اطلاعات روز: د بښنې نړیوال سازمان د سیاسي چارو شنونکي جاوید کوهستاني او په غزني کې د خبریال حکمت ارین د نیول کېدو په غبرګون کې ویلي، چې طالبان دې د خلکو ورکول او خپلسرې نیونې ختمې کړي.
دې سازمان نن (چهارشنبه، ۱۲ د تلې) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې وروستۍ خپلسرې نیونې د طالبانو د ظلم څرګندونه کوي چې د هر هغه چا پر وړاندې ترسره کېږي چې په سولییز ډول د خپلو نظریاتو د څرګندولو جرات کوي.
د بښنې نړیوال سازمان ویلي، چې د افرادو خپلسرې نیونه د نړیوالو بشري حقونو د قوانینو پر اساس د افغانستان له تعهداتو ښکاره سرغړونه ده.
دې سازمان ټینګار کړی چې طالبان باید سمدلاسه جاوید کوهستاني، حکمت ارین او نور کسان چې غیرقانوني نیول شوي خوشې کړي او د خلکو ورکول، خپلسرې نیونې، شکنجې او له هغو افرادو سره ناوړه چلند ختم کړي چې د خپل بیان او سولییزو غونډو له حق څخه استفاده کوي.
د سیاسي مسایلو شنونکی جاوید کوهستاني تیره پنجشنبه (۵ د تلې) د کابل په شمال کې ونیول شو. د یوې اوونۍ له تېرېدو سره-سره تر اوسه د هغه د برخلیک په اړه معلومات نشته.
د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، چې د یکشنبې په ورځ (۸ د تلې) د طالبانو استخباراتو په غزني کې د «خوشحال» خصوصي راډیو مدیر حکمت ارین هم نیولی دی.
یوه سرچینه وایي، چې حکمت ارین تورن شوی چې په یوه غږیز پیغام کې یې د طالبانو پر ځانمرګو بریدونو خبرې کړي او په راډیو کې یې خپرې کړې دي او په دې سره یې د طالبانو «سپکاوی او بې احترامي» کړې ده.
په غزني کې د ارین ملګرو ویلي، چې دا پېښه د طالبانو تر بیا واکمنېدو مخکې ده او پر هغه لګول شوی تور ناسم دی.