close

په پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند لاریون؛ د ۶۰ افغانانو په شمول ۴۱۲ تنه نیول شوي

اطلاعات روز: پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دې هیواد پولیسو په اسلام اباد کې د تحریک انصاف ګوند تر لاریون وړاندې ۴۱۲ کسان چې ۶۰ افغانان دي، نیولي دي.

د ایکسپریس ټریبیون د راپور له مخې، دا کسان پرون د اسلام آباد له براکاهو، ترنول او سنجاني سیمو څخه نیول شوي دي او له دوی څخه غشي، میخ لرونکي ډنډې او ډبرې ترلاسه شوي دي.

د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند پلویان نن (جمعه،۱۳ د تلې) د پاکستان د پلازمینې اسلام اباد په «ډي چوک» سیمه کې د لاریون کولو اراده لري.

د ایکسپریس ټریبیون د راپور له مخې، د پاکستان پولیس هڅه کوي چې لاریون کوونکي «ډي چوک» ته ونه رسېږي او په دې برخه کې یې سخت امنیتي تدابیر نیولي دي.

د دې رسنۍ د راپور پر اساس، د پاکستان پولیسو تر څلورو زرو ډېر ځواکونه ګومارلي ترڅو لاریون کوونکي «ډي چوک» ته له رسېدو منع کړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي اسلام اباد ته د مالیزیا د لومړي وزیر انور ابراهیم سفر ته په اشارې د تحریک انصاف ګوند مشرانو ته خبرداری ورکړی چې د دې لاریون په اړه له سره غور وکړي.

هغه ویلي دي که څوک هڅه وکړي چې پر «ډي چوک» هجوم وروړي، نو له سختې مقابلې سره به مخ شي.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشرانو د دې ګوند پر وړاندې د حکومت د پالیسۍ په غبرګون کې د دې لاریون اعلان کړی و.