close
انځور: باختر خبري اژانس

نورستان کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۷ کسان مړه شوي

اطلاعات روز: نورستان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د دې ولایت په دواب ولسوالۍ کې د یوه ډاټسن موټر د چپه کېدو له امله اووه تنه مړه او اته نور ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې دا پېښه نن (جمعه، ۱۳ د تلې) ماسپښین درې بجې د دواب ولسوالۍ په «بجیګل» سیمه کې شوې. د خبرپاڼې له مخې دا پېښه په سیند کې د موټر د چپه کېدو له امله را منځته شوې.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې د پېښې ټپیان ځایي روغتون ته لېږدول شوي خو د درو ټپیانو روغتیایي حالت نازک ښودل شوی.

خبرپاڼه کې د مړو او ټپیانو د هویت په اړه نور جزییات نه دې ورکړل شوي.

د دې ترافیکي پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي او د سړک خرابوالی بلل شوی.

نورستان د هېواد په کچه یو له غرنیو ولایتونو څخه دی چې لویې او فرعي لارې یې خرابې دي او ډېری مهال پکې مرګونې ترافیکي پېښې را منځته کېږي.