اطلاعات روز: یو شمېر سرچینو له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې تایید کړې چې «۱۱ ملکي» هزاره ګان د ناپېژانده وسله والو کسانو له لوري د دایکندي او غور ولایتونو په سرحدي سیمه کې وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
سرچینې وايي چې د دې پېښې قربانیان د سنگتختوبندر ولسوالۍ د «قریودال» سیمې اوسیدونکي دي او دوی د کربلا د زیارت کوونکو د هرکلي لپاره غور ولایت ته روان وو.
سرچینې زیاتوي، ناپېژانده وسله والو کسانو نن غرمه (پنجشنبه، د سنبلې ۲۲مه) د دایکندي – غور پر لار د غور د «پالوسنگ» سیمې په «قریودال» غونډۍ کې دا ملکیان په ډزو وویشتل.
سرچینې وایي، څلورو وسلوالو دا ملکیان له فلانکوچ موټر څخه ښکته کړي او بیا یې پرې ډزې کړې دي.
تر دې مخکې سرچینو د دې پېښې د تلفاتو شمېر تر ۱۲ تنو زیات ښودلی و.
په دې اړه په غور او دایکندي کې طالب چارواکو تر اوسه څه نه دې ويلي.
تر اوسه د دې ډله ییزې وژنې مسئولیت کوم فرد یا کومې ډلې نه دی منلی.
په تېرو وختونو کې هم د غور او دایکندي تر منځ پر مواصلاتي لاره کې هزار مسافر وژل شوي دي.
یوې سرچینې ويلي چې څلوېښت ورځې وړاندې هم د بندر سیمې یو ځوان د غور-دایکندي په سرحدي سیمو کې وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي وو.
د سرچینې په وینا، نننی برید په داسې حال کې شوی چې دوې ورځې وړاندې د دایکندي طالب والي د دایکندي-غور د لارې د امنیت ډاډ ورکړی و.