکو اوبو څخه بې برخې شوي دي.
نوموړي وویل: «وچکالي خلک د ډيرو ستونزو سره مخامخ کړي، زموږ د نهمې ناحیې خلک نه د څښاک لپاره پاکې اوبه لري او نه د کارولو لپاره، هرې خوا ته وچکالي خپره ده، د ډيرو کورو خلک درې څلور ساعته د اوبو په انتظار ناست وي، خو کله چې د اوبو ټانکر ورشي نو درې یا څلور ډبې اوبه ورڅخه ترلاسه کړي، هغه سیمه کې چې اوبه نه وي خلک یې نظافت هم نه مراعت کوي.»
برهان د طالبانو له حکومت او خیریه موسېساتو غواړي چې د کندهار ښار لپاره د پاکو اوبو د نشت په برخه کې د خلکو ستونزې حل کړي.
همدارنګه د کندهار ښار د دولسمي ناحیې اوسېدونکی حجت الله وایي، په دې ولایت کې د تېرو کلونو په پرتله وچکالي پراخه او د اوبو سطحه ۱۶۰ مترو ته ټیټه شوې ده.
نوموړی زیاتوي، د تېرو کلونو پر مهال چې کندهار کې د اوبو مهارولو په موخه کوم چیک ډیمونه جوړ شوي وو بیرته له منځه تللي او خلک همغسې د اوبو د نشت سره مخامخ دي.
هغه وویل: «خلک په کورو کې اوبه نه لري مجبوره دي د ځمکې له تل څخه اوبه راوباسي، د کندهار یو لوی ښار دی نفوس یې ورځ تر بلې د ډیرېدو په حال کې دی تر ځمکې لاندې اوبه هم ختمېږي، بیا به سبا دغه اوبه هم نه وي، حکومت یې باید غم وخوري، چیک ډیمونه ورته جوړ کړي په هرې ناحیې کې ځایونه شته چې په ډير کم مصرف ښه چيک ډیم پرې جوړیږي، په ټول کندهار ښار کې یوازې د دوو ناحیو خلک اوبه لري دا نور ټول بې اوبو دي.»
دغه راز د کندهار په ښار او ولسوالیو کې باغداران، کروندګر او عام وګړي د ځمکې له منځ څخه د سولري برېښنا یا ماشینونو په وسیله په داومدار ډول خوږې اوبه راباسي چې دې چارې هم د ځمکې لاندې اوبه کمې او د ښار ترڅنګ د ولسوالیو په یو شمیر سیمو کې یې خلک له پاکو اوبو بې برخې کړي دي.
د کندهار د ډنډ ولسوالۍ اوسېدونکی غلام محمد وایي، د تېرو کلونو په پرته دې سمیه کې وچکالي پراخه شوې چې ورسره جوخت یې د خلکو اندېښنې هم راپورته کړي دي.
غلام محمد زیاتوي، چې هره اونۍ اړدي چې د ۱۶۰۰ افغانۍ په بدل کې یو ټانکر اوبه راونیسي، خو په خبره یې چې بیا یې هم یاده اندازه اوبه د کورنۍ لپاره بسنه نه کوي. نوموړی د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې د وچکالۍ په برخه کې جدي اقدام وکړي.
هغه په خپلو خبرو کې وویل: «په ټول کندهار ښار او ولسوالیو کې داسې ځای نشته چې هلته د اوبو سطحه نه وي ټيټه شوي، داسې وخت هم را روان دی چې خلک به د څښاک لپاره پاکې اوبه نه شي پیدا کولای، دلته خلک باغونه په خوږو اوبو خړوبه کوي، د حمام او نورو اړتیاوو لپاره د ځمکې د تل له خوږو اوبو څخه استقاده کوي، تر ځمکې لاندې خو دومره اوبه نشته ورځ په ورځ په وچېدو دي، په کندهار کې خلک اوس د کوچینو برمو پر ځای په کورو کې غټي پېچي برمې وهي هغه هره برمه ۲۰۰ متره تر ځمکې لاندې وهل کېږي.»
د کندهار د ډنډ ولسوالۍ اوسېدونکی نورالله وایي، چې د ژورو څاګانو د ډیریدو له امله د ځمکې لاندې د اوبو سطحه ټیټه شوې، چې له امله یې ګڼ شمېر باغونه وچه شوي دي.
نوموړی زیاتوي چې د اوبو سره د خلکو او باغدارانو بې باکي او نه سپما ښایي د وچکالی روان ناورین نور هم پراخ کړي.
نورالله وویل: «په کندهار ښار کې مو برمې وچې شوې اوبه مو په پیسو رانیولې، نو باره راکډه شو ډنډ ولسوالۍ ته اوس دلته هم اوبه کرار پر ختمېدو دي د برمې اوبه مو ۶۰ متره ته راټيټي شوي، خلک اوبه مصرفوي خو راتلونکي ته حساب نه کوي، چې سهار شي د لمر راختو سره پر دا باغو او زراعتي ځمکو د برمې اوبه راشروع شي بیا چې لمر لوېږي ترهغو د ځمکې اوبه رایستل کېږي، که وچکالي راشي نو بیا به ډير خلک خپل سیمې هم پرېږدي او نورو خواو ته به کډه شي.»
په همدې حال کې د کندهار د اوبو او کانالیزاسیون امریت لپاره د طالبانو مسوولین وایي، د کندهار ښار یوازې ۱۱ سلنه وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی لري.
د کندهار د اوبو او کانالیزاسیون امر انجینر نیاز محمد وایي، دا مهال د کندهار په بېلابېلو سیمو کې خلک د پاکو اوبو د نشت سره مخامخ دي چې په وینا یې دغو وګړو ته د پاکو اوبو رسولو پر پلانونو کار روان دی.
انجنیر نیاز محمد زیاتوي، د کندهار ښار د پنځمې، شپږمې، اوومې، نهمې، لسمې، یولسمې، دولسمې او دیارلسمې ناحیو اوسیدونکي چې د ښار د نفوس ۸۹ سلته برخه تشکیلوي پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.
نوموړي وویل: «موږ د ټولو ناحیو لپاره پلانونه لرو، پلان دادی چې د ټولې دولسمې ناحیې لپاره موږ د پاکو اوبو رسولو پروژه لرو چې اوس یې کار روان دی، د نهمې ناحیې لپاره هم موږ پروژه لرو چې ۴۰ فیصده کارونه یې بشپړه شوي او د اومې ناحیې لپاره هم موږ پروژه لرو چې د یوه ګذر لپاره مو شبکه جوړه کړې او د نورو لپاره یې هم په پلان کې لرو چې جوړه یې کړو، اوس په مجموع کې د کندهار ۱۱ فیصده خلک پاکو اوبو ته لاسرسی لري.»
هغه ولسوالیو کې د وچکالۍ په اړه زیاته کړه، چې د ښار په څېر هلته هم د اوبو سطحه مخ پر ټیټېدو روانه ده، خو په وینا یې چې مخنیوي لپاره به یې هلته هم بېلابېلې پروژې عملي کړي.
که څه هم افغانستان د اقلیمي بدلون له کبله له سختې وچکالۍ سره مخ دی او وخت ناوخت په یو شمیر ولایتونو کې د سیلابونو راوتو له کبله پراخې ویجاړۍ رامنځته کېږي، خو د اوبو د مدیریت په برخه کې نه تېر جمهوریت او نه هم د طالبانو اوسني سرپرست حکومت د پام وړ ګام اخیستی دی.