اطلاعات روز: ځايي سرچینې وايي چې د کندهار ولایت په ژېړۍ ولسوالۍ کې د «وحیدالله» په نوم یوه ۲۲ کلن ځوان د زهرو په خوړلو سره خپل ژوند پای ته رسولی دی.
د سرچینو په وینا، وحیدالله د کندهار د ژېړۍ ولسوالۍ د «سنځري» کلي اصلي اوسیدونکی و او پرون (پنجشنبه، ۱۵ د وږي) یې په خپل کور کې زهر خوړلي او مړ شوی.
سرچینې وایې، وحیدالله د کورني تاوتریخوالي له امله ځان وژنه کړې.
ځايي سرچینو اطلاعات روز ته ويلي چې تر دې یوه میاشت وړاندي د وحیدالله بل ورور چې «احمد ولي» نومېده هم زهر خوړلي و او ځان وژنه یې کړې وه.
کندهار کې د طالبانو ځایي پولیسو دا پېښه تایید کړې او زیاتوي چې د وحیدالله جسد یې تر زهر خوړلو وروسته کندهار ښار کې میرویس حوزوي روغتون ته لېږدولی دی.
درې ورځې وړاندې هم د کندهار ښار په دوهمه ناحیه کې د «میرام شاه آغا» په نوم یو بل ځوان هم ځان زندۍ کړی او ځان وژنه یې کړې وه.
د یادونې وړ ده چې پر هیواد د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د هیوادوالو تر منځ د ځان وژنې کچه لوړه شوې ده چې تر ډېره حده یې لامل بېکاري او بد اقتصادي وضعیت بلل کېږي.