close

د طالبانو رهبر د بدخشان مسوولینو ته: فرمانونه تطبیق کړئ، د تبلیغاتو تر اغېز لاندې مه راځئ

اطلاعات روز: په بدخشان کې ځايي سرچینې وايي چې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده دې ولایت ته د سفر پر مهال ځايي طالبانو ته ويلي دي چې د ده له لوري کوم احکام او فرمانونه ورکول کېږي، په جدیت سره دې تعقیب کړي او د تبلیغاتو تر اغېز لاندې دې نه راځي.

د سرچینو په وینا، هبت الله اخوندزاده پرون (چهارشنبه، ۱۴ د وږي) بدخشان ولایت ته سفر کړی او په دې ولایت کې یې د طالبانو له ځايي مسوولینو سره ليدلي دي.

سرچینې وايي چې د طالبانو مشر همدا راز د دې ډلې ځايي مسوولینو ته سپارښتنه کړې چې له علماوو سره دې متحد شي.

ده ويلي چې که د دې ډلې مسوولین له علماوو سره متحد شي، بل څوک د دوی پر خلاف غږ نشي پورته کولای.

په بدخشان کې د طالبانو مسوولینو تر اوسه دې ولایت ته د هبت الله اخوندزاده سفر رسما نه دی تایید کړی.

د طالبانو مشر تر بدخشان وړاندې بلخ، کندوز، سمنګان او جوزجان په شمول د شمال نورو ولایتونو ته هم سفر کړی دی.

ده په دې ولایتونو کې هم د طالبانو له ځايي مسوولینو غوښتي چې احکام او فرمانونه دې په جدیت تطبیق کړي.

دا پر هیواد د طالبانو تر واکمنېدو وروسته شمالي ولایتونو ته د هبت الله اخوندزاده لومړنی سفر دی.

طالبانو د هبت الله اخوندزاده د سفر هیڅ ویډیو او عکس نه دی خپور کړی. ده د دې سفرونو پر مهال یوازې د طالبانو له ځايي مسوولینو سره ليدلي او تر اوسه یې له عامو خلګو سره د لیدنې راپور نه دی ورکړل شوی.