close
Photo: mid.ru

لاوروف: باوري شوي یو چې له طالبانو سره باید عملي خبرې-اترې روانې وي

اطلاعات روز: د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي چې دا هیواد باوري شوی دی چې له طالبانو سره باید عملي خبرې روانې وساتل شي.

ښاغلي لاوروف نن (جمعه، ۱۳ د تلې) د «مسکو فرمټ» د شپږمې غونډې په پیل کې وویل چې له طالبانو سره رغنده تعامل ساتل د سیمې امنيتي ګټې او اقتصادي وده او همدا راز د «ملي بین الافغاني همغږۍ» په څېر اهداف تأمینوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د ده په ټکو د نشيي توکو پر وړاندې د طالبانو هڅې او د ترهګریزو ګواښونو د مخنيوي لپاره د دې ډلې «فعالیت» وستایه.

ده وویل چې لا هم په افغانستان کې د ترهګرۍ مسله نه ده حل شوې او په دې برخه کې یې له طالبانو سره د همکارۍ غوښتنه وکړه.

لاوروف په دې غونډه کې د امریکا له لوري د افغانستان د ارزي زېرمو پر کنګلېدو هم نیوکه وکړه او د هغو د خوشي کېدو غوښتنه یې وکړه.

ده همدا راز وویل چې امریکا غواړي د افغانستان د کړکېچ د حل بهیر په خپل کنټرول کې وساتي او له نورو هیوادونو یې وغوښتل چې په دې برخه کې هوښیار واوسي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وويل چې دا هیواد له طالبانو سره د خپلو سياسي، سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراختیا ته دوام ورکوي.

ده د افغانستان ستونزې «بې شمېره» وبللې او ویې ويل چې په دې باور دی چې د «مسکو فرمټ» په څېر سیمه‌ییز میکانیزمونه کولای شي مهمې پایلې لاس ته راوړي.

د «مسکو فرمټ» شپږمه غونډه د روسیې په پلازمېنه مسکو ښار کې د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقي او د سیمې د هیوادونو د استازو په ګډون سره پیل شوه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په غونډه کې وویل چې په افغانستان کې له شته اقتصادي او د پانګوالۍ له فرصتونو د استفادې لپاره سم سیاسي درک ته اړتیا ده.

ده په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه اندیښنې د ناسمو معلوماتو زېږنده وبللې او ویې ويل چې داعش د افغانستان له پولو دباندې روزنیز مرکزونه لري.

د «مسکو فرمټ» په شپږمه غونډه کې د طالبانو مخالفو سیاسي ډلو او څېرو ګډون نه درلود.

د «مسکو فرمټ» پنځمه غونډه هم تېر کال د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د سرپرست په ګډون او د دې ډلې د مخالفینو له حضور پرته ترسره شوې وه.