له وروستیو معلوماتو سره سم، د دايکندي او غور تر منځ ۱۴ ملکي هزاره ګان په ډزو وژل شوي دي او ورسره هممهاله د داعش خراسان څانګې د دايکندي او غور تر منځ په هزاره مېشتې سیمه کې د هزاره ګانو د وژنو مسوولیت منلی دی.
دې ډلې په خپله خبرپاڼه کې ويلي چې په دې برید کې ۱۵ تنه وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي.
د دې پېښې د قربانیانو له خپاره شوي نوملړ څخه ښکاري چې څلور تنه نور ژوبل دي، خو ځيني سرچینې د ژوبلو کسانو شمېر زیات ښيي. د سرچینو په وینا، د ځینو ژوبلو کسانو وضعیت خراب دی. د پېښې ټول قربانیان نارینه دي.
اطلاعات روز ته چې د ژوبلو کسانو کوم انځورونه رسېدلي، د هغوی شمېر تر څلورو کسانو زیات ښکاري.
د سرچینو په وینا، ټول قربانیان د دايکندي د سنګتختوبندر ولسوالۍ د «قریودال» سیمې اوسېدونکي دي. دوی نن غرمه (پنجشنبه، ۲۲ د وږي) د کربلا د زیارتوالو مخې ته د دايکندي او غور تر منځ یوې سيمې ته د هرکلي لپاره تلل.
يوه ژوبل کس ويلي چې شاوخوا له ۲۰ تر ۲۵ کسانو پوري د کربلا زیارت ته تللي وو او کله چې دوی د دایکندي د «قریودال» او د غور د «پهلوسنګ» کليو تر منځ د زیارتوالو راتلو ته منتظر وو، د وسلوالو کسانو له خوا پرې ډزې وشوې.
د دې فرد په وینا، وسلوال څلور کسان وو چې پر دوو موټرسایکلونو سپاره وو.
په غور او دايکندي کې طالب مسوولینو په دې اړه څه نه دې ويلي.
تر اوسه هیڅ ډلې او فرد د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.
پخوا هم د غور او له دایکندي تر منځ او د دې ولایتونو پر مواصلاتي لاره هزاره ګان د وژنې له پېښو سره مخ شوي دي.
یوه سرچینه وايي چې څلوېښت ورځې وړاندې هم د اهل بندر سیمې یو اوسېدونکی د غور-دایکندي تر منځ سیمه کې ووژل شو او دوه تنه نور ژوبل شول.
د سرچینې په وینا، نننی برید په داسې مهال کې شوی چې دوې ورځې وړاندې په دایکندي کې د طالبانو والي د دایکندي-غور د لارې د امنیت په اړه ډاډ ورکړی و.